(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایوب استاد

[28.Jul.2022 - 15:07]

چې په ژوندون دې وفا نکړه

اوس مې سپېرو خاورو ته مه نیسه لاسونه 

لیک: لطیف یاد

تېرکال په 27.07.2021 دپښتو ژبې نامتو هنرمند استاد ایوب   چې څه دپاسه شپېته کلونه یې پښتو موسیقي ته چوپړ وکړ له دې نیمګړې نړۍ نه خداي پاماني وکړه.

ایوب استاد د افغانستان د پښتو ژبې نوميالی سندرغاړی و. استاد ایوب په ۱۹۲۶زیږدیبز  کال د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ دنغرک په کلې کې زیږیدلی و.

استاد ایوب خوږ غږدرلود او زیاتره یې دپښتو ژبې دملي شاعر ارواښادملنګ جان ،ارواښاد برکت الله کمین ،شهید سېلاب سا پي او دننګرهار. کونړ او لغمان  دشاعرانه سیمو دنورو تکړه شاعرانو شعرونه  زمزمه کړي دي.

زه وړوکی ماشوم وم چې دده خوږې سندرې به مې دراډیو افغانستان نه هره شپه دماښام له اووبجونه تراتو بجوپورې ( دپښتنو او بلوڅو) په ځانګړي پروګرام کې اوریدلې

استاد ایوب له ډیرې مودې راهیسې دناروغۍ پربستر پروت و،ده دومره مالي توان  نه درلود چې خپل علاج وکړي  او  حکومتي چارواکواو فرهنګي موسسو په ځانګړې توګه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  هم ده ته کومه ځانګړې پاملرنه ونکړه او  نه  یې له ده سره کومه مالي مرسته وکړه او نه یې دده دعلاج په برخه کې څه وکړل.ایوب استاد د جون پر ۲۷مه ۲۰۲۱ زیږدیز کې د ۹۵ کالو په عمر د اوږدې  ناروغۍ وروسته  په ننګرهار کې ومړ.

هسې خو موږ  افغانان او په مجموع کې پښتانه داسې خلک یو چې کله مو پوهان ، لیکوالان ، شاعران ، ارټيسټان او هنرمندان ژوندي وي دهغو    قدرنکوو او چې کله مړشي بیا پرې دتمساح اوښکې تویوو، په درواغو پسې ژاړو او له لویه خدایه ورته جنتونه غواړو

هو استاد ایوب هم دافغانستان دنورو هنرمندانو په څېر په  غریبۍ او بیوزلۍ کې مړشو، خو پښتو موسیقۍ ته به دده تلپاتې خدمتونه هیڅکله هم هیر نکړو.

روح دې ښاد وي !

https://www.youtube.com/watch?

v=Dy4G1CevzoI

-
بېرته شاته