(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ولس فقر

[08.Jul.2022 - 16:28]

د  ولس فقر اکتسابي عمل دې ؟

لیک: مولانا خانزېب

اقتصاد په لغت کښې د مینځ لار ته وائل شي په اصطلاح کښې ،علم الاقتصاد ، هغه علم دی چې  د دولت سرماېه او مالدارۍ زېږولو مناسب لارې چارې د سرماېه سم کارول او د سرماېه د برباد کېدو حقيقي لاملونه په ګوته کړي او د دولت د وسائلو نه بحثونه کوي .

د نړۍ هره نظريه کلتور هله ممکنه پرمختګ کولې شي چې شاته ئې کوټلې اقتصادي توان موجود وي د پرمخ تللي اقتصادي نظام نه پرته د هيڅ کم نظام پاتي کېدل مخکښې تلل د انساني ټولنې باور په ځائې کول ممکن نه دي .

 

د وخت واکمن د خدائې خليفه وي خدائې د روزې ژمنه کړې خو که څوک د روزې نه بې برخې وي نو هم دغه د وخت واکمن خليفه ګرم دې ځکه چې ده د خلافت حق سم ترسره نه کړو  .

که لوږه او قحط وي نو د مصر په واکمنې کښې د خليفه ذمه واري د حضرت يوسف د حسن تدبير په شکل کښې شتون لري قرآن دا نه وائي چې حضرت يوسف د روزې ذمه وار نه دې ېا  رزوي رسان خدائې دې بلکې د ممکنه فقر په مقابل کښې قرآن د حضرت يوسف د اولس د فقر لپاره حسن تدبير او واکمني ستائي  هم دغه تدبير د اوس وخت ،علم الاقتصاد ، دې که چرته مونږ د واخت واکمن د اولس د روزې په غاړه پړ اونه ګنړو نو بېا د استخلاف معنا جوړېدل ګرانېږي فقر که اکتسابي عمل نه وې نو رسول الله ص به د لوږې نه پناه نه غوښتې ېو حديث کښې وائياللھم انی اعوذ بک من الکفر والفقر  (ابوداؤد )

ژباړه : اې خداېه ! زه پتا د کفر او فقر نه پناه غواړم .

د اسلام د اقتصادي تشریحاتو په اړه په ځائې ددې چې ېو انسان ځان د علم الکلام د تشریحاتو په رڼا کښې د ،مشيت ،او رضا ، په حقيقي مفهوم ځان پوهه کړو مونږ د ځان د جوړ شوو ګډوډ تغبيرونو  ښکار شو هم دغه راز د نرخ ګرانېدلو په اړه هم د حديث تشريح خود ساخته وائل شي حالانکه حقيقت دادې چې اسلام د ېو څه نرخ په ،طلب او رسد ، پورې تړي چې دغه د وخت د بازار تعين کار دې.

 

اسلام هم د انسان  اقتصادي اړخ ډېر ټينګ په پام کښې نيسي اقتصاد او ژوند لازم بولي د هر وخت د اقتصادي تشریحاتو په اړه خپل د موافقت اصول وړاندې کوي مولانا عبېد الله سندهي وائي چې اسلام سرماېه شکن مذهب دې د دولت د څو لاسونو په شکل کښې د دولت د ارتکاز او د انساني ځبېښاک سخت خلاف دې د زکات نه راواخله تر د صدقاتو اتفاق او ميراث په شکل د انساني دولت وېش راولي.

دا کم خدائي حکم نه دې چې غريب دې ورځ تر ورځ غريب کېږي او مالدار دې ورځ تر ورځ نور شتمن کېږي په اوس وخت کښې په انساني ټولنه کښې د ،معاشي ناهموارې ،لوئې لامل سرماېه دارانه نظام دې په ېواځې د بل ګېټس دولت د نړۍ د اتيا بې وزله هېوادونو نه ډېر دې ېواځې د امريکا پوځي بوديجه د څه کم دوه سوه هېوادونو د ټول دولت برابر ده .

 

علم الاقتصاد ېو اجتماعي وي ېو انفراديارزښت د اجتماعي دې ځکه د افلاطون نه راواخله تر اوسني وخت پورې  ،cassal,  mill,  ,Smith , D recardo, John, Karl markx ,  پورې خلکو ډېر علمي تدقيق نظر وړاندې کړې او پدغه فکرونو ډېر نړۍ وال پاڅونونه هم شوي  .

څومره هم چې اقتصادي نظرونه او د هغې په نتيجه کښې بشپړ عملي ګامونه اخيستل شوي تراوسه پورې د ،معياري معيشت ، حقيقت تش خوب دې او انسانيت د بې وزلې او غريبې سره نن هم مخامخ دې په اتهه اربه انسانانو کښې څلور ارب ته ژوند ژواک بنیادي آسانتیاوې نشته د نړۍ د نيم نه زيات دولت د 2755 ارب پتي خلکو په لاس کښې دې  هر اوولس ګهنټې پس ېو ارب پتي زياتېږي خو په لکونو خلک د نېستې د کرښې نه لاندې لوېږي .

 

د نړۍ په سر ېو سلنه ډله د انساني وګړو په مالي توګه شتمن ګنړل شي د امراؤ پدغه ډله کښې د برخه وال کېدو لپاره پينځه لاکهه ډالر ېا اووه کروړه پاکستانې روپې پکار وي دغه د شتمنو ډله تر اوسه د نړۍ په اتهه اربه انسانانو کښې فقط درې کروړه اوېا لاکهه خلک دي .

 

د نړۍ د ټول دولت اتهه اتيا سلنه برخه فقط د څليرشت شتمن هېوادونو د خلکوسره ده پدغه هېوادونو کښې د نړۍ فقط څورلس نيم سلنه خلک اوسي داد سرماېه دارانه نظام دننه هغه تضادات دي چې په نتيجه کښې دا نظام به پخپله راړنګ کېږي ځکه چې ټول په ټوله په انساني ځبېښاک ولاړ دې.

 

مولانا مناظر احسن ګيلاني د ابوبکر جصاص په حواله ليکي د دنېا د شتو نه کرکه څنډه  کول  دنېا محنت پرېښودل د آخرت د نعمتونو نه کرکه ده د لذائذو پرېښودل هيڅ د ثواب عمل نه دې ګيلاني صېب زياتوي اسلام معيشت ګرېز خوئي په کلکه رد کوي د اقتصاد د کرو وړو نه څنډه کول داد دين سره تضاد ګنړل د فسق او رهبانيت په لور تلل دي هغه رهبانيت چې د اهل کليسا په شکل کښې اسلام په کلکه رد کړې .

مناظر ګېلاني د قرآن ددې آېت لاندې ،ليس للانسان الا ما سعی ، په تشریح کښې  ليکي اسلام د سرماېه ګټلو او محنت کړاؤ غوښتنه کړې چې هر انسان ته به دهغه د محنت په څېر بدله ميلاوېږي .

 

د يوسف ع د عزيز مصر نه غوښتنه ،اجعلني علی خزائن الارض  انی حفيظ عليم ، په حقيقت کښې د اقتصادي تنظيم او کوټلې تګ لارې دليل دې چې ېو د ځمکې کرنه ساتنه او دوئم ددغه اقتصادي تنظيم پوهه او علم دې ،ځمکه ، سرمایه ، محنت ، او نظم اجتماعي ، هغه نړۍ وال ، factors of production ,  دي چې د نړۍ والو اقتصادي مازغه ورته د ټولنيز اقتصاد د پرمختګ او بقا په لور په زرګونو کلونو کښې رسېدلي چې نتيجه ئې په ګڼ اړخيز اقتصادي نظامونو کښې کتل کېږي د لويديځ د کليسا په جبر کښې زېږدلي اقتصاد ګرېز رواېات په اسلام کښې هيڅ ځائې نه لري  .  د قرآن  په سورت زخرف کښې د اقتصادي توان دغه ارزښت ته اشاره شوې .

 

نَحْنُ قَسَمْنَا بَیْنَهُم مَّعِیشَتَهُمْ فِی الْحَیَاةِ الدُّنْیَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِّیَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِیًّا وَرَحْمَتُ رَبِّکَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُونَ.

اسلام هرهغه اقتصادي نظام ښه ګنړي چې د انساني ټولنې د ښېګړې په اساس دا ېو څو خبرې پکښې په پام کښې اونيول شي.

 1==د اقتصادي تفاوت د فطري شتون سره هيڅوک دې د حق المعيشت نه بې برخې نه وي ځکه چې خدائې پاک د معيشت حق د هرچا لپاره مساوي پېدا کړې .

2== په درجات المعيشت کښې دی تفاوت د کم زياتي او بې برخې کېدو پورې نه وي .

3== د څو لاسونو په واک کښې دولت راغونډېدل دې بالکل نه وي کم مال نه چې زکات نه ورکول شي دا هم په احتکار کښې دی  بلکې د ګټې وټې اخيستو دې هرچا ته لاس رسې وي .

4== د محنت او سرماېه ترمېنځ دې توازن وي د چا محنت دې بې ګټې او بې برخې نه وي ځکه سودي لین دين هم منع کړې شوې .

 

د پېغمبر ص په فکر کښې د ښه اقتصادي حالت څومره احساس وو ځکه خو خدائې ته ئې د امت د ښه حالت سؤال کړې وو ، اللهم انهم حفاة فاحملهم اللهم انهم عراة فاکسهم اللهم انهم جياع فاشبعهم ، اې خداېه ! زما امت ښپې بل دي سورلي وکړئ بربنډ دي جامه ورکړئ وږي دي ماړه ئې کړئ ، 

ېو ورځ څه د بل دين مذهبي خلک ښپې بل بې جامې په کمبلو کښې پټ   د رسول الله ص خواته رالل چې کله دغه حالت کښې دا خلک رسول الله ص اوليدل نو حضرت جابر  وائي ! فتمعر وجه رسول الله ص ، نو د خپګان نه ئې د مخ رنګ بدل شو زر کورته لاړې چې دې خلکو له څه راوړي څه ئې اونه موندل حضرت بلال ئې رؤغوښت وائل خلک راغونډ کړه دې خلکو له چنده اوکئ چې څه راغونډ شو هغه خلکو ته ئې ورکړل حضرت جابروائي  ،فرائت وجه رسول الله ص یتهلل کانه مذهبة ، ما درسول الله ص مخ لکه د سرو د خوشالې ځلېدونکې اوليد .

 

عموما به تاسو د خطيبانو نه ېو حديث اورې چې قيامت راځي نو څه خلک به په سودا روزګار کښې مشغول وي دا حديث خطيبان د ترک دنېا لپاره وړاندې کوي خو مناظر احسن ګيلاني وائي چې دا حديث پدې دلالت کوي چې د قيامت پورې د اقتصاد په کار کښې بوخت اوسه هم دغه راز بل حدیث  دې چې که قیامت راشي ستا سره په لاس کښې بوټې وي نو نال ئې کړه دا پدې دلالت کوي چې تر قيامته کرکرونده او ځمکه کرئ.

کېپټل ازم د انساني ټولنې په ځبېښاک ولاړ دې  سرماېه دارانه نظام په انساني ټولنه کښې د کثرت مصارف په شکل کښې دومره رنځونه جوړ کړي که دا نظام د مېنځه لاړ هم شي ځنې خويونه به د انساني ټولنې برخه وي سوشلزم بدله په قدر د محنت ګنړي خو بدله په قدر د ضرورت د کميونزم په شکل کښې لا ډېر روستو پاتي دې چې د جنت د ژوند تصور دې هر هغه معاشي پرمختګ ګټور ممکن کېدې شي چې ورسره د اخلاقي ارزښتونو پام هم په فکر کښې نيول شوې وي چې د ټولو نه زيات دغه اړخ په اسلام کښې په نظر کښې ساتل شوې خو ددغه اقتصادي پرمختګ او اخلاقي اقدارو ماډل پدې وخت کښې لويديځ دې مسلمانان تشې خبرې کوي د قول او فعل ترمېنځ ئې لوئي تضادات دي  .

 

کارل مارکس وائي ! چې  د سرمايه دارانه نظام بنيادي تضاد هم دادی چې دپېدوار طريقې اجتماعي خو د ملکيت نظام ئې انفرادي دې دغه نظام د انساني وګړو په اجتماعي استحصال ولاړ وي د قامونو انتشار او وېش ددغه نظام ثمرات دي .

 

مولانا خانزېب...

-
بېرته شاته