(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوهاند باوري

[08.Jul.2022 - 15:17]

د پوهاند محمد رسول باوري لنډ ژوند ليک

 

نوم: محمد رسول

تخلص: باوري

د زېږېدو کال: ١٣٣٦ش.

د زېږېدو ځایدهراوت اولسوالي- روزګان

د کورنۍ غړي: (مېرمن، دوه زامن، یوه لور)

لوړي زده‌کړي

١٣٦٢-١٣٦٤ش. _ په تاریخ کي ماسټري- کابل پوهنتون

١٣٥٤-١٣٥٨ش. _ په تاریخ کي لیسانسکابل پوهنتون

١٣٤٢-١٣٥٤ش. _ بکلوريا - سیدال خان لېسه - روزګان

دندې:

١٣٩٥ش. _ له ٢٨ جدي څخه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین او سرپرست

١٣٩٤ش. _  د کابل پوهنتون د لرغونيپوهني د څانګي استاد

١٣٩١-١٣٩٤ش. _ د شیخ زاهد پوهنتون رئیس- خوست ولایت

١٣٨٩-١٣٩١ش. _ د کابل پوهنتون د لرغونپوهني په څانګه کي بیا تقرر

١٣٨٨-١٣٨٩ش. _ د وزارت معارف د نصاب ادارې د تاریخ د برخي رئیس

١٣٨٣-١٣٨٧ش. _ د هالنډ د ګروننګین دولتي پوهنتون استاد 

١٣٧٧ش. _ هند ته مهاجرت

١٣٦٠-١٣٧٦ش. _ د کابل پوهنتون، د اجتماعي علومو پوهنځي، د لرغون پوهني د څانګي استاد

پوهاند محمد رسول باوري د لوړو زده‌کړو وزارت د لوایحو او مقرراتو سره سم له پوهیالی علمي رتبې څخه تر پوهاند علمي رتبې پوري رسېدلی دئ.

چاپي آثار:

1. د روښانيانو غورځنګ (د ليسانس دورې مونوګراف) ١٣٥٨ش.

2. اُصول و تحقيقات باستانشناسى، کابل پوهنتون، ١٣٦١ش.

3. باستانشناسى کشورهاى همجوار، کابل پوهنتون، ١٣٦٤ش.

4. باستانشناسى شرق ميانه، کابل پوهنتون، ١٣٦٥ش.

5. اُصول ترميم و بازسازى اثار باستانى، کابل پوهنتون، ١٣٦٦ش.

6. افغانستان در عهد باستان، مطبعه دولتى، ١٣٦٧ش.

7. باستانشناسى ساحوى (اُصول حفريات)، کابل پوهنتون، ١٣٦٨ش.

8. لرغونپوهنه، پرنسيپونه او مېتودونه، ملى موزيم ، ١٣٦٩ش.

9. باستانشناسى مدنيتهاى اوليه افغانستان، 

10. موزيم شناسى و سير موزيم ها در افغانستان، دسپک خپرندويه ټولنه، ١٣٧٤ش.

11. لرغنپوهنه، عملي لاري چاري، د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه، ١٣٨١ش.

12. Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999. Assen: Nederland

13. Samenwerken in Drenthe.2003. Assen: Nederland Archaeologie

14. موزيم پوهنه او په افغانستان کي د موزيمونو لوړي ژوري، د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه، ١٣٨٦ش.

15. لرغونى افغانستان، د ميدان وردګ ولايت د ليکوالو په نوښت، د مڼې ګل مشاعرې په وياړ، ١٣٨٨ش.

16. لرغونې نړۍ(د مقالو ټولګه)، د پکتیا پېژندني سیمینار په مناسبت، ١٣٨٩ش.

17. په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کي نړيوال کلتوري ميراثونه، د افغانستان د علومو اکاډمی.

18. د لرغپوهني بنسټونه، د نشراتو ریاست، لوړو‌ زده‌کړو وزارت، ١٣٩٢ش.

19. د افغانستان د تاريخ پنځوس پاڼي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ١٣٩٢ش.

 

تر ٣٠٠  ډېري مقالې چي په هیواد کي او تر هیواد دباندي نشریو او ویبپاڼو کي خپرې سوي دي.

در بيش از ١٠٠ سيمنارهاى علمى اشتراک کرده. تر ۱۰۰ په ډېرو سیمینارونو کي ګډون

په ۱۳۶۵ش. کال د محمود طرزي مډال کي ئې تر لاسه کړی

سرچېنهقاموسونه ټکی کام

late Mohammad Rasul Bawari

-
بېرته شاته