(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سکراټ

[07.May.2022 - 10:29]

 

سکراټ(سقراط) په ۴۶۹ کال د اتین په ښار کښې زیږېدلی وو. 
دکرایټو په وینا سکراټ د اتین د ښار تر ټولو بدرنګه هلک ګڼل کېده. نوموړی ضدي او سترګې یې د چونګښې په څېر بهر راوتلې وې، شونډې یې پلنې او غټې وې. پېته پوزه یې د کالیو د چېنجي په څېر ښکارېده. د ښوونځي هلکانو به ورته چونګښی ویل. (59مخ)

سکراټ (سقراط) وایي: دهر څیز(شي )لامل په ډاګه کول زما  ډېر خوښ وو، يو څیز  ولې او څنګه منځته راځي، ولې پناه کېږي او ېا ولې پاتې کېږي؟  ایا د ژوندیو څیزونو وجود د تودوخې او ېخنۍ له متناسب ګډون څخه منځته راځي؟. زمونږ عقلي ځواک د وینې ، هوا او ېا تودوخې له کبله دی؟. اېا له دوی څخه هېڅ  یو شی هم ددې وخت رښتینی علت نه دی؟، بلکې ېوازې ذهن دی، چې له هغه څخه په مونږ کښې د لیدلو، اوریدلو اوبویولو حس پیداکېږي؟  
لدې پرته به ما دبېلابېلو شیانو د پیداکېدو، په اسمان او ځمکه کښې دبدلونونو په اړه هم فکر کاوه.نو که مونږ دیوشي د پیدایښت او پناه او ېا شتون لامل څرګندول غواړو، نوسړي ته فکر کول پکار دي.

-
بېرته شاته