(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کډوالۍ

[06.May.2022 - 17:14]

دکډوالۍ ورځ/ شمالي وزیرستان

لیک: ګوهر وزیر

د حېرانۍ خبره ده ، څويمه ورځ ده چې دشمالي  وزيرستان د هغو خلقو نه  د دوي د ستونځو په اړه تپوسونه کوم  . څوک  چې داوخت د فوځي عملياتو لا امله بنو ته راګډوال شوي ،

هرڅوک داخبره کوي چې دومره دومره مالي نقصان يې شوی ، دومره ځناور يې درلودل هغه يې د خداي په هيله پرېښودل، په لاره د راتلو په مهال د سختو ستونځو سره مخ شوو ، دلته اوس کورونه نه مېله وېږي ، بهرته په مځکوکښې زياتره خلق د شنه چت لاندې شپې ورځې اړوي ، ماشومان يې بيماران دي ځکه چې وزيرستان د بنو په پرتله يخ دی ، مخې ته روژه را روانه ده ، دوي په دومره وړوکيو کورونو کښې بلد نه دي ، د ماشومانو تعليمونه يې خراب شول ، د سامانونو نه ډک کورونه يې پاتې شوي ، د ميرعلي او ميرام شاه په بازارونو کښې يې د کروړونو روپو کاروبارونه درلودل  ، کورونه حجرې او جماتونه  يې د بمبار په ضد کښې راغلي ، اوس ورته ګاډي هم نه مېله وېږي چې د سيمې نه خپل ماشومان او زنانه راوباسي ، زياتره خلق پياده را روان دي  د ګاډو  د کرايې وس نه لري ،

 

دغسې بلا ستونځې بيانوي  

خو  تراوسه پورې يو هم دا راته وه نه وائيل چې دا ولې وشول ، دچا دلاسه وشول ، او په راتلونکيو وختونو کښې دوي نور  د کوم رنګ خطراتو سره مخ کېدونکی دي ،

نو دادې خلقو د ذهنونو  او خيالاتو په رڼا کښې   د خپلو هغو ملګريو دادې سوچ او نظر سره  د سخت اختلاف اعلان کوم څوک چې دا خبرې کوي چې د سرنګ په هغه سرکښې رڼا ښکاري ، زه هغوي ته وايم چې د سرنګ په هغه سرکښې  د رڼا هيڅ اثر  په نظر نه راځي ، ګني دوي دې بيا لږ ورته په  ژور نظر وګوري ،

ګوهر وزیر Gawhar Wazir

20.06.2014

-
بېرته شاته