(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو لیک

[01.Aug.2022 - 15:18]

د پښتو د لیک او لوست د سمون  د نوي او غوره لیکدود څخه چې لیکل پکې هماغه شان کیږی لکه څنګه چې ویل او لوستل کیږی پلوي ئې کوو، خو لا تر اوسه دغه نوي پښتو لیکدود د زاړه ملائي او میرزائي لیکدود چې د تپوس په ځای به ئې تفحص لیکلو،  ټغر په بشپړه توګه ټول کړی نه دی،  خو تر هغې پورې،  چې دغه نوی پښتو لیکدود د زوړ ملائي لیکدود ځای ونیسي،  لږ څه نور وخت هم پکار دی، تر څو چې هغه کسان چې په زوړ لیکدود روږدي  دي، د نوي پښتو لیکدود سره اشنا او بلد / عادت  شي.

پښتو ژبه به هله پیاوړي شي او وده به وکړي،  کله چې ئې لیک  د پښتو د نوي لیکدود په رڼا کښې په لاتیني تورو واړول شي.

دا به د یوې خوا پښتنو ته د بهرنیو ژبو په زده کړه کښې اسانتیاوې رامخې ته  کړي او د بل خوا به بهرنیان هم وکولای شي، چې پښتو په اسانۍ سره زده کړي او پدې توګه به د پښتو ژبې ډیر ویونکي هم پیدا شي

سربیره پردې  به پښتانه وکولای شي، چې د نورو تخنیکي  پوهه په اسانۍ سره خپله کړي او هم به صنعتي  او تخنیکي تولیدات او پیداور چې نژدې  ټول ئې د لاتیني تورو د سیستم پر بنسټ جوړ شوي دي په ارزانه بیه تر لاسه کړي.

پدی توګه به پښتو د نورو پر مخ تللو ژبو سره د سیالۍ جوګه شي

په لاتیني تورو د پښتو لیک اړول کوم سخت او پیچلی کار نه دی،  ځکه چې د ډیرو پښتو تورو لپاره سم لاتیني توري شته دی او سړی ئې ورته بې له ډیر سوچه څخه نیولی شي. یوازې د پښتو د دوه غږه او ځینو نورو تورو لپاره د لاتیني تورو په ټاکلو کښې لږ څه سوچ پکار دی، چې څو تنه پښتانه پوهان پرې فکر او غور وکړي.

په لاتیني تورو د پښتو د لیک  د اړولو د نظر ئې بنسټ د پښتو او پښتونخوا د پر مختیا او سوکالۍ په اوږد لید ولاړ دی، چې دا وږدې مودې په ترڅ کښې  د پلي کېدو/ عمل جامې اغوستلی شي 

که اوس پښتانه پوهان او لیکوالان په دې لاره کښې د قام اوهېواد چوپړ/ خدمت ته ملا وتړي او ورو   ورو د اوسني لیک  په خوا کښې په لاتیني تورو د پښتو لیک رواج کړی او خپلی څه نا څه مقالی په  پښتو کې په لاتیني تورو ولیکي تر څو چې د پښتو د لاتینی لیک سره وګړی اشنا شي او ددې لپاره شرائط برابر شي ، چې د اوسني لیک ځای په بشپړه توګه د پښتو لاتیني لیک ونیسي

(وېره دساپوهنې په رڼا کښې)

-
بېرته شاته