(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سوات پښتني

[08.Jul.2022 - 15:37]

د سوات پښتني دولت

لیک: سردارولي حقمل

سوات خپل نوم د هندو کش د غرونو نه راوتلي هغه سيند نه اخيستې دی چې په وېدي مناجاتو کېسواستوبلل کېږي. داسې باوردی چې اريايي خلکو دا وېدونه د ميلاد نه ۱۴۰۰ کاله پخوا ويلي و.

په اوومې پېړۍ کې کابل شاهانو په سوات کې ښکلي عبادت خانې، د څار برجونه او کلاگانې جوړې کړې او د سميې نه تېرېدونکې تجارت يې ماليه اخيسته. د دوي کنډوالې اوس هم د مالاکنډ او د سوات درې په خله کې په لاره په سترگو کېږي.

په ۱۹ پېړۍ کې د سوات د نيولو لپاره د پښتنو او مغلو ترمنځ ډېرجنگونه ووشول چې د يو صافي اخوند عبد الغفور په منځگړتوب به پاې ته رسيدل. اخوند د هزارې د غرونو نه بونېر ته کډه شوې و او د روغې جوړې د لارې داسې مقام ته ورسيدو چې د ټولو قبيلو مشرانو په گډه د خپلې سيمې حاکم غوره کړو.

اخوند د اسلامي قوانينو تر مخه دا ټوله سيمه اداره کوله او په ورپسې کلونو کې سوات کې امن راغلو. د اخوند دوه زامن د ده د مړينې نه وروستو په جنگ شول او د پښتنو قامي مشرانو بيا تورې راوويستلې چې تر ډېرې مودې يې د يو بل په وينو رنگولې. په اخر کې دوي ټول واک د اخوند نمسي ( د مياگل عبد الخالق زوې) گل شهزاده عبد الودود ته ورکړو چې مېرمنه يې د چترال د واکمن مرزا افضل الملک لور وه.

په هند کې د مغلو واک چې پاې ته ورسېدو نو سوات او چترال د انگرېزانو په لاس کې شو. دوي د نورو رياستونو په شان سوات هم لکه د يوې نوابۍ وساتلو چې ولايت او د والي لقب يې ورته ورکړو. د انگرېزانو په وخت کې سوات د نورو پښتنو سيمو نه زيات سکولونه لرل.

په ۱۹۴۷ م کې د ميا عبد الودود زوې مياگل محمد عبد الحق جهانزيب د سوات ولايت پاکستان سره يو ځاې کړو خو بيا هم دا لکه پخوا د والي له خوا اداره کيدو. جهانزيب څلور ښوونځي په مينگوره، چکېسار، مټه او ډگر کې او يو کالج په سيدو کې جوړ کړو. ده ۱۴ مډل او ۲۸ پرايمري ښوونځي په بېلا بېلو برخو کې جوړ کړل. په سېدو کې د جينکو سکول او ديني مدرسه هم هغه وخت جوړ شول. په دې ښوونځو کې تعليم مفت و او غريبو شاگردانو سره به مالي مرسته هم کيده.

د سوات واليانو د نورو ځواکمنو کورنيو سره او د سېدانو سره د ودونو د لارې د پاکستان په سياست کې اغېز وموندلو. د جهانزيب زوې اورنگزيب په ۱۹۵۵ م کې د پاکستان د هغه وخت پوځي صدر محمد ايوب خان د لور نسيم سره واده وکړو. دا ولايت په ۱۹۶۹ م کې منحل کړې شو او د پاکستان د نورو سيمو په شان اداره کېږي. سردارولې حقمل مېټاخېل

Sardarwali Haqmal 

08.07.2022

-
بېرته شاته