(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون ځلمی

[07.May.2022 - 11:10]

پښتون ځلمی/پښتون زلمی
کله چې د خدايي خدمتګارانو په مقابل کې د مسلم لیګیانو  وراني زیات شو نو غني خان د هغوې د مقابلې او د خپلو کارکنانو او مشرانو د ساتنې لپاره د  { پښتون ځلمي }  په نامه یو  تحریک شروع کړ، په زرګونو  وسله وال پښتانه ځوانان یې ددې تحریک لپاره تیار کړل. 
دا چې د غني خان د {پښتون ځلمي } غورځنګ د خدايي خدمتګارو او باچا خان د عدم تشدد د اصولو سره مخالف و، نو تر شپږو میاشتو وروسته باچا خان هغه تحریک ړنګ کړ او د {پښتون ځلمي } ځلمیانو ته یې حکم وکړ،چې ټول دې خدايي خدمتګاران شي، او په دې توګه دا انقلابي تحریک چې غني خان او دده ځلمیو ملګرو منځ ته راوستلی و، ځا ی پر ځای ودرید او له منځه ولاړ. (١١ )

-
بېرته شاته