(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لنډه کیسه او ستاسو درک

[15.Jul.2022 - 13:12]

لنډه کېسه

لیک: سید عبیدالله نادر

 

د شیخ ابو سعید ابوالخیر رحمت الله علیه یوه لنده کیسه

شیخ ابو سعید ابوالخیرعلیه رحمه چې زړه یې د معرفت په نور روښانه وو ، او د روښانه زړه او شور خاوندان یې ،د خپلو اشعارو څخه ښه پیژندلی شي ،چې هر شعر یې د صاحبدلانو زړونو ته رڼا بخښي .

نو وایي چې مشهور عارف شیخ ابو سعید ابوالخیر څو درهمه جمع کړي وو ، یا راغونډ کړي وو ، چې پر هغي د حج د فریضی د ادا کولو مصارف پوره کړي ،نو د یو کاروان سره یو ځای شو ،او داچې د سورلي د پاره یې وسه نه درلوده ،چې یو حیوان کرایه کړي ،په همدې ډول د کاروان سره یې په پښو مزل کوۍ ،تر څو کاروانیان د سټریا د رفع کولو د پاره یو ځای کې تم شول ،شیخ ابوسعید د لرګیو او خځلو د جمع کولو د پاره د کاروان په شا اوخوا کې بوخت شو ،د یوې ونی لاندی یې یو سپین ږیری کس ولیده ، چې جامی یې ډیری زړې او شلیدلي دي ،دهغي د احوال څخه یې پښتنه وکړه ،هغه ورته شرح ورکړه ، د احوال په پښتنو او ګرویږنو کې شیخ اوبو سعید دا ټکی یې د ده د وینا څخه درک کړ ، چې د بیکارۍ او خجالت له وجهی څخه خپلو بچیانو په وړاندی یې دلته پناه راوړي ، او څو ورځي کیږي چې ماشومان یې ، او دی پخپله وږی دی ، نو شیخ څو درهمه چې په ملا کې تړلي وو ،هغه یې   راویستل ، او ورته یې ورکړل، اووې  وویل : لاړ شه د خپلو بچیانو او خپل خرڅ دي پرې وکړه ،بینوا سړي ورته وویل: زما رضایت نه دی ،ځکه ته په سفر د حج کې یې او کم خرڅه کیږې ،تا ځان پوره بی خرڅه کړ تر څو زه د خپلو ماشومانو د پاره نفقه برابره کړم ،شیځ ورته وویل : زما حج ته وي ، او که زه اوه ځلي ستا له شاه او خوا(دور و بره) څخه وګرځم ،دا به ډیره غوره وي ،نسبت و هغي ته چې اویا ځلي د هغي بنا څخه تاو راتاو شم ،

 -------------------

 

 

ستاسودرک

لیک: سید عبیدالله نادر                  

هر څوک د دې توان نه لري ، چې بل انسان له دننه ضمیره څخه درک کړي ، یا وپیژني د انسانانو د درک او دهغوي د نیتونو د درک د پاره هم خاص مخاطب په کار دی ،کله په خپل کورنۍ کې هم تاسی څوک نه پیژني ، یعنی څرنګه چې تاسي یاست،او تاسي په خپله کورنۍ کې هم ځان بیګانه احساسوۍ ،په کومه بڼه چې تاسي په خپله یاست او یا تاسي سره نیک او بد تصورات موجود دي ، او یا هغه څه چې په تاسی کې دي ، هغه هر سړی نه شي لیدای ،او ستاسي د ضمیر او د باطن د روښنایی درک نه شي کولای او یا هغه نه شي احساسولای او دا درک هغه کسان کولای شي ، چې تاسي د زړه له کومی پیژني ،او تاسي سره روحي تړون لري ،ځیني وخت په ټولنه کې سړی خپل ځان ډیر یواځي احساسوي

-
بېرته شاته