(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوې ادېره

[06.May.2022 - 17:11]

نوې ادېره (وړاندېز

لیک: نصیر ستوری

بهر مېشتي ډیره کی ( اکثریتپښتانه خپل مړي د پلار نیکه ټاټوبي کښې خاورو ته سپاری، ځکه چې پښتانه په بل هېواد کښې خپل مړی ښخول بد ګڼي، سره ددې چې د مړي په وړلو کښې ډېرې ستونزې وي او ډېر لګښت پرې هم  راځي

پخوابه د نړې نورو قومونو لکه د پښتنو په شان هم خپل مړي خپل هیواد کښې ښخول، خو اوس یې دا رواج له منځه تللی دی

په  اروپا ، امریکا او نورو بهرنیو هیوادونو کښې میشت مسلمانان خپلې  خپلې ادېري لري. د قبر لپاره پدغه ادېرو  کښې د لس ېا پنځلس کالونو لپاره ځای اخلي او مړي پکښې ښخوي. که د چا د قبر د ځمکې د اخستلو وس نه وي، نو دولتي اړونده چارواکي ورسره  د پیسو مرسته کوي.

لس ېا پنځلس کاله پس به بېا دقبر دځای لپاره نورې پېسې ورکوي او که ور یې نه کړي، نو حکومت یې جسد  په خپل لګښت راوکاږي ،   سوزوي  یې او دا قبر د بل مړي لپاره کاروي

په عربي هېوادونو کښې  د مړو ښخولو چارې اولګښت   د ښاروالۍ او روغتېا وزارت په غاړه ديد زړو ادیرو  نه  دیوالونه راتاووي او مړي ښخول پکښې نه  پرېږدي. د څو کالونو نه وروسته دغه زړې ادېرې اواروي ، ودانۍ پرې جوړوي.

 نوې ادېرې  یې  په لسګونو کیلومټره له ښار نه   لرې جوړې کړي دي ، څنګ په څنګ پکې  قبرونه جوړ شوي وي، ترڅو ډېر  مړي پکې ځای شي.

په پښتونخوا ( داحمدشاه بابا افغانستان) کښې د دوه درې سوه کالو رااېسې دسړک او لارو په سر ، ښارونو ، کلیواو بانډو په منځ کښې ګډې وډې او بې ترتېبه  ادېرې هم هغه شان پرتې  دي. په دغه ادېرو کښې ډېرو ته د خپل خپلوانو  قبرونه هم نه وي مالوم

وړاندېز:

ښاروالۍ او اړونده ادارې  دې  د  مړو  د ښخولو چارې او لګښت  په خپله غاړه واخلي، په زړو او پخوانیو  ادېرو کښې دې د مړو ښخول بند کړي،  له ښارونو او کلیو  بهر دې  په پوره لرې واټن کښې نوې ادېرې جوړی کړي، تر څو په راتلونکي کښې د ادېرو  په  برخه کښې ولس ستونزې ونه لري.

(نصیر ستوری Nasir Stori)

-
بېرته شاته