(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعلي وزیر

[15.Jul.2022 - 13:18]

 15.07.2022کراچی عدالت کې د علی وزیر دریم کیس کې ضمانت وشو.

اوس یو کیس پاتې شو چې په 19 جولائی به ئې اوریدنه شی.

د علي وزیر پرضد روانه دا مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د کراچۍ د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.

د روان کال د فرورۍ په میاشت کې په ياده مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د علي وزيرد ګرفتارولو حکم کړی وو.

علي وزير ته د پاکستان سپريم کورټ او سيند هايکورټ په دوه مقدمو کې ضمانتونه ورکړي، په یوه مقدمه کې يې د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوې او درېمه مقدمه يې روانه ده اورېدنه يې کيږي.

کراچۍ کې د علي وزير پرضد جوړې مقدمې

د 2018 مقدمه

علي وزیر ته چې سيند هايکورټ په کومه مقدمه کې ضمانت ورکړی، دغه مقدمه په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت جوړه شوې چې دوی د پي ټي اېم د جلسې دپاره کمپاين کولو.

په دې مقدمه کې په علي وزير فرد جرم لګول شوی، او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت پکې په 15 فرورۍ د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو.

د 2020 مقدمه

علي وزیر په لومړي ځل د کال 2020 د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي کړی شوی وو، په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د تير کال د نومبر په 30 د هغه ضمانت منظور کړی وو.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړې وې.

د علي وزیر پرضد چې د کال 2020 مقدمه په عدالت کې روانه وه، د دغه مقدمې د اورېدنې په مهال د کال 2018 په مقدمه کې د هغه ګرفتاري تېر کال د جون په مياشت کې ښودل شوې او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد په لسم نمبر عدالت کې پرې بيا دغه مقدمه روانه وه.

د 2019 مقدمه

او د کال 2018 د مقدمې د اورېدنې په مهال د هغه په بله مقدمه کې ګرفتاري ښکاره کړی شوې وه، دغه بله مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.

په ياده مقدمه کې د پي ټي اېم يو فعال عالمزېب مسيد نيول شوی او بيا د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د عالمزېب مسيد د ضمانت خواست رد کړی او په 16 ستمبر 2019 سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو.

د علي وزير د خوشي کولو دپاره پي ټي اېم د روان کال د فرورۍ د 13 نه تر اتم مارچ پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت کړی وو، دغه پرلت وروسته له هغې د يوې مياشتې دپاره ځنډول شوی چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي وؤ سيند حکومت ورسره مذاکرات کړي او د دوی د غوښتنو منلو باور يې ورکړی دی. (فراق)

-
بېرته شاته