(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتو لنډیو کې پتاسې

[18.May.2022 - 14:46]

پتاسې او په پښتو لنډیو ( ټپو ) کې یې یادونه

لیک:ډاکتر لطیف یاد

پتاسې چې په هندي ژبه یې پتاشه بولي یو ډول خواږه او شیریني ده چې له بورې ( sugar)نه جوړیږي او سپین او ګلابي رنګونه لري .پتاسې په هغو دوکانونو کې خرڅیږی چې خواږه شیان جوړوي . پتاسې زیاتره دکال په نوي ورځ ، اخترونو او دخوښیو او ښادیو په مراسمو او میلو کې خر څیږي. په پخوانیو وختونو کې به چې کوم پلار خپله لور چاته ورکوله نو هغو میلما نه به یې چې دکوژدې ( کوز دې ) مراسموته رابللي ول په دسمال کې به یې دنورو خوږو سره یوځای پتاسې هم په دسمال کې ایښودلې او پر هغو میلمنو به یې ویشلې. همداراز په پښتني سیمو کې به چې کوم ماشوم او ماشومه وزیږیدله او خلک به دماشوم کورنۍ ته دهغه دزیږیدو دمبارکۍ لپاره ورتلل نو کورنۍ به یې هغو ته پتاسې په دسمال کې ایښودلې او ورکولې به یې

که به چیرې کومه خواښې له خپلې نږور ( اینګور) نه خپه شوه نو ورته به یې ویلې (چې په تا باندې به دې هم پلار اومور پتاسې ویشلي وي ؟)

په پښتني فولکوريکو ادبیا تو کې د پتاسو ډېره ياده شوې ده : موږ په پښتو لنډیو( ټپو) ، متلونو او شعرونو کې هم د پتاسو په اړوند لنډۍ ( ټپې ) او شعرونه لرو چې زه تاسو ته یو څولنډۍ ( ټپې) دلته دبیلګې په توګه راوړم:

د پتاسو غوندې خوږه یې 

څومره اوږده یې لږ راټوله شه مینه

د پتاسې یاران دې نور دي 

شوتلو پنډو ته دې زه نیولې یمه 

په پتاسو دې اموخته کړم

اوس د جوارو نینې خوند نه راکوينه

خلک زیارت ته پتاسې وړي

زه د جوارو پولۍ وړم چې کونډه شمه

تر کلیوال جانان مې جار کړې

ماته پر تشه پتاسه خوله راکوینه

د تهمتونو یار دې زه یم

د پتاسو دسمال دې بر کلي ته ځینه

خوله دې دوکان د پتاسو دی 

ور اچولی دی د سرو شو نډو کو لپونه

خلک اختر کې  پتاسې وړې 

زه به جانان ته د نینو سره ورځمه 

د پتاسې په شان دې خوند دی

څومره اوږده یې لږ راټیټه شه مینه

ګودر ته ځم را پسې راشه

ما په منګي کې پتاسې راوړې دینه

 

پتاسه (Patasa)

---------------------------

اوه لېونې وزيرې! شونډې دې سرې په دنداسه

ستا په پوزه چارګل، تا پر سر کړې ده خا صه 

 اوه لېونې وزيرې! شونډې دې سرې په دنداسه

ستا په پوزه چارګل، تا پر سر کړې ده خا صه 

ستا وړې خبرې زما پر زړه باندې اوريږي

ستا شينکي خالونه چې وينم، زړه مې نه صبريږي

د بېلتون له لاسه زړګی مې چوي نه پاتي کيږي

او ستا وړې خبرې لکه شارو وړې وړې

اوه لېونې وزيرې! شونډې دې سرې په دنداسه

ستا په پوزه چارګل، تا پر سر کړې ده خاصه 

اوه لېونې وزيرې! شونډې دې سرې په دنداسه

ستا په پوزه چارګل، تا پر سر کړې ده خاصه 

اوه لېونې وزيرې! شونډې دې سرې په دنداسه

ستا په پوزه چارګل، تا پر سر کړې ده خاصه 

او دي سپينې خولګی يې، د زني خال يې پتاسه

ها! لېونی به مې کړي، جينې چې دا نخرې کوي.

اوه لېونې وزيرې! شونډې دې سرې په دنداسه

ستا په پوزه چارګل، تا پر سر کړې ده خاصه 

او دي سپينې خولګی يې، د زني خال يې پتاسه

ها! لېونی به مې کړي، جينې چې دا نخرې کوي.

اوه لېونې وزيرې! شونډې دې سرې په دنداسه

ستا په پوزه چارګل، تا پر سر کړې ده خاصه 

-------------------------

Candy

-------------------

Oh you crazy Waziri girl!(1) With lips red from dandasa(2)

You got Chargul (3)on your nose

And a scarf covering your head.

Oh you crazy Waziri girl! You got your lips red from dandasa.

You got Chargul on your nose

And a scarf covering your head.

The way you softly talk makes me fall in love with you.

When i see those beautiful tattoos on you, i loose control over my desires.

This seperation of ours has left me heart-broken.

And i miss your voice that's so like the chirps myna.

Oh you crazy Waziri girl! with the lips red from dandasa.

You got Chargul on your nose

And a scarf covering your head.

Oh you crazy Waziri girl! You got your lips red from dandasa.

You got Chargul on your nose

And a scarf covering your head.

Innocent are your kisses and the tattoos on your chin are sweet like candies.

You'll derive me crazy with all your antics.

Oh you crazy Waziri girl! With lips red from dandasa.

You got Chargul on your nose

And a scarf covering your head.

----------------------------------------

1. A person from Waziri tribe

2. The bark of the walnut tree used for whitening the teeth and is rubbed on lips to make them red

3. A type of jewellery

دا لاندیني سندریز لینک هم ورسره وګورئ

https://www.youtube.com/watch?v=QqUWdezprpU

-
بېرته شاته