(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجادو استاد

[06.Aug.2022 - 07:26]

جــانــو د جادو اســتادد ماشومانو له پاره لنډه کیسه

ژباړن: پوهاند رڼاګل اریوبزی  

 

جانو دیوه بزګر زوی و، په یوه کوچني کلې کې اوسیده اود کلي ټولو اوسیدونکو به « لوی ځان ښیونکئ» باله. یوه ورځ يې پریکړه وکړه چې یو ځانګړی شی زده کړي، غوښتل يې چې د جادو استاد شي. یوه زاړه او هوښیار سړي ته ورغي او هیله يې ترې وکړه چې جادو ورزده کړي. بوډا ورغبرګه کړه چېکه غواړې جادوګړي زده ګړي، نولومړی باید درې ځله درې کاله دجادو ګرۍ زده کوونکی شې، بیا نه کاله جادو ګر واوسې، ترهغه وروسته بیا اجازه و لرې چې د جادو داستادۍ په ازموینه کې ګډون وکړې. جانو ورسره ومنله. ده دا هنر زده کاوه چې سړی څنګه دچا له غوږو، پزې اوجیبونو څخه د طلا سیکې راباسلی شي او په څه ډول کوچنیان خوشالولی او په خندا راوستلی شي. درې کاله وروسته په دې عقیده شو چې اوس يې هر څه زده کړل. داستاد نه يې مننه وکړه او ورڅخه لاړ. په ټول هیواد کې وګرځیده، دهر کلي په درمند يې خپل هنر وښود او که چا به ترې پوښتنه وکړه چې دی څوک دی، نو ده به په ځواب کې ورته ویل چېزه جانو دجادو استاد، دجادو لوی استاد یم، خو دلته ستاسې په وړاندې یوازې خپل واړه هنرونه ښیم، لوی هنرونه دځانګړو ورځو له پاره ساتمډیر زر د جادوګرۍ استاد جانو اوازه په ټول هیواد کې خپره شوه. بادشا هم په خبرشو او هغه يې ځانته راوباله. کله چې جانو دبادشا په حضور کې ودرید، نوله ځان سره يې فکر وکړ چې داهلک خو دجادو داستاد په څیر نه ښکارې، تر ډیره دیوه ځان ښيونکي په شان مالومیږي. پادشا مخ ور واړوه او ورته ويې ویل چېجانو د جادوګرۍ استاده! څلور اونۍ پخوامې تر ټولو ښکلې ګوته را څخه غلا شوې ده. ستا په شان جادو ګر ته خو دهغې را پیدا کول چندا ستونځمن کار نه دی. د دې له پاره چې څوک مرسته درسره ونه کړي، د تکاوۍ په ژوره سوړه کې دي ننباسم او درې ورځې وخت درکوم، که دا ګوته دې راته پیدا کړه نو د دربار جادوګر به دې وټاکم او که نه نو سردې غوڅومجانو دتکاوۍ په سورې کې فکر کاوه چې دژوند يې یوازې درې ورځې پاتي دي، ځکه داسخت چل يې په دومره لنډ وخت کې نه شو زده کولی.د بادشاه ګوته دهغه درې نوکرانو غلاکړې وه. ماښام يې دا یوه نوکر دجادو استاد جانو ته دماښام ډوډۍ راړه. جانو له ځان سره په دې فکرکې و چې دژوند د وروستیو درو ماښامونونه يې یوتیر شو. سوړ اوسیلی يې وایست او ويې ویل چېکه په رښتیا جادوګر وم ، نو دا لومړی تیر شونوکر چې دجانو خبرې واوریدې نوداسې پوه شو چې ګوندې مقصد يې دی و. له ډ‌اره په لړزا شو او په منډو منډو  هغه نورو دوو ملګرو ته ورغی او هر څه يې ورته بیان کړل.هغوی ورته و ویل چېله سره دې خوب لیدلی دیپه دوهم ماښام دوهم نوکر جانو ته دماښام ډوډۍ راوړه. د بیرته تګ په وخت کې يې له جانو واوریدل چېکه په رښتیا جادو ګروم نو دا يې دوهم و. دوهم نوکر هم په دې فکر شو چې مقصد يې دی دی او نور دوو ته يې حال بیان کړ. دریم نوکر ورته و ویل چیپه ډاډ ویلی شم چې ته سم نه يې پوه شویکله چې په دریم ماښام دریم نوکر جانو ته دماښام ډوډۍ وروړه، جانو سوړ اوسیلی وایست او ويې ویل چېکه رښتی جادو ګر وم، نو دايې دریم ودریم نوکر چې دا واورید، سختې ویرې واخیست، له ډاره په کونډو شو او جانو ته يې اقرار وکړ. جانو امر ورته وکړ چېدرواړه دلته راشی او ګوته هم درسره راوړی، زه به تاسې پا چا ته ور ونه ښیم ! که چیرې مو بیا غلا ته زړه ښه کړ، نو باید پوه شی چې زه د جادو لوی استادیمکله چې پادشا ته خبر ورسید چې جانو په ازموینه کې بریالی شو، له تکاوۍ يې را وایست او غوښتل يې چې د دربار جادوګر يې وټاکي، خو جانو نه غوښتل، ځکه ډاریده چې که باد شا يې بیا له داسې ازموینې سره مخامخ کړي نو بیا به په داسې اسانۍ ترې خلاس نه شي. بادشا جانو ته ډیرې تحفې ورکړې او پری يې ښود چې لاړشي. جانو بیرته خپل کلي ته لاړ او هلته يې یو ښکلی کور، د کر او څړ مځکې را ونیولې. کله به چې په کلي کې دکوچنیانو زړونه تنګ شول، ده په خپلو هنرونو اود جادو په نمایشونو خوشلول او خندول او دکلي اوسیدونکو به ویل چېدشکر ځای دی چې لوی ځان ښیونکی بیرته خپل کلي ته راغلی دې

Europa - Südwesteuropa - Spanien

-
بېرته شاته