(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راډیو

[20.Jul.2022 - 17:07]

 

رادیو، ماشین، موټر

لیک: رېاضي پوه ډاکتر ماخان شینواری

پیلیادونه: موږ په دې لیکنه کې دا زده کوو، چې څه څه شی دی، دا هم زده کوو، چې په نورو پرمختللو ژبو کې وییونه، د بلې ژبې ویونکو او خپلو ویونکو لپاره څنګه روښانه شوي او دا هر یې په ډېرو لیکنو، چې پښتو ورته همد دې کار د سرته رسېدو لپاره- همدومره اړتیا لري

رادیو الکترومګنېتیکي څپې دي، چې بې سیمه معلومات پرې خوریږي.

د موږ ځنې لیکوالان او ژبپوهان وایي، چې رادیو، ماشین، موټر.... او نور نړیوال نومونه دي او باید بدل نه شي، خو کوم پوهنیز دلیل ورته نه لري یا نه دی راوړی. وګورو، چې داڅه دي او څنګه نړیوال دي یا نه دي.

 

رادیو څه شی دی؟

رادیو(غږدبلی؟؟؟؟؟) (رادیو یا Radios  د لاتین له Radius څخه ، چې په عربي کې شعاع، په پښتو وړانګه ترېپوهیږو. په الماني رادیو ته Rundfunkempfangsgerät د چاپېریال یا ګرد غږ د نیولو اله یا شی وایي) هغه شی یا اله ده، چې د اورېدغږ خپرونې د اورېدلو لپاره پرې نیول کیږي. دا بېلابېل جوړښتډولونه لري، چې هغه ډېر یې د کوتۍ یا دبلي بڼه لري.

په دې نومونو کې یو هم داسې نوم نه شته، چې ټیک دې همدا موخه داسې څه په وښودلی شي

رادیو په المان، اتریش او سویس کې په بېلابېلو نومونو بلل شوې، چې وروستۍ پرېکړه یې بیا همدا روندفونکز ایمپفنګ ګېرېت ( ګردغږ نیون اله یا - شی) وه.

رادیو تیوپیکي ملمېدیا ده. دا په دې پوهېدنه، چې په هرځای کې راسره مل دی، که لمباځای کې وي، کښېناستځای او یا بل کوم ځای کې وي،  خو راسره ده. موږ یې تل اورېدلی شو، بې له دې چې د خپلو کړوړو مو وباسي، ګوره دا د هغه فزیکي لار مخامخ نه دي، چې په همغه مهال همغه یو کار کیږي

 

رادیو څنګه کار کوي؟: د لومړي ځل لپاره د رادیو اورېدلو لپاره درې توکي کار کوي. لومړی کسان چې د پروګرام جوړولو فکر کوي او نیسي یې، دویم تخنیکی شیان یا الات چې دا خوروي او دریم هغه اله یا شی، چې دا خورونه مو کوټې ته راوړي او له لارې یې اورو یا راته غږیږي.

دموږ د اورېدغږې (الماني Hörfunk ) لپاره تلېفون وو، چې لومړی بېسیمه خپرونه یې په ۱۹۰۱ کې د اتلانتیک اخوا ولېږدول شوه. په خټه یا اوصلو کې دا ساده الېکترېکي څپې وې، چې د یوه لېګونکي و یوه نیونکي ته بند لېږدول کیږي او هلته یې بیا په اړونده کونجي یا کېلي پرانستل کیږي. په ۱۹۰۶ ز ک کې د رادیو جوړولو جوړېدپلان جوړ شود رادیو لومړۍ سمه خپرونه دې په ۱۹۱۹ ز ک کې له هالنډ څخه وي.

 د ۱۹۰۶ ز ک په شاو خوا د رادیو جوړولو پلان جوړ شو. د رادیو سمه لومړنۍ خپرونه به له هالنډ څخه راغلې وي.

 Hanso Schotanus à Steringa Idzerda ( دا هالنډې نوم دی او همداسې پرېږدم، ځکه چې سم یې ښایي ونه لیکلی شم) لخوا جوړه او پنځه کاله هره اونۍ څلور ورځې د هغه له کور څخه خوره شوه، چې په پای کې د پیسو له نه شتون سره د رادیو خورونې پرېښوولو ته اړ شو

په المان کې د رادیو زېږېدنې ورځ ۲۹ د اکتوبر ۱۹۲۳ زک دی، چې کنسرت یې سېده خور کړ. په ۱۹۲۴ زک کې د رایو اورېدلو لپاره  ۱۶۰۰ اورېدنکي لرل. خو له دې سره لومړی پل اېښول شوی وو

یادونه : زه نه پوهېږم، چې د پښتنو څومره کسانو به دا هڅه کړې وي وپوهیږي، چې دا رادیو به په ځته کې څه ته وایي؟

رادیو: د رادیو لپاره مو وښوول، چې نړیوال نه دی او دا نور هم څېړو. م

مېدیا ( لاتین medium،  ،، منځ،، ، ،، منځټکی،، ، له زړې یوناني μέσov méson، ،، منځنی،، ، ،، ټولیزوالی یا که غواړۍعلنیت هم،، ، ،، ټولیزې ګټی،،) په خبرو  اترو کې په ټولیزه توګه نوې وړاندې کېدونکې نوې پوهېدنه. په  ورځنۍ ژبه کې کېدی شي دا د خبرو اترو شیانو سره انډول کښېښودل شي.......................................

یوه پوښتنه: ( دا موټر) موتور په پوره توان کار کوي. که له الماني یې راونیسې، نو بیا یې پښتو انډول باید ،،موتور په پوره توان ځغلي،، وي. دلته موخه کار کول دي، چې پښتو له انګرېزي سره ښه انډول دی او دا دالماني انډول یې هم ناسم نه دی. پښتو پوره توانمنده ژبه ده.

Auto: په الماني کې د انګرېزي car ، چې موږ ورته موټر وایو، ولې اوتو Auto وایي؟ 

دا وی Auto د اوتوموبیل لنډه بڼه ده، چې له یوناني autós چې پخپله ترې پوهېږو او د لاتین mobilis موبيل چې د خوزند په پوهېدنه دي، نو له دې امله که دا په پښتو وبولو، نو دا پخپله خوزند بلل کیږي.

اوتوموبیل یا توانبیونشی، چې په رسمي سویسي ژبه کې ورته موتورواګن Motorwagenوایي یو د کوڅې بیونشی Straßenfahrzeug  ده (کوڅه ګاډی، نو بیا هغه بیون اله ده چې په یوه توان د پټلیو سره په کوڅه کې بیول کیږي)، چې له یوه موتور په توان بیولکیږيداسې برېښي، چې موږ دا موټر د سویسۍ موټرواګون څخه رانیولی وي. په درې یا فارسي کې ورته ماشین وایي. دا ډېر ډولونه لري، چې په هغې نه غږېږم.

 د Automobil („Selbstbeweger“) یا موټر ريښه( اواوموبیل یا پخپله خوزند یا بیونکی) یو خوي نوم دی، له له یوناني αὐτός autós الماني ‚selbst‘, پښتو ،، پخپله،، او لاتین mobilis ‚،،خوزندچې له دې سره د انورو ځمکبیون الو سره یې  توپېر روښانه کیږي یا توپيرکېږي، چې په غه وخت کې له اسونو کښول کېدې.

فرانسوۍ voiture automobile  ( پخپله خوزند واګون).

پېژند: ،، پخپله خوزنده بیون اله یاشی،، کېدی شي موتوري شوي دوه څرخي ( هیله ده، چې دا څه چې دي، همداسې دي او څه چې څنګه وي، همهغسې یې باید ومنو. دا په ټولو ژبو کې دوه څرخه ده او بس) په پټلۍ بیون الې ( وسپنکرخو بیون الې) رابندوي یا ځان سره نغاړي. په بنسټ کې د یوه اوتو موبیل یا موټر څخه یوه ،،کسانوړونکي توان اله،، ، بوس او لاری یا ،، باروړنکي توان واګون،، پوهېږو

له ۱۹۲۴ ز ک څخه د اوتوموبیل یا موتر پېژند په لاندې توګه دی:

،، موټر یا اوتوموبیل یوه  بیون اله یا -شی ده، چې

۱ –  په  ماشینتوان خوزيږ.

۲ –  د ځایبدلون په چوپړ کې انرژي سرچینې په خپل ځان کې وړي.

۳په ورسره بلدو یا عادي کوڅو کې خي. او

۴د کسانو او شیانو وړللږتر لږه یوه برخهپخپله سرته رسوۍ.

له دې  داسې بريښي، چې دا اله، شی او یا موټر دوه لارې کاروي، چې بې پټلۍ په کې تګراتګ کوي.

موټر ، لارۍ ، چې موږ ورته وایو( الماني Auto; Fahrzeug, Sporwagen, personenwagen, Lastwagen…  انګرېزي یې دا یوه ته car او داسې نور. که څوک نور ورزیاتولی شي او همداسې د نورو ژبو). ګورو چې دا نړیوال نه دۍ او موږ چې ورته موټر وایو، هغه motorدی.

موټر(موتورmotor) : موتور دا د تښنیک هغه توان اله ده، چې په موټر کې دننه جوړه او په مرسته یې موټر بیول کیږي.

له پورته څخه به دا څه په پښتو انډول ونوموو

بیون اله یاشی: له دې څخه د مخه:

 

 بیولهغه څه چې د بل په مرسته خوزیږي او دا خوزوونکی یاښه یې بیوونکی په دې پوهېدنه چې دا بیون اله یا شی یاشی دی.

بیوونکی: دا بیونشی چې بیایي، نو هغه هرومرو بیوونکی(ډرایور) دی. بیول، بیونشی که غواړۍ بیون اله، بیوونی که غواړۍ ډرایور.ماشین: یو ماشین ( Maschine پښتو له الماني سره په انډول: کار اله یا کارشی ) ( فرانسوي machine، له لاتین څخه machina،دا له زړې یوناني μηχανή mēchanḗ ، الماني  Werkzeug، جوړ شوي جوړښتونه) ، که پښتو انډول یې له الماني څخه راونیسو، نو کارشی یا کاراله) یو تښنیکي جوړښت دی، د یو په خوزښت یا کاراچون سیستم له لارې  خوزنده برخې دي. لنډ: د تښتیکي کارونو د سرته رسولو لپاره په کاراچولو شیان یا الات دي، له دې امله که غواړۍ ،، کار شی یا کار اله،،. پوره څېړنه او روښانونه یې اوږده دي. د موږ ځنې هیوادوال وایي، چې ماشین د پښتو همهغه مېچن ده. دا کېدی شي وي، خو نه پوهېږم، چې دا یوه څېړنیزه ویناده او که د نومونو له ورته والي یې داسې بولې، خو هر څنګه چې وي، موږ ماشین د اوسنۍ څېړنې او پېژند له مخې پېژنو، چې د هغې له مخې به مېچن ماشین وي، خو ګورو، چې هرماشین مېچن نه ده. د نومونو په هکله کومه ستونځه نه رامنځ ته کوي.

یادونه: ۱ . موږ په پښتو او روسي کې دوه لرو، همداسې پښتو درې، روسۍ تري او الماني درای لرو، چې ډېر ښه ورته دي.

۲ . دا د ماشین نوم د زړې یوناني او لاتین څخه هم دی، چې هغه ژبې په هغه ډول اوس نه شته، خو کېدی شي له همغه وخته دا پښتو او لاتین د یوناني سره یو له بل اغیز منې شوې وي.

د موږ لپاره غوره دا ده، چې دا ماشین هم نړیوال نوم نه دی، خو ډېر ورځنی او تل کارول کیږي.

(ډاکتر ماخان میږی شینواری)

-
بېرته شاته