(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرېلا

[16.Jul.2022 - 19:33]

 

کریلا:(Bitter melon)

لیک: ډاکتر لطیف یاد

کریلا یوه سبزي ده چې تریخ خوند لري .په افغانستان کې ورته ترخې تورۍ ( ترایي ) ویل کیږي.په انګریزي ژبه ورته( Bitter melon )وایي.ددې سبزۍ (ترکارۍ )علمي نوم(Momordica charantia) دی او زیاتره په هند ، پاکستان، بنګله دیش، ویتنام . چین ، تایلینډ ،برما ( میانمار)،جاپان.ختیزې ایشیا ، جنوبي ایشیا او جنوب ختیزې ایشیا کې کرل کیږي .

کریلا یوه ګټوره سبزي ده په تېره بیا هغه کسان چې دوینو لوړفشار(High blood pressure (hypertension)) لري او یا هم دشکرې( Diabetes) په ناروغۍ اخته وي خوړل یې ډیرګټوردي. همدا راز کریلا دسرطان دناروغۍ دمخنیوي لپاره اغیزمن خواړه ګڼل شوي دي .

کریلادانرجۍ ،فایبرونو.پروټینو،کلشیم،اوسپنې ، مګنیشیم، فاسفورس،پوټاشیم او سوډیم درلودونکی دی. ددې سربېره د B3 ,B2 ,B1 B6 ,B5 او E , C او K وایټامینونه لري .

کریلا ډیر ډولونه لري ،خو خوندره یې شنه او تازه کریلا ده.ما پخپل کور کې کریلا کرلې وه ، خو ښه حا صل مې ترې وانخیست اوښایي ددې علت او وجه به داوه چې زه دکریلادبو ټې په پالنه اوروزنه نه پوهېدلم.

زه په خپل کور کې دغه سبزي تل په پخه او اومه ( خام) دول خورم. که څه هم خوړل یې په پیل کې ګران دی او هغه څوک چې ورسره آشنا نه وي ښایي خوړل یې خوند ورنکړي.

کله چې کریلا پخوم نو لومړی یې پوستکی توږم.بیا یې په منځ کې په چاکو څیرې کوم. زړي ترې باسم،یوه شیبه یې لمر ته ږدم .بیا یې منځنۍ برخه دکوفتې یا دقیمې دټکول شوې غوښې نه ډکوم اودکریلا دواړه برخې بیرته په تارسره تړم او په غوړیو کې یې سره کوم.بیا لږې اوبه پکې اچوم اوخوندوره قورمه ( غورمه ) ترې جوړوم. کله ناکله کریلا میده کوم، مسالې پکې اچوم او په غوړیوکې یې سره کوم او کله یې هم دکبانو په څیر پر تبۍ (تاوې) اوکړایي کې پخوم. کله کله دتازه کریلو نه جوس جوړم اوسهار یې ترچایو دمخه په نهارې څښم .

هغه کسان چې دشکرې ( شوګر) ناروغي لري کریلا یې ډیرښه علاج دی.ځینې کسان چې دشوګر ناروغي لري نو هغوی تازه کریلا میده میده کوي اوبیایې لمرته ږدی چې وچه شي اوتروچیدو وروسته دچایو پرځای په ایشیدلواوبو کې دوچې شوې کریلا اوبه څښي.پټه دې نه وي چې دکریلا اچار هم ډیرخوندور دي .

له نېکه مرغه اوس کریلې دافغانستان په ځینوولایتونو ننګرهار ، کونړ،لغمان اوخوست کې هم پرېمانه کرل کیږي او ښه حاصل ورکوي .

(یاد)

-
بېرته شاته