(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رحمت شاه

[16.Jul.2022 - 15:37]

رحمت شاه سائل د امين ګل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. رحمت شاه سايل لس ماشومان لري . او لا پخپل کلي کې اوسي.

 

زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. له ماشومتوبه يي د ورځپاڼو له لوستلو سره مينه پيدا شوه او تل به يي لوستلې. تر دې چې ليکل او لوستل يي پوره پکې زده کړل او بيا خو يي وروسته آن مقالې هم ورته ليکلې.

 

رحمت شاه سايل د خپل د عمر لويه برخه، په خپل کلي کې د درزي په توګه تېره کړې

 د باچاخان په مرکز کې د پښتون مياشتينۍ مسئول مدیر تیر شوي دی.

رحمت شاه سايل له ماشومتوب نه په شعر وييلو پيل کړی. هغه خپل لومړنى شعر په ١٣ کلنۍ کې ووايه او بيا يې شل کاله وروسته خپل لومړنى کتاب چاپ کړ. د نوموړي ګڼ شمېر شعرونو نه سندرې جوړې شوي چې د ډېرو سندرغاړو لخوا وييل شوي.

چاپ شوي آثار

 

د رحمت شاه سايل تر ډېر کتابونه خپاره شوي چې د هغه د ټولو خپرو شوو کتابونو لړليک په لاندې توګه دی:

 

د وير په چم کې وار د نغمو دی - شعري ټولګه

د لمبو په سيوري - شعري ټولګه

د ښايستونو د سپرلي بادونه - شعري ټولګه

درد چې د څړيکو څانګې وسپړلې - شعري ټولګه

د وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري؟ - شعري ټولګه

تا له تصوير په ګلاب جوړ کړم که نه - شعري ټولګه

د چينارونو نه لمبې ووتې - شعري ټولګه

حالات چې اور اوروي - شعري ټولګه

ته به په خپل تصوير کې څوک ځايوي - شعري ټولګه

زه د خزان د پاڼې پاڼې سره ورژېدم - شعري ټولګه

آخري سندره - افسانې

حالات چې اور اوروي - شعري ټولګه

ريبار ـ د شعرونو لومړۍ ټولګه.

سره بڅري ـ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.

د ثقافت تاريخي بنيادونه ـ نثر

ټپه که ستاينه - نثر

هر تصوير زما تصوير - مقالې

خبرلوڅ تصويرونه - مقالې

په في الميزان کې د هېواد معنوي اړخونه - نثر

 

د شعر يوه بېلګه

غزل

چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي

چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي

راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه 

چې په ظالم زړګي دې پاتې ارمانونه نشي

بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې مينې 

بيا چېرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشي

په دُعاګانو مې د خوږ زړګي دردونه نه ځي 

څو چې ښېرې د شونډو تړم ټکورونه نشي

وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو 

په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نشي

د نظر غشي مې په زړه باندې په پام اوروه 

چېرته زخمي پکې دا ستا نازک يادونه نشي

خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې

اورونه مه چېړه لوګي دې پرې فکرونه نشي

ويده دنيا ای د (سائل ) قلمه مه لړزوه 

د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي

 

-
بېرته شاته