(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شاغاسي کلا

[01.Aug.2022 - 15:59]

شاغاصي کلا چېرته ده

څېړنيار:عبدالرحمان حبيب زوی

 

په دغه نامه دوې کلا ګانې مونږ لرو،چې یوه یې په لوګر کې د یوه کلي نوم دی او بله یې په کابل کې ده.کیدای شي د هیواد په ځینو نورو سیمو کې هم وي.شاغاصي کلا هغه کلا ده،چې له ځانه سره یې یوه فوکلوریکه کسیه او بدله را نقل کړې ده.

 

د شاغاصي مانا تر دې مهاله ما نه ده پیدا کړې،خو داسې ویل کیږي،چې په پخوا وختونو کې شاغاصي یو ډول نظامي رتبه او منصب و. د ډیرو خلکو په آند کومه کیسه،چې د غې کلا په اړه رامنځ ته شوې  هغه همدا د لوګر شاغاصي کلا ده،البته دا ولسي روایت دی او مونږ  تر دې مهاله لیکنیز تاریخي مواد په دې اړه په لاس کې نه لرو،خو یوه په زړه پورې ولسي کسه ییزه بدله را پاتې ده،چې د دې کلا کیسه راته کوي«شا اودرامانه زوروه- دشاه غاصي کلا دې ولې ورانوله».شاغاصي کلا د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ پورک سیمې ته څیرمه پرته ده.په لوګر کې د کلا (قلعه)کارونه د کلي Village په مفهوم کاریږي.

 

داسې ویل کیږي،چې یو مهال دا کلا د امیر عبدالرحمان خان په امر  ورانه شوې ده،چې بیا مشهوره سندره(شاه عبدالرحمان زوروه د شاغاصي کلا دې ولې ورانوله) پرې جوړه شوه.

 

 .کیسه داسې ده،چې ویل کیږي د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال د دې سیمې یانې د لوګر پورک ته څیرمه یو کس چې شاغاصي یې باله د امیر په دربار کې لوړپوړی چارواکی(شاغاصي) و.له ورځو نه یوه ورځ د امیر او شاغاصي تر منځ په خبرو کې لفظي شخړه راغله،نو لکه څنګه،چې امیرعبدالرحمان خان زورور او په ځیل ولاړ واکمن  و،شاغاصي یې د توپ خولې کې وتاړه  او وې   واژه او د ده کور یې،چې په«شاغاصي» کلا مشهوره وه،په توپونو والوځوله او په بشپړه توګه یې ورانه کړه،چې وروسته پرې خلکو دا بدله جوړه کړه:

 

          شاهي رمانه زوروره د شاغاصي کلا دې ولې ورانوله  --  شاهي رمانه

 

         د شاغاصي تر غړک ځار سم --                                 شاهي ر مانه

 

   لکه زمرک په خندا توپ په لوري  ځینه            --              شاهي   رمانه

 

         شاه اودرامانه(عبدالرحمانه) زوروه--  د شاغاصي کلا دې ولې ورانوله 

 

                                شاهي رمانه

 

        د شاغاصي هیبتي غږ سو   --                                    شاهي رمانه

 

       شاهي رمانه زوروه مرګی مې فخر بې ننګي نه قبلومه --       شاهي رمانه

 

   شاه اودرمانه زوروه د شاغاصي کلا دې ولې ورانوله--         شاهي رمانه

 

دا دردونکې سندره د هیواد وتلي سندرغاړي فرهاد دریا لخوا په ډیره خوږه ژبه ویله شوې ده. زما دا هیله ده،چې د دې کیسې او د دې بدلې په اړه په راتلونکي کې کره مالوت وړاندې شي او د دې کلا اصلي تثبیت څرګند شي.

-
بېرته شاته