(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان د پاکستان

[08.Jul.2022 - 16:47]

د هند د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې سوشما سوراج د خپلو ياداشتونو پۀ کتاب (افغانستان د پاکستان د مذهبي جنګ په لمبو کې) پۀ ۱۸۲ پاڼه کې ليکي:

کله چې د وزیر اکبر خان تپه باندې د افغانستان ملي بيرغ د هسکولو د پرانستې مراسمو ته کابل ته تللې وم، نو خوست ولايت کې مو د هوايي ډګر پروژه هم د افغان دولت سره لاسليک کړه، ماښام ناوخته د ډاکتر عبدالله زنګ راغی او د ملاقات غوښتنه يې وکړه، ما هم سبا د ورځې د ليدو لۀ پاره وخت ورکړ.

کله چې سبا شو، هندي سفارت کارو سره د ليدنو وروسته د ډاکتر عبدالله سره د ليدو نوبت شو او هغه هم د بهرنيو چارو په وزارت کې مخکې نه د ليدو لۀ پاره رارسېدلى ؤ، د ملاقات د رسمي ستړي مشي نه وروسته ډاکتر عبدالله سمدستي د خوست د مېدان هوايي پۀ اړه وپوښتل او غوښتنه يې کوله چې دغه مېدان دې د خوست پۀ ځای، شمالي ولاياتو کې جوړ شي او دليل يې دا ؤ چې دغه ډېره لويه پروژه ده او د خوست امنيت ډېر زيات خراب دى، د مسخرې پۀ ډول يې وويل چې هلته کوچيان اوسېږي، د مېدان هوايي پۀ ځای به مو ورته پنځه، پنځه پسونه ورکړي وو او بيا يې د پښتنو پۀ کلتور او د ژوند پۀ طرز لنډ غوندې سپکوونکى او خندوونکى نظر هم ورکړ.

ما يې هم خبرې اورېدې او د دغه سړي په لويه چوکۍ کيناستل مې تعجب ګڼلو!

د عبدالله دويمه غوښتنه هم عجيبه وه! ويل يې چې هند ته بايد د دري ژبو متعلمينو د سکالر شيپونو تعداد زيات شي او دليل يې دا ؤ، چې تروريستان او طالبان ټول پښتو ژبي دي او مونږ دري ژبي چې واړه ټول قومونه پکې موجود دي، د دغو وحشي پښتنو مقابله کوو او قرباني ورکوو .

زۀ ډېره زياته حېرانه شوم خو ډېره خفه هم شوم چې افغانستان د بهرنيو دښمنانو سره، سره بې شمېره داخلي دښمنان هم لري، څوک چې تر اوسه پۀ حکومت کې غټې، غټې چوکۍ لري خو لا د قبايلي او قبيلوي فکر سره خپل سياست پۀ مخ وړي

.

د هند د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې سوشما سوراج !

د خپلو ياداشتونو پۀ کتاب

 (افغانستان د پاکستان د مذهبي جنګ په لمبو کې

پۀ ۱۸۲ پاڼه کې ليکي:

 

کله چې د وزیر اکبر خان تپه باندې د افغانستان ملي بيرغ د هسکولو د پرانستې مراسمو ته کابل ته تللې وم، نو خوست ولايت کې مو د هوايي ډګر پروژه هم د افغان دولت سره لاسليک کړه، ماښام ناوخته د ډاکتر عبدالله زنګ راغی او د ملاقات غوښتنه يې وکړه، ما هم سبا د ورځې د ليدو لۀ پاره وخت ورکړ.

کله چې سبا شو، هندي سفارت کارو سره د ليدنو وروسته د ډاکتر عبدالله سره د ليدو نوبت شو او هغه هم د بهرنيو چارو په وزارت کې مخکې نه د ليدو لۀ پاره رارسېدلى ؤ، د ملاقات د رسمي ستړي مشي نه وروسته ډاکتر عبدالله سمدستي د خوست د مېدان هوايي پۀ اړه وپوښتل او غوښتنه يې کوله چې دغه مېدان دې د خوست پۀ ځای، شمالي ولاياتو کې جوړ شي او دليل يې دا ؤ چې دغه ډېره لويه پروژه ده او د خوست امنيت ډېر زيات خراب دى، د مسخرې پۀ ډول يې وويل چې هلته کوچيان اوسېږي، د مېدان هوايي پۀ ځای به مو ورته پنځه، پنځه پسونه ورکړي وو او بيا يې د پښتنو پۀ کلتور او د ژوند پۀ طرز لنډ غوندې سپکوونکى او خندوونکى نظر هم ورکړ.

ما يې هم خبرې اورېدې او د دغه سړي په لويه چوکۍ کيناستل مې تعجب ګڼلو!

د عبدالله دويمه غوښتنه هم عجيبه وه! ويل يې چې هند ته بايد د دري ژبو متعلمينو د سکالر شيپونو تعداد زيات شي او دليل يې دا ؤ، چې تروريستان او طالبان ټول پښتو ژبي دي او مونږ دري ژبي چې واړه ټول قومونه پکې موجود دي، د دغو وحشي پښتنو مقابله کوو او قرباني ورکوو .

زۀ ډېره زياته حېرانه شوم خو ډېره خفه هم شوم چې افغانستان د بهرنيو دښمنانو سره، سره بې شمېره داخلي دښمنان هم لري، څوک چې تر اوسه پۀ حکومت کې غټې، غټې چوکۍ لري خو لا د قبايلي او قبيلوي فکر سره خپل سياست پۀ مخ وړي.

*دهندو اخبار مشهور ليکوال "ساونت راش اچاريه" د انګليسي ژبې نه ژباړل شوى مضمون (کاپی د ښاغلي اجمل له واله)

دهندو اخبار مشهور ليکوال "ساونت راش اچاريه" د انګليسي ژبې نه ژباړل شوى مضمون ( اجمل)

-
بېرته شاته