(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د هوږې په اړه

[28.Jul.2022 - 15:29]

د هوږې په اړه ګټور معلومات:.

لومړۍ طریقه:

۱: څلور پلیه اوږه سپینه کړئ،میده میده یې کړئ، او بیا یې یو ګلاس ګرمو اوبو ته واچوئ، دوه کاشوغې عسل یا شهت روسره ګډ کړئ ، په کاچوغه یې سره ولړئ او په تش نس یې وڅښئ.

دا طریقه هر سهار تر پنځلسو ورځو په پر له پسي ډول استعمال کړئ په دې سره به ستاسې معده پیاوړي شي او د ویني غوړ به مو عادي حالت ته راشي.

ګټې:

۱: د سترګو دید به مو ډېر روښانه شي.

۲: اعصاب به مو آرامه شي.

۳: په بدن کې د هر ډول میکروبونو مخه نیسي.

۴: د هډوکو دردونه ورکوي

۵:د بدن عضلاتو ته قوت وربخښي.

۶: تل مو ځوان او پیاوړي ساتي

نوټ: لس دقېقې وروسته د دوه ګلاسو اوبو څښل مه هېروئ!

 

دویمه طریقه:

۱: لس پلیه اوږه میده میده کړئ .

۲: په یو ګلاس ګرمو شیدو کې یې واچوئ.

۳: د یوې کاشوغې څلورمه برخه تور مرچ ور واچوئ او دوه کاشوغې د لیمو اوبه ورسره ګدې کړئ ، بیایې په کاشوغه ولړئ.

 

نوټ: په ورځ کې یو ځل دغه کار وکړئ.

 

ګټې:

 

۱:هغه کسان چې د ژیړ ژیړي ناروغي لري د هغوي ناروغي ورک کوي.

 

۲:هغه کسان چې مردانه کمزوري لري د هغوي کمزوري ورک کوي.

 

۳: هغه کسان چې خوب نلري د هغوی خوب ور سره پیدا کیږي.

 

۴: هغه انجونې چې د میاشتنۍ ناروغۍ په وخت ډېر تکلیف احساسوي، په دې سره یې دغه تکلیف ورک کیږي.

 

۵: هغه کسان چې خپله غوصه نشي کنټرولولی د هغوی لپاره هم ګټور دي.

 

نوټ: انجونې کولی شي، چې په میاشت کې یې څلور ځله هر وخت وکاروي.

 

دریمه طریقه

۱: د اوږې پنځه پلیه میده میده کړئ نیم ګلاس مستو ته یې واچوئ.

 

۲: ۲ کاشوغې د لیمو اوبه ور واچوئ، سره ګډې یې کړئ او په تش نس یې هر سهار او ماښام تر ۲۰ ورځو وڅښئ.

 

ګټې:

 

۱: هغه کسان چې د خولي بد بوئي لري د هغوی بدبوؤي ورک کوي.

 

۲: هغه کسان چې د پښو تلي یې سوځي د پښو د تلو سوځل یې ورک کوي.

 

۳: د بدن چربي یا غوړ یې نورمال حالت ته راټیټوي.

 

۴:هغه کسان چې د معدې تیزاب لري د هغوی د معدې تیزاب ورک کوي.

 

۵: هغه کسان چې د ویني فشار یې هر وخت لوړ وي، په دې سره یې د ویني د فشار لوړوالی عادي حالت ته راځي.

 

۶: هډوکو کمزورتیا چې په وجود کې یې وي، هغوي ته پیاوړتیا وربخښي.

جنسى او طبى لارښود

-
بېرته شاته