(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر یاد

[09.May.2022 - 16:50]

آرما ډیلو : Armadillo

لیک: ډاکتر یاد

یو تی لرونکی ځناور دی چې دامریکې دمتحده ایالتونو د  ټېکساس په ایالت کې پیداکیږي .آرما ډیلو دزغر ه لرونکي ټینک ( ټانک) په څیر کلک او پیاوړی پوستکی لري او دخطر په وخت کې خپل  ځان دیوتوپ ( Ball) په څېر راغونډوی اوپه خپل پوستکي کې خپل ځان پټوي او دده زغره لرونکی پوستکی دی له خطرونو ژغوري ،دغه ځناور دځمکې خاورې کني اودخپلو  خوړو  لپاره پکې  حشرات لټوي . آرما ډیلو اوږد سر او تېره غاښونه لري

........

په افغانستان کې لومړی ځل لپاره پوستي تکټ ( Postal stamps ) دامیر شیرعلی خان دواکمنۍ په وخت کې په ۱۸۶۰ زیږدیز کال کې په کابل کې چا پ شو  .

.......

له نن نه پنځوس یا پنځه پنځوس کلونه   وړاندې په افغانستان کې ځینې وطني محصولات ووچې موږ به په ډیر شوق او ذوق سره له بازاره رانیول او پردې مو ویاړل  چې دا زموږ دهیواد محصولات دي .په هیواد کې ددغو جوړوشوو شیانو نه لاندیني یې ډیر مشهور ول:

۱- په کندهار کې دپښتون شرکت  اورلګیت چې دافغانستان دملي دري رنګه بیرغ انځور پرې کښل شوی و.

۲- دهلمند نباتي غوړي چې دبست دکلا انځور یې پر ډبو کښل شوی و

۳- دکندزدسپین زر شرکت نباتي غوړي 

۴- آهو بوټان 

۵- اسپ  نښانه جورابې 

۶- دګلبهار دنساجي شرکت ټوکران.

۷- دکابل دبګرامیو دنساجۍ ټوکران 

۸- دغوري دسمنټو دفابریکې سمنټ 

۹- دکابل په غزني سرای کې  دکابل فلز رنګارنګ چوکۍ ، میزونه اوفلزي المارۍ 

۱۰- دننګرهار دهډی اوغازي آباد دفارمونود زیتونو اچار

۱۱- دکابل دسیلوډوډۍ 

۱۲- دکابل دهوخست شرکت درمل 

۱۳- دبغلان دپلخمري بوره 

۱۴- دشاکر دچیني لوښو  او ظروفو کارخانه

۱۵- دکابل دحجارۍ او نجارۍ دفابریکې تولیدات

۱۶- دکابل دجنګلک دکارخاني  محصولات چې ډول ډول اوسپنیز سامان

 آ لات یې تو لیدول.

۱۷-دآریانا بایسکل جوړولو دفابریکې بایسکلونه

۱۸- دهرات وریښمین او قناویز دسمالونه

۱۹- دکندهار دمیوو دمربا او شربتو نو جوړولو فابریکه 

۲۰- دکندهار دنساجۍاو ټوکرانو اوبدلو  فابریکه 

۲۱-ښکلې او ښایسته کندهارۍ خامکي غاړې چې لاسي صنعت

۲۲-دجبل السراج دسمنټو فابریکه 

اود نورو ډیرو  وطني محصولاتو فابریکې او کارخانې او لاسي صنا یع

-----------

ډاکتر یاد 

تاریخ مرصع د خوشحال خان خټک (۱۶۱۳ ــ ۱۶۸۸ع) د لمسي افضل خان خټک (۱۶۶۵ یا ۱۶۶۶ع) بن اشرف خان هجري(۱۶۳۵ ــ ۱۶۹۵ع) په قلم لیکل شوی تاریخ دئ چي اقتباسات ئې هنري جورج راورټي (۱۸۲۵ ــ ۱۹۰۶ع) په گلشن روه کي اودغه راز ټامس پاټریک هیوز(۱۸۳۸ ــ ۱۹۱۱ع) په کلید افغاني کي اخیستي دي. بشپړ متن ئې دارواښاداستاد دوست محمدخان کامل مومند (۱۹۱۵ ــ ۱۹۸۱ع) په تحشیه اوتعلیق په ۱۹۷۴ ع کال له پېښوره خپورشوی دی.

افضل خان خټک د اشرف خان هجري زوې او دستر خوشحال خان خټک بابا لمسی و . چې دپښتونخوا په اکوړي کې زیږیدلی و. دده تعلیم او تربیت په لوړه کچه شوی و، خو دبدمرغۍ خبره دا وه چې دده دپېدایښت په وخت کې دده نیکه په هند کې داورنګزیب په زندان کې قید و او چې د۱۷ کالو زلمی شو نو پلار یی اشرف خان هجري په کال ۱۰۹۲ هجری کی دخپل ورور بهرام خان د سازشونو له کبله دهند جنوب بېجاپور ته په زنځیرونو کې تړلی ولیږل شواو تر څوارلسو کلونو قید وروسته په بیجاپور کې وفات شو. .د افضل خان خټک زیاته روزنه دده نیکه خوشحال خان خټک کړی ده . افضل خان خټک چی لا تنکی ځوان وتوره او قلم یی راواخیستل ځکه چې دا ددوی دکورنۍ میراث وو . په کال ۱۰۹۱ هجری کی یی داووه لس کالو په عمر دخپل نیکه سره یې د ډوډی کلا فتحه کړه . دنیکه دمرک او دپلار دقید په ورځو کی یی خپله قبیله راغونډه کړه اوتر ډېرې اوږدی مودې پوری دخپلی قبیلې سردار او مشر پاتی شو . دافضل خان خټک دمړینی په کال کې اختلاف دی البته ۱۱۵۳ هجری یی دمړینی کال گڼلی شو . دده قبر دزیارت کاکا صاحب (رح) په هدیره کی دی . افضل خان خټک ډېر د اوچتې پایی ادیب ،مورخ ، شاعر او مفسر و . دهغه په کتابونو کې ، تاریخ مرصع ، علم خانه دانش چې دانوار سهیلی ژباړه ه ده او عرفانی تفسیر شامل دي .

تاریخ مرصع یو مشهور کتاب دی چې دخټکو دقبیلې او همداراراز دنورو پښتنو قبیلو په اړه هم پکې معلومات راغونډ شوي دي چې په اوولسمه میلادي پیړۍ کې یې ژوند کاوه اوهمداراراز دپښتو ادبیاتو دتاریخ په لیکنه کې هم دیوه غوره او جا مع ما خذ په توګه ترې ګټه اخیستل کیدلی شي .

....

مرصع= په غميواو قیمتي کا ڼو او جواهراتو پسولل شوی او ښکلی کړل شوی.

...........

دختمي ګل : دخیروګل

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دختمي ګل چې پښتانه یې  دخیرو دګل په نامه هم یادوي  اوپه عربي ژبه  یې خطمیة بولي انګریزي نوم یې  (Alcea)دی ډول ډول رنګونه لري اوزیاتره په استوایي اوتودو سېمو کې کرل کیږي او راټوکیږي اوویل کیږي چې شپیته ډولونه لري.دختمي ګل  دډېرو  د ناروغیو د درملنې لپاره د پام وړ بوټي  ښودل شوی دی.

په لرغوني مصر کې ددې بوټي دګلانو نه  د تبې د له منځه وړلو، د عصبي او زړه ناروغیو او همدارنګه ادرار( میتیازو) ډېرښت لپاره کار اخېستل کېده.

په افریقایي هېوادونو کې هم دګل ختمي د قبضیت، سرطان، ځیګر ناروغۍ، زکام او ټوخي درملنې لپاره کار ول کېده.

ویل کیږي چې  د ټپونو د ژر رغېدو لپاره د دې ګل پاڼې که وټکول شي او شیره یې په ټپونو کېښودله شي  ښه پایله به ولري.

په لرغوني یونان کې ختمي  ګل له شاتو سره یو ځای اېشول کېده او د ټپونو د رغېدو، دویني درلودونکي  اسهال ، د سیاتیک دردونو او غاښ درد لپاره کارول کېده.

نوې څېړنې وایي، چې ختمي ګل  د وینې لوړ فشار او د وینې کلسترول کنترولوي او  د دې بوټي  ګلان  د زکام، ستوني درد او نورو تنفسي ناروغیو لپاره غوره درمل دي.

زموږ دهیواد په  کلیوالو سیمو کې ددې ګل پاټې دزکام او تنفسی ناروغیولپاره کارول کیږي .

.........

مایکروریون: микрорайон

زما په اند په روسي ژبه کې «رایون» [Район] دسیمې په معنا دی او «مایکرو» کوچني او وړوکي ته وایي ، نو په دې حساب  « مایکرو ریون ( »микрорайон په روسي ژبه کې کو چنۍ سیمې ته ویل کیږي .که په دې اړوند مې اشتباه کړې وي هغه کسان دې کامنټ پرې ولیکي چې په روسي ژبه کې ښه مهارت لري .

خوزما دفیسبوک قدرمن ملګری ښاغلی څلی صیب په دې انددی:

 [مکرو د یوناني ژبې ( Makros ) کلمه ده، چې ډېر لوی او ډېر ستر مانا ورکوي. انګلیسي معادل یې : macro or macr- دی . زه یو داسې اثر لرم چې د انګلیسې ژبې ټول هغه لغات چې ریښې یې یوناني او یا لاتیني دي هلته راغونډ شوي دي. هلته مکرو داسې مانا کوي. په روسي ژبې کې هم مکرو د لوی او ستر په مانا دی . کوچنی مانا نه ورکوي. مننه (Greek: large, great; long [in extent or duration]; enlarged, or elongated, long [in length]; abnormally large)]

........

 

ملا چرګک:

لیک: ډاکتر یاد

وه ملا چرګکه سبا چيري تللى وې

  چرګانو ډومبکي وهل بلبلې ګډيدې

 

 ملا چرګک چې په انګریزي ژبه یې Hoopoe بولي د پښتنو په بیلا بیلو سیمو کې په بیلا بیلو نومونو یادیږي :

هدهد، مرغ سلیمان ، دسلیمان مرغه،ګوډی چرګ ، کوکوپښ،بوبو تکی، بي بي توتکۍ ، ملا ګوډ ،کو کو تی .هوتوتک ،ټکټک ،بابو تتی ،پو پو ګګ، ړوند چرګ ،کوڼی چرګ ,بانګولی چرګ ،ګوګوګ، ترکاڼ اوببوتی .

دقران شریف دالنمل په سوره کې هم دملا چرګک ذکرشوی دي :

و حشر لسيلمان جنوده من الجن و الانس و الطير فهم يوزعون .و تفقد الطير فقال ما لى ارى الهدهد ام كان من الغائبين .

الوتونکي سلیمان پیغمبر ته ایل وواو داړتیا په وخت کې یې خپل وزرونه پرې غوړول او دلمردوړانګو په وړاندې یې هغه ته سیوری جوړاوه . یوه ورځ سلیمان پیغمبر ولید چې ملا چرګک نشته نو په غوسه شو چې دی به په یوه عذاب اخته کړم.خوکله چې ملا چرګک راپيداشو سلیمان پیغمبر ته یې وویل چې زه یوداسې هیواد ته تللی وم چې تا ته یې پته نشته اوټول خلک یې لمر ته سجده کوي ،سلیمان ملا چرګک ته یولیک ورکړ چې دهغه ځای ملکې بلقیس ته یې یوسي .ملکې بلقیس دډیرو ګرانبیه سوغاتونو سره خپل استازي سلیمان پیغمبر ته ولیږل، خو کله چې هغوی دسلیمان پیغمبر عالیشانه ماڼي او محلونه ولیدل نو په خپلو سوغاتونو پښیمانه شول ، ځکه دغو سوغاتونه دسلیمان پیغمبر دعالیشانه ماڼیو اوشان اوشو کت وړ تیا نه درلودله، نو ځکه یې دهغې سوغاتونه بیرته ورولیږل اووورته یې وویل چې ستاسو پر هیواد به برید وکړم . وروسته یې خپلو پوځیانو ته امر وکړ چې ملکه دخپل پاچاهي تخت سره ماته راولئ، کله یې چې هغه سلیمان پیغمبر ته راوستله نو حیرانه شوه .تر دې دمخه چې بلقیس دسلیمان پیغمبر حضورته راشي نو سلیمان پیغمبرد دښيښو او دبلورو نه یو ډیره عالیشانه ماڼۍ جوړه کړه چې کله بلقیس ماڼۍ ته راننوتله نو فکر یې وکړ چې اوبه دي نو یې خپلې پایڅې پورته کړې ،سلیمان ورته وویل: دلته اوبه نشته او بلقیس په خپلې تیروتنې پوهه شوه.

--------

 

بډیالۍ ( بوډیالۍ) او ماڼو

----------------

بډ یالۍ دافغانستان دننګرهار دولایت دمرکز جلال اباد له ښاره شمال ختیز ته د ددره نور دولسوالۍ دکنډغره او دکونړ دولایت د نورګل ولسوالۍ تر مینځ پرته ده.

ویل کیږي چې په دغه سیمه کې پخوانۍ او تاریخي کلا ګانې هم شته . په بوډ یالۍ کې دپښتنو قامونه چې ساپیان ، مومند او شینواري دي استوګنه لري.بډیالۍ نه یوازې دخپلو تاریخي کلا ګانوپه وجه دزیات شهرت نه برخمنه ده ، بلکې ډير خواږه توتان هم لري .

ددغې سیمې په شمال کې بیا دماڼو سیمه پرته ده چې هغه هم دښې آب او هوا او خوږو توتانو په وجه مشهوره سیمه ده او دماڼو ګا نوډيربوټی هم پکې شته چې خلک یې دنظر ماتي لپاره لوګی کوي او خوشبویه لوګی لري نو ځکه دزیاتو ماڼوګانو دبو ټو ددرلودلو په وجه دې سیمې ته ماڼو ویل کیږي . پټه دې پاتې نه وي چې دننګرهار دچپرهار په ولسوالۍ کې هم دماڼو کلی شته.

زه ډیر وړوکی ماشوم وم چې دپښتو ژبې سندر غاړي عبد الرحمان اور  یوه ښکلې پښتو سندره ویلې :https://www.facebook.com/watch/?ref=search&v=243945686666606&external_log_id=e7f128a2-9f04-454d-85d0-991fa2236627&q=%D9%85%D8%A7%DA%BC%D9%88%20%D8%A7%D9%88%20%D8%A8%D9%88%DA%89%DB%8C%D8%A7%D9%84%DB%8D

ادکې مورې ماڼو له ځمه

دبوډیالۍ توتان ږلۍ وهلي دینه

(ډاکتر لطیف یاد)

-
بېرته شاته