(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هڅوب/کولتور

[08.Jul.2022 - 15:29]

هڅوب/ کولتور/ کلتور/کلچر څه ته وایي؟

نصیر ستوری

په نړۍ کې پوهان د کولتور بیلا بیل تعریفونه کوي. د یو قام دود دستور، مذهبي عقیده، ژبه، ټنګ ټکور (موسیقي)، کالي، ودانۍ، ادب، ارمانونه، خوبونه، راشه درشه، لنډه دا چې د ټولنیز ژوند ټول اړخونه دهغوۍ کولتور جوړوي.

ارواښاد  ډاکټر راج ولي شاه خټک وايي ،کولتور د یو قام د ژوند تیرولو طریقه وي. کله چې یو قام د خپلو ضرورتونو پوره کولو لپاره لارې چارې جوړې کړي نو کولتور په وجود کې راشي. چې کله د یو قام کولتور ختم شي،نو د هغه قام د ختمیدو خطرې هم پیدا شي.

استاد حبیب الله رفیع بیا وايي،چې  کولتور د یو قام دود دستور، مذهبي عقیده، موسیقي، کالي او د هغوي ټولنیز ژوند دی.

ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دپښتني کولتور په هکله  وایي،چې پښتانه  د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډایي او موړ کولتور خاوندان دی چې پښتونولي نوميږي . پښتونولي د جرګو يو  ولسوليز  ( ډیموکراټیک/جمهوري) سيستم دی، چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دیپښتو يوازې د پښتنو ژبه نده،  بلکې د يو لړ ستاینومونو (صفتونو) ټولګه  ده لکه پت ، ښيګړه ، ميړانه ، توره ، د وطن او خاورې سره مینه، هېواد پالنه ، ورورولي ، ننګ او داسې نور ، چې هر پښتون ئې که موړ وي او که غريب بايده دي،  چې ولري.                                                                             پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده نو ځکه پښتون نيکه خوشال خان بابا وائي :

درست پښـتون له قـندهـاره تـر اټکه 

سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار

نصیر ستوری

-
بېرته شاته