(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

واخان

[28.Jul.2022 - 15:26]

 

 واخان

ليک: ډاکټر فريدون بارکزی

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت پخوانی مسلکي معين 

د اسلامی امارت د مشرانو د پام وړ!

 

د واخان کریدور چی  هم په استراتیژیک لحاظ او هم اسیا کی د اوبو د سرچینو له اړخه دافغانستان د خاوری ځکه مهمه برخه ده چی د آمو  غربی دریایی حوزه د شرقی تاریم حوزې څخه جلا کوی او هلته موږ د چین سره ۹۶ کیلومتره رسمی، غیرمتنازعه او منل سوی سرحد لرو او   پنځه پیلرونه یا سرحدی نښی چی د ۱۳۴۳ ه ش (۱۹۶۴م)کال راهیسی کاملا واضح،  پخپل ځای ولاړ دي او تاسو ته د ملی نوامیسو په توګه امانت او ساتنه یی پر تاسو فرض او قرض دی.

 

دا پیلرونه یا نښی  په لاندی ډول دی:

۱- لومړۍ پیلر :

کوردینات۰۵۷۴۲

۲- دویم پیلر :

کوردینات ( ۴۳۵۴SDB۱۸۹-۰۵۹۵۵

ارتفاع: ۴۸۶۴،۹متره ۵۸ کاله کیږی پخپل ځای دی.

۳- دریم پیلر:

په ۴۳SDB۶۳۲۶۷-۲۱۴۵۰ او ۵۲۴۶،۱۳ متره ارتفاع کی صفری نقطه کوچنۍ پامیر کی قرار لری چی د برف کوچ له امله لږ تخریب اما ټوټی یی ځای پر ځای پرتې او د چینایانو غټه کامره په ۳۳۸ متری کی قرار لری.( د ترمیم ځنډیډو دلیل یی داوو چی پدی چی همدغه ټوټه څو سانتی د چا خاوره کی لویدلی یا صفری نقطه کی   د چین او افغانستان توافق ته ضرورت درلود)تصویر 

۴- څلورم پیلر:

SDB ۷۶۴۱۴ او ۴۹۵۸ متره 

ارتفاع کی ثابت دی.

۵-پنځم پیلر:

۴۳-SDB۸۹۰۸۳-۱۹۵۲۳ارتفاع یی ۵۲۱۰،۴۶متره

په څنګ کی یی د چین غټه امنیتی کامره شته.

 

کله چی زه دجمهوریت دسقوط نه دری میاشتی مخکی د څه باندی دریو کلنو لپاره د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکې معین وم   د واخان موضوع یو ځل د تاجیکستان پامیر باندی د چین د ارضی ادعا په اړه د چینایی ادرس څخه  لومړۍ مقاله خپره سوه، ور پسی 

سیمه کی د نړۍ د اسماعیلیه فرقی د بډای مشر صدارالدین اغا خان د پانګونې لیوالتیا اندیښنې پارولې وې چی حتی د کرزی صاحب د سفر په ترځ کی د تاجیکستان ولسمشر لخوا د پامیر سیمی دلیدنی پر مهال همدغی موضوع ته هم اشاره شوی وه.

د روسانو لخوا تیر کال کی د ناقصې او جعلې نقشی چاپیدل، د ۱۵۰۰قیرغیز افغانانو قرغیزستان ته د مهاجرت تابیاوی او اوس هم په خواله رسنیو کی د پاکستان د بد نیت په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو  دی.

 

زما مشوره او د حل لاره:

د چین - تاجیکستان او افغانستان تر مینځ دری کونجه واضح نقطه چی پاول شیوکوفسکووا نومیږی د دریو لورو لخوا منل سوی او واضح ده او په هغه کی هیڅ لورې بیځایه تصرف نشی کولای او مکمل ۹۶ کیلوًمتره سرحد کی ۵ پیلرونه پخپل ځای دی .( نقشه)

 

د سرحدونو او قبایلو وزارت  د تحقیق او مطالعاتو ریاست همدارنګه د کشف او بررسی ریاستونه چی  ټوله تخنیکی او علمی پیاوړ تیا او مډرن وسایل لری د بهرنیو چارو وزارت سرحدی ریاست او امنیتی سکتور سره په ګډه د دواړو هیوادونو دتخنیکی تیمونو په همږغۍ،  هرکال یی دا سرحدی نښې رنګ، بررسی او تازه 

کړیدی.

 

تاسو مهربانی وکړئ د سرحداتو وزارت د کشف، بررسی او تحقیق او مطالعاتو دریو ریاستونو او معین په شمول  ، د بهرنیو چارو وزارت سرحدی ریاست او معین ، ملی دفاع او امنیتی سکتور مسلکې ټیم  یوه کمیټه عاجل راوغواړئ او پدی مسله باندی خاصتا وزیر خارجه او مشران په جزئاتو ځانونه خبر کړئ او بیا همدا کمیټه د واخان او سرحدی نښو د لیدو په خاطر واخان ته واستوئ.

- د همدی کمیټې ټول ګذارش او وړاندیزونه د کابینی اجنډا کی همدې  اونۍ کی ونیسئ او د ملت سره یی شریک کړئ  او ملت ته اطمینان ورکړی چی دا  پنځه پیلرونه چی ۵۸ کاله ثابت پر ځپل ځای دی ستاسو په واکمنۍ کی به هم د ملی ناموس په حیث ساتل کیږی.

 

- چینایانو ته د مجلسونو پر مهال په ډاګه کړئ چی د چین او افغانستان اړیکې د تاربخ په اوږدو کی دوستانه وی او دی او  دا به تر هغه وخته دوام کوی چی تاسو زموږ ارضی تمامیت ته  چی سره کرښه او رموږ ناموس  بلل کیږی احترام ولرئ

 

- بله کمیټه مو د مهاجرینو وزارت، بهرنۍ چارو، سرحداتو او قبایلو ، عامی روغتیا ، انکشاف دهات څخه جوړه او سیمی ته واستوئ تر څو  د قرغیز افغانانو چی د پامیر  بی معاشه ساتونکی او د سپیڅلی هیواد ښایسته ګلان  دی خبری وکړی او د مهاجر  کیدو  د مخنیوی طرحه عاجل  ترتیب کړی.

(هلته قرغیز  او د واخان اسماعیلیه  افغانان وړونه  اوسیږی چی په قرغیزی او واخانی ژبو خبری کوی) خدای مه کړه د قرغیزانو په عدم حضور کی دغه سرحدی صفری  نقطو  ته څیرمه سیمه  د وګړو نه خالی او واخان خپله  هغه ټولنیزه ښکلا د لاسه ورکولای شی)

 

هو رښتیا :

د پوهنې وزارت ټیم هم ور واستوئ او هر څومره ژر چی کیدای سی د نجونو مکتبونه پرانیزئ. پدی ترتیب سره به الله(ج) راضی ، ملت خوشحاله او پر تاسو به د همدی منحوس لاس د مداخلی چانس او فشارونه کم سی.

 

د واخان کریدور چی د ظاهر شاه بابا زمانه کی تثبیت او د خلقیانو ، پرچمیانو، مجاهدینو، ستاسو تیره دوره  او جمهوریت څخه د ملی ناموس په حیث تاسو  ته امانت دی د امنیتی سکتور، محلی اداری او ولس په مرسته یی په کلکه وساتئ.

ومن الله  توفیق

 

 د واخان بحث ډیر تخنیکی اړخونه لری، هیله می داده چی   عزتمند هیوادوال، قدرمن سیاسیون  او د رسنیو درانه استازي  دی لطف وکړي یوازی په مجازی عکس العملونو اکتفا ونکړي او هر څوک د خپلو امکاناتو سره سم د واخان موضوع  نظارت او د چارواکو څخه د همدی او نورو عملی ګامونو غوښتنه او پوښتنه وکړي.

 

نقشی، او عکسونه چی دواړو لوریو سره شته د ورکیدو د مخنیوی په موخه تاسو باتورو هیوادوالو سره شریک کړل چی تاسو یی هم وساتئ.

 

پخوا می «فروشی نیست» په انګلیسی(۲۰۱۹) او بیا په روسی (۲۰۲۰) ژبه لیکلی،  اوس یی په اردو هم لیکم :

Not For Sale!

Не для продажи!

فروخت کی لیی نهین هی

-
بېرته شاته