(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېر روښان

[08.Jul.2022 - 16:45]

 

پير روښان 

لیک: نور اپرېدی

پير روښان چې اصل نوم ٸې بايزيد انصاري وو ـ د پير روښان د پلار نوم عبد الله  وو ـ پير روښان  په 1525ء  خواشا په جالندهر هندوستان کښې پيدا شو ـ دې وخت کښې د بابر فوځونو  ابراهيم  لودهي چې پښتون باچا ګڼلے شي ماتې ورکړه او پښتانه در په ديکه شو ـ په دې وخت کښې پير روښان  هم  وزيرستان کاني ګروم ته راځي  او دلته د ميرې مور سره ديره کيږي ـ وٸيلے  کيږي چې د ميرې مور د پير روښان سره نه لګيدله او په پير روښان باندې ٸې غله الزام اولګول ـ پير روښان  چې کله د شپاړسو اولسو کالو شو نو  د پير په لټون کښې اووتل خو څوک کامل پير ٸې اونه موندل او آخر ٸې د خپل د تره ځوي اسماعيل نه بيعت اوکړو ـ  خو پلار ٸې يعني عبدالله ورسره  په دې مخالف شو ـ  خپلو کښې ٸې مخالفت تر دې  حده ورسيدل چې  وٸيلے  کيږي چې پلار  ځوے يعني پير روښان په چاړو اووهل او پير روښان کور کلے پريښودل ـ پيروښان څه وخت پس پينځه کاله په چيله کښې کيناستو او چې کله ٸې چيله اوويسته نو د پيرې اعلان ٸې اوکړو او داسې ډير خلق د پير روښان مريدان شو ـ ځنۍ ملانو په پير روښان باندې د کفر فتوې هم ورکړې خو پيروښان راوان سيند وو هغه چا کله ايسارولے شو ـ   د پير روښان په مريدانو کښې د سړو سره سره ښځې هم وې  چې د پيروښان نه ٸې بيعت کړے وو ـ پيروښان چې کله په خپل کلي خواشا کښې ښه ډېر مريدان پيدا کړو نو په نورې پښتونخوا باندې ٸې هم وزرې خورول غوښتل او داسې  تر هشتنغره پورې راخور شو ـ کله چې ٸې پيري په اپريدو شنوارو ، بنګښو او يوسفزو کې خواريدل شروع شوه نو دا پيري نورو جعلي پيرانو نه شوه زغملے او داسې په پيروښان بابا باندې ٸې د کفر  او مرتدۍ فتوې شروع کړې ـ  اول خو مغلي حکومت  دې اړخ ته څه خاصه توجو نه کوله خو چې کله ورته پته اولګيدله  چې يو سړے دے او د پښتنو د نغري مړو ايرو نه پوکي ورکوي نو هله ورته پته اولګيده او داسې د پيروښان د ناکامه کيدو دپاره ٸې څه ملان پيدا کړو چې د پير روښان چې کوم تحريک دے دا ناکامه کړي ـ

دا خبره دې ياده وي چې اول پيروښان تر مذهبه پورې محدود وو او په پښتنو ٸې صرف تصوف پيژندل ـ د تصوف نه اوس وخت کښې پښتانه نه دي خبر نو هغه وخت خو لا څه کوې نو ـ 

چې کله د پيروښان تحريک زور  نيسي نو يو دوه  پيران ورته پتون ټپوي چې دا کوم تحريک ٸې چې دے چې دا ناکام کړي دا دوه څوک دي يو پير بابا چې اصل نوم ٸې علي ترمذي دے او بل اخوندرويزه  چې د هزار خوانۍ هديره کښې ٸې مزار دے ـ  د پوهان په مينځ کښې لا دا خبره سپينه شوې نه ده چې د پير بابا او اخوندرويزه   په شا د مغلي حکومت  لاس وو اوکنه يعني پير بابا او اخوندرويزه  دا دواړه مغلي حکومت  د پيروښان د تحريک تحريک  د ناکامه کيدو دپاره راپوته کړي وو ـ خو ځنۍ پوهان واٸي چې دا دواړه د پير روښان سره د مذهب اختلاف لري نه چې د سياست ـ 

خير چې هر څه وي خو  د پير روښان د تحريک تحريک  په ناکامه کيدو کښې د دې دواړو يعني د پير بابا او اخوندرويزه  ښه غټ لاس دے ـ  او دا خبره هم زما په خيال سمه ده چې د دې دواړو روستو  د حکومت  لاس خامخا وو ـ د اخوندرويزه   د مغلي حکومت  سره راشه درشه وو که څوک پرې هسې پرده راچوي هغه بيله خبره ده ـ 

د پيروښان او د اخوندرويزه  ترمينځه مناظرې هم شوي دي ـ

که مونږ د اخوندرويزه  کتاب مخزن السلام   اوګورو نو په هغې کښې د پيروښان بابا دپاره دومره سپک لفظونه استعمال شوي دي چې د يو عالم د خولې نه داسې خبرې راووتل ډېره بده ده ـ خو د پيروښان بابا په يو کتاب کښې هم نه د پير صيب يعني علي ترمذي ذکر شته اونه ٸې د اخوندرويزه  په حقله  څه وٸيلي  ـ 

 

پير روښان هغه وخت د مغلي حکومت  خلاف تورې ته لاس کوي چې کله د توٸ  افغانان يعني پښتانه مغل اوټکوي او د پيروښان د ګرفتارې پسې مغلي سپاهيان راشي ـ نو پيروښان بابا هم تورې ته لاس کړي او د مغل حکومت  خلاف په جار چغه اووهي او مغلو ته په اول جنګ کښې شکست ورکړي خو پيروښان بابا يو څو کاله پس وفات شي او دا تحريک د ده ځامن نمسي  په مخکښې  بوځي  دا تحريک د مغلو خلاف۔  تر اتيا سلو کالو پورې اوچليږي خو د پښتنو په بې اتفاقو باندې سر اوخوري ـ 

 

د روښاني تحريک نه پښتنو ته ډيرې ګټې رسيدلې دي ـ۔  يو اړخ ته که دې تحريک پښتو ژبې ته  يو موړ  ادب ورکړے دے او د ارزاني خويشکي او د مرزاخان انصاري غوندې لوٸ لوٸ شاعران ورکړي نو بل اړخ ته پښتانه ٸې د تصوف سره اشنا کړل ـ بل اړخ ته په پښتنو ٸې سياست اوپيژندل که هر څو دا سياست يو ناکامه ثابت شو خو بيا هم  پښتنو ته ٸې د ازادې چل ورزده کړل ـ بل که مونږ اوګورو نو د نثر چې کوم ړومبنے کتاب دے نو هغه هم د پيروښان بابا خيرالبيان  دے  ـ بل پيروښان بابا د پښتو مخصوص توري هم وضح کړل ـ 

پيروښان بابا  د خوشحال بابا په رڼګ که يو اړخ ته د قلم خاوند وو نو بل اړخ ته ٸې پښتنو ته تورې هم وهلې دي که هر څو ژوند ورسره وفا اونکړه او زر د دې جهانه  لاړ ـ 

د پيروښان بابا ګڼ کتابونه دي چې دا يوڅو ٸې ما ليدلي دي لکه ـ۔  خيرالبيان  چې په څلورو ژبو ده ـ حالنامه چې نيم پيروښان بابا او نيم علي محمد مخلص ليکے دے ـ مقصودامٶمنين ، لسانالغيب، صراط التوحيد ، او داسې يو څو کتابونه نور دي ـ 

د پيروښان بابا د قبر په حقله اختلافات دي څوک ٸې بنو کښې ښاٸي څوک ٸې وزيرستان کښې او څوک ٸې هشتنغر خو لا سمه پته نشته ـ 

 

نوټ :_زما د دې ليکنو نه مراد عام پښتون وګړے د اصل تاريخ نه خبرول دي ـ 

 

نور اپريدے

-
بېرته شاته