(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاد نصیر احمد احمدي

[16.Jul.2022 - 19:26]

ځوان ليکوال ارواښاد نصیر احمد احمدي

 

لیک: امان الله نصرت

 

د  ادب  د  اسمانونو ستوری پرېوت

ربه بيا بل د وختونو ستوری پرېوت

 

رڼاګانې ېې خورې پر پښتونخوا وې

د  هنر  د  مدارونو  ستوری   پرېوت

نصرت 

 

د کرونا له دردونکې او بدمرغې ناروغۍ وروسته د پښتو ژبې تکړه او نامتو ليکوال او وتلی قلموال ښاغلي  نصير احمد احمدي د تل لپاره سترګې پټې کړې او په ابدي سفر وکوچيد.

 

نصير احمد احمدي د فتح الله احمدي زوی دی چې په 1353ش کال ېې د غزني ولايت د قره باغ  ولسوالۍ د ملک غلام رسول کلا په کلي کې په يوه دينداره او علمي کورنۍ کې سترګې وغړولې او په خټه خروټی پښتون و.

 

لومړنۍ زده کړې ېې د خپل کلي له جومات نه پيل کړی او کله چې کابل ته له خپلې کورنۍ سره وکوچېد نو له حبيبيې لېسې څخه ېې د دولسم ټولګي د فراغت سند تر لاسه کړ.

 

د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کانکور په ازموينه کې د کندهار  پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالی شو خو د ځينو ستونزو له امله ېې لوړې زده کړې ترسره نه کړې او د يو څه مودې لپاره د ښوونکي په حيث خدمت وکړ او بيا ېې له رسنيو سره د خبريال په توګه دنده پيل کړه او تر څنګ ېې خپلې ادبي سرګرمۍ جاري وساتلې

 

نوموړی له ٢٠٠٣ ميلادي کال راهیسې په کابل کې د بي بي سي تعلیمي څانګه کې د تعلیمي فیچر خپرونو د ایډیټر په توګه دنده درلوده. او په ۱۰/۷/۲۰۲۱ نېټه ېې د اوه څلويښت کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله د کابل په يوه شخصی روغتون کې د مرګ استاي ته لبيک ووايه او د تل لپاره ېې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې۰

 

نصير احمد احمدي صاحب يو ژمن او په خپل ولس او وطن مين تاند او هڅاند ليکوال و چې پښتو ژبې او ادب ته ېې خدمتونه او کار او زيار د هيچا له سترګو پټ نه دی.

 

ښاغلی احمدي يو هڅاند او تپاند ژڼی و چې په نثر ليکنه کې ورته الله ج ځانګړې پوهه او استعداد ورکړی و او په افسانو او کيسه ليکنه کې خصوصا په داستاني ادبياتو کې د بې ساري قلم خاوند و.

 

دپښتو ادب د معاصرو ناول ليکونکو په کتار کې استاد احمدي د پام وړ ځای درلود او په همدې صنف کې په لومړي صف کې د ودرېدو حقدار و.

 

احمدي صاحب پښتو ژبې ته ډېر څه په ميراث پرېښودل او له معياري ليکنو به ېې د پښتو ادب لاروي تر ډېره ګټه اخلي او د باوري سرچينو په توګه به ېې کاروي.

 

احمدي د کيسه ايز ادب يو ځلاند ستوری و چي د بغدادي پير شهکار ناول ېې په ډير معياري ډول وليکه او له ډير دروند هرکلي سره مخ شو او ټولو خوښ کړ.

احمدي په پښتو ژبه  د دېرشو په شاوخوا ناولونه او نور ادبي اثار  ليکلي وو چې هر يو ېې په خپل ځای بيل بيل ارزښت درلود او په تول او معيار پوره او د لوستونکو ادبي تنده ېې خړوبوله.

 

1 - خونکار

2 - د غڼې ځاله

3 - بوډا 

4 - رنګه غوږونه

5 - نيکه

6 - رڼا

7 - جو جو

8 - بودا او د لیوانو پلونه

9 - ټال

10 - بوړبوکۍ

11 - زرو

12 - پټان

13 - یوه خبره درته وکم؟

 14 - اغزن سیم

15 -  اخ وطنه

د ښاغلي احمدي په زړه پورې ناولونه دي چې د وطن په ويرجنو او تاوجنو حالاتو څرخيدلي او په درد درد لفظونو پکې د هېواد د وينو وينو خاورو کېسې او پېښې په ګوته شوې دي چې په لوستونکو  ژور اغيز او تاثير کوي او د کېسې په خوږه او هنري ژبه ېې د ژوند له حالاتو او واقعاتو خبروي.

 

د احمدي نور چاپ شوي اثار:

 

1 - سړه سېلۍ  لنډې کيسې

2 - مينه لنډې کيسې

3 - د واورو سړی

4 - د ميرويس نيکه ناول

5 - په فلسفه کې تلپاتې پېښې ( ژباړه )

6 - راځئ کيسه وليکو

7 -  اشر لنډې کيسې

8 - د فيض محمد کاتب ژوند ليک

9 -  د شهيد محمد موسی شفيق ژوند ليک

10 - د محمد هاشم ميوندوال ژوند ليک

11 -  د غزني غمی د البېروني ژوند ليک او نور  .....

 

لکه چې مخکې ېې يادونه وشوه احمدي له نورو ژبو څخه يوشمير کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي  دي چې د نوموړي دا کار او زيار په ډيرو ستايلو ارزي او د  پښتو په بډاينه او پياوړتيا کې د يادونې وړ کار دی چي له هغه څخه يو هم د معجزې تيږه نومېږي چې يو خورا په زړه پورې ناول دی او احمدي په روانه او خوږه پښتو ژباړلی او د چاپ په ګاڼه پسوللی دی.

 

د ارواښاد احمدي مړينه د پښتو ادب لپاره يوه داسې ستره تشه او خلا ده چې تر مودو 

مودو به ېې  ډکول  مشکل او ناشوني وي او بيا به په ډېره سختۍ داسې ښه ليکوال او خوږژبی قلموال پيدا کړای شو.

 

احمدي صاحب يو دروندرښتينی او مهربان انسان و او له هرچا سره به يي په ډېره مينه او پراخه تندي راشه درشه کوله او ستر رب پرې د ښه خوی او نيکو اخلاقو ځانګړې پېرزوينه کړې وه.

 

زه په دې ستر غم کې د مرحوم د کورنۍ له ټولو غړو, خپلوانو دوستانو او د شعر او ادب مينه والو سره ځان برابر شريک ګڼم او ټولو ته د خپل ژور خفګان خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوم او د زړونو صبر ورته غواړم.

 

الله ج دې د ارواښاد غمجنې او ويرجنې کورنۍ ته  اجرونه او ثوابونه ورکړي او له نورو غمونو او مصيبتونو دې خوندي وساتي.

 

ښاغلي ليکوال ته له ستر رب څخه د بښنې دعا کوم او د فردوس جنت ورته غواړم.

پر ګور ېې نور او رحمتونه شه.

په مخه ېې ګلونه

د فيسبوک پر پاڼه د احمدي صيب وروستۍ ليکلی شوې څو کرښې:

''پښتانه یوازې د هدېرو د ځمکو د اخیستلو له پاره یوه خوله او یو اتفاق دي. هر قوم په ګډه پیسې واچوي، هدېرې ته څو جريبه ځمکه واخلي، کال وروسته هديره ډکه وي، د نوې هدېرې له پاره له سره پیسې ټولې کړي

پښتون د ژوند له پاره هېڅوخت داسې په یوه خوله نه و، نه دی او نه به وي. که وای، 

زړې هدېرې به دومره ژر نه ډکېدې.''

 

دا یاران لکه ګلونه دبهار دی

دخزان په تاو رژيږي دریغه دریغه

 

دا هم د ښاغلي  احمدي يوه لنډه کيسه هيله ده له لوستلو يي خوند واخلئ او ليکوال په دعاوو کې ياد کړئ:

 

زیارت

 

سوړ باد د ماشومې پر چاودې بغور ولګېد. ځوانې ښخې زړه چادري پرې واچوله. د وړې نجلۍ غونچه، جړ وېښته د چادري له پرې شوي ځایه را ووتل

ښخې د ماشومې غږ واورېد

-ابۍ! پټېدا مې ښه نه ده

ښځې ورو وویل

-ناروغه کېږې

وړې نجلۍ څه ونه ویل. شېبه وروسته يې چادري له سره پورته کړه. د ښځې تندی تریو شو.

 نجلۍ وویل

-خو تا راوستم. ویل دې چې راتګ دې د خلکو زړونه نرموي. شاید کوم یو خپل جېب ته لاس کړي

ښځې سوړ اسویلی وایست. یوه لاروي ته يې لاس ور وغځاوه، په خواره خوله يې وویل

-ها وروره! د خدای روی مې دروړئ، ماشومان مې وږي دي. یو لسګون خو راکه

سړی مخامخ سر لوڅې زیارت ته ننووت. تر قبره راګرځېدلې شنې کتارې ته يې سلګون ور واچاوه

نجلۍ ورو وویل

-هاغه ماشومان لري!

ښځې په بل لاروې پسې ناره کړه. چاودې رغوی يې هماغسې په هوا کې تش پاتې شو

ماشومې وویل

ـ ماشومان يې شته؟ 

ښخې ور وکتل

ـد چا؟!

-ها قبر! ته ورته وګوره، د شنې کتارې مینځ له پیسو ډک دی

د ښځې ټنډه تروه شوه

ـزیارت نوماشومان له کومه کړل

دوړه راغله، نجلۍ اخ کړل، ښۍ سترګې ته يې لاس ونیو. ښځې په بېړه ور وکتل، د نجلۍ له پزې رڼې اوبه را تويې شوې

ښځې وویل

ـسترګه دې خلاصه که

ماشومې په ژړغوني غږ وویل

ـنه کېږي. سوځي

ښځې د نجلۍ سترګه په خپلو دوو ګوتو خلاصه کړه، سرې سترګې ته يې ور پو کړل. نجلۍ غبرګې سترګې پټې کړې. ښځې د خپلې چادري یوه نرۍ ګونځه په دوو ګوتو کې ونیوله، د نجلۍ پر سترګې يې ورتېره کړه. ويې ویل

-لاړه شه. هالته پر سمڼت کېنه. هلته دوړه نه پورته کېږي

نجلۍ ورو وویل

-خو تا ویل چې په همدې خاورو کې ناسته راته ښه ده. دلته لا خوار ښکارو

ښځې څه ونه ویل

د نجلۍ سپېرې شونډې وخوځېدې

ـابۍ، ته به نه يې خبره، ماشومان به يې وږې وي

ښخې ور وکتل، نجلۍ په پیسو کې پت قبر ته کتل

ښځې وویل

ـخلک وايي چې دا زیارت ډېر پخوانی دي. درې، څلور سوه کاله يې وتلي دي، څوک به يې نه يي پاته

ـنو دا خلک ولې پیسې ور اچوي. دا خو مړ دی. مړی پیسې څه کيي!  

د ښځې ټنډه تروه شوه

ـچټياټ مه وایه. وبه دې وهي

ـڅوک؟ 

ـزیارت

نجلۍ تر دېره غلې وه. وروسته يې په خواره خوله وویل

ابۍ! کاشکې مړه وای، زیارت به دې راباندې جوړ کړی وای. ته او کوچینۍ خور خو به مې په نس ماړه واست.

د ښځې سترګې له اوښکو ډکې شوې. د وړې ماشومې سر يې پر خپل ټټر پورې ولګاوه. یوه لاروې ته يې خوله جینګه کړه

-ها وروره! زوی مړی مه شې. د یوې وچې ډوډۍ پیسې خو راکه

سړی مخکې لاړ، قبر ته ودرېد. بټوه يې را وایسته

ماشومې سوړ اسویلی وایست:

-کاشکې زه زیارت وای.  

پای

۲۰۱۹ کال د نوامبر ۲۳ مه

 

-
بېرته شاته