(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان او

[28.Jul.2022 - 15:32]

باچاخان او پاکستان :

پۀ کال 1948 کښې باچاخان بندي کړے شۀ او پۀ 1955 کښې لۀ بنده خلاس شۀ.

 

پۀ 1956 کښې ونیول شۀ، بېرته خلاس کړے شۀ.

 

پۀ 1957 کښې ونیول شۀ، پۀ بلوچستان بند کړے شۀ او پۀ 1959 کښې د ناروغۍ لۀ امله خوشې کړے شۀ.

 

پۀ 1961 کښې ونیول شۀ، پۀ 1964 کښې د ناروغۍ لۀ امله خوشې کړے شۀ او د درملنې لپاره لندن ته ولېږل شۀ. پۀ همدې کال د اېمنسټي انټرنېشنل لخوا د Prisoner of Conscience اېوارډ ورکړے شۀ.

 

پۀ 1972 کښې را ستون شۀ. پۀ 1975 کښې بندي کړے شۀ. بېرته خوشې شۀ او پۀ کور کښې بندي کړے شۀ.

 

پۀ 1983 کښې د کالاباغ ډېم پۀ مخالفت پۀ کور کښې بندي کړے شۀ.

 

باچاخان دا جېلونه ولې تېرؤل ؟

پۀ 1948 کښې د سرحد حکومت لخوا پۀ دې تور ونیول شۀ چې باچاخان د فقیر اېپي مالي مرسته کؤل غوښتل او دۀ سره درې لکه روپۍ هم نیول شوې دي. ولي خان او د خدايي خدمتګار تحریک څوارلس زره کسان هم ونیول شؤل. ددې ګرفتاریو پۀ وخت کښې د باچاخان د کورونو سامان هم تالا کړے شۀ، تردې چې د ولي خان یوه لور پۀ زانګو کښې پرته وه، هغه ماشومه یې پۀ زمکه وغورځؤله او هغه زانګو یې هم یوړه. د خدايي خدمتګارو مرکزي دفتر چې پۀ سردریاب کښې وۀ، پۀ بمونو والوځؤل شۀ. د باچاخان زمکې او جایدادونه ضبط کړے شؤل

پۀ 1955 کښې لۀ بنده خلاس کړے شۀ ولې چې جرم یې نۀ وۀ. د درې لکه روپو پوښتنه وکړے شوه نو قیوم خان وویل چې دا یو سیاسي چال وۀ.

 

پۀ 1956, 1957 کښې یې د نیولو دلیل دا وۀ چې باچاخان د ون یونټ مخالفت کاوۀ. د "ون یونټ او پښتانۀ" پۀ نوم یې یوه مقاله هم چاپ کړې وه. د ون یونټ د مخالفت دلیل دا وۀ چې مغربي پاکستان به یوه صوبه وه. دلته د وسایلو د وېش او د اختیار ستونزه وه چې د هغې ګټه یوازې لاهور ته تله. نن هم د پښتونخوا بجلي د لاهور واپډا هاوس نه وېشل کېږي.

 

پۀ 1975 کښې د نیولو دلیل دا وۀ چې د NAP حکومتونه پۀ بلوچستان او سرحد کښې سازش کوي نو دا حکومتونه هم ړنګ کړے شؤل او د NAP مشران هم ونیول شؤل. دا هغه وخت وۀ چې پلار، زوے او نمسے (باچاخان، ولي خان، اسفندیار) پۀ یو وخت بندیان وو.

 

پۀ 1983 کښې د نیولو دلیل دا وۀ چې باچاخان د کالاباغ ډېم مخالفت کاوۀ. پۀ همدې ورځو کښې باچاخان (چې د 93 کالو وۀ) پۀ ویل چیېر باندې د سرحد پۀ ګوټ ګوټ کښې وګرځېد او پۀ اولس کښې یې د پوهاوي او بیدارۍ هڅې وکړې. هغې نه پس کوربندي کړے شۀ چې تر مرګه لۀ دې بندیزه خلاس نۀ شۀ.

 

پورته یادې شوې خبرې د عام پوهاوي لپاره دي. نور مونږ د ځان یا د باچاخان سپیناوے چا ته نۀ کوو، نۀ اړتیا لرو.

کۀ څوک راسره خامخا محاسبه کوي نو را وړاندې دې شي چې ورسره سپینه یې کړو.

باچاخان پۀ خپل سل کاله عمر کښې اتیا کاله نۀ یوازې زمونږ د قام لپاره بلکې د عام انسانیت د بهترۍ لپاره مبارزه کړې ده. باچاخان د نړۍ د هرې ټولنې لپاره د د درنښت او ستاینې وړ سټه وه. ځکه ورته پۀ ټوله دنیا کښې د احترام او تعظیم پۀ سترګه کتلے شي. د هغۀ افکار او هلځون د دنیا لپاره بهترین درس دے.

اروا یې ښاده ـ جنت یې ځاے.

(بهیر شینوارے)

-
بېرته شاته