(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اروما

[18.May.2022 - 15:38]

اروما تېراپي څه ته وایي ؟

لیک: ډاکتر فرېد بزګر

په انګریزۍ کې (aroma) بوي ته وایي، معمولا ښه بوي او په طب کې (therapyدرملنې ته وایي. اروما تېراپي د اجزاو مشخصاتو ته په کتو او له اجزاو جوړ ترکیب اغیز ته په کتو له بوټو په جوړ شوي ترکیب درملنه او د روغتیا ساتنه ده. په انګریزۍ کې ورته (essential oil therapy) نوم هم اخلي. د فزیکي او زهني روغتیا دواړو لپاره کاریږي. اروما تېراپي هنر او ساینس دواړه ګڼل کیږي.

پخواني مصر، هند او چین بوي لرونکي بوټي په درملنه او مذهبي مراسمو کې کارول. د غوړو تقطیر په ۱۰ پېړۍ کې د پارس خلکو پیل کړ. په ۱۶ پېړۍ کې جرمنیانو د بوټو په اړه مالومات خپاره کړل او په ۱۹ پېړۍ کې فرانسویانو د بوټو په درملو د ناروغیو درملنه پیل کړه. په ۱۹ پېړۍ کې ډاکټرانو په کیمیاوي درملو درملنې ته مخه کړه خو په فرانسې او جرمني کې تر اوسه دود پاتې دی او ډیری ډاکټران تر اوسه د بوټو درمل نسخه کوي. د فرانسې عطر جوړونکی او کیمیا پوه (René-Maurice Gattefossé) اروما تېراپي نوم په کال ۱۹۳۷ کې په لمړي ځل په خپل کتاب کې کارولی.

په اروما تېراپي څرنګه درملنه کیږي ؟

د بوي له لارې او په پوستکي د کارولو له لارې په اروما تېراپي درملنه کیږي، د کارونې لپاره په خپرونکی یا شیندونکي شکل کې، د پوزې یا خولې له لارې له ساه اخیستنې له لارې، د لامبلو د مالګې په شکل کې، د تیلو، ملهم او کریم شکل کې، د خټې شکل کې شته دي. یوازې یو جز یې یا هم له نورو سره ترکیب کې کاریدلای شي.

د بوټو هر تیل د درملنې لپاره خپلې ځانګړنې او اغیز لري لکه د درد ارامول، ښه خوب ممکن کول، د سټرس کمول، نا ارامي کمول، په مفصلونو کې ستونزې له منځه وړل، د سردرد او مېګرېن درملنه، له باکتریا، فنګس یا مرخېړي او ویروس سره جګړه، هاضمه کې ښه والی، ایمني سیستم ځواکمن کول.

په اروما تېراپي د ستړیا، بې خوبي، ډېپرېش، پړسوب، په ښځو کې د میاشتینۍ ناروغي ستونزې، د نر د تناسلي الې لکېدو کې د ستونزې درملنه کېدای شي. تر ټولو نامتو تیل د لاندې یادو شو بوټو او ګلانو دي :

clary sage

cypress

eucalyptus

fennel

geranium

ginger

helichrysum

lavender

lemon

lemongrass

mandarin

neroli

patchouli

peppermint

Roman chamomile

rose

rosemary

tea tree

vetiver

ylang ylang

)Dr. Farid Bazgar)

-
بېرته شاته