(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپلواکي

[06.May.2022 - 16:37]

خپلواکي ( ازادي) ډول ډول ماناوې لري. مطلقه ،هغه ده  چې هر څوک هر څه غواړي،  هغسې وکړي،  بې له دې چې بل څوک دده په چارو کښې  ګوتې ووهي.

او بل دانسان تړلې  ازادي / خپلواکي  ده، چې هغه ځاني واک او توان ته  وایي چې نورو ته ضرر  ونه رسویاند څرګندولو / بیان ازادي کښې باید نورو ته هم ضرر ونه رسېږي، چې دا اخلاقي اړتېا هم ده. اخلاق په ټولنیز ژوند کښې  زده کېږي. په ښوونځیو کښې هم د اخلاقو کتابونه لوستل کېږي. چې په کور، کلي، حجره او دېره کښې یې اخلاق نه وي زده کړي او ېا یې ښوونځی نه وي لوستی، نو د اخلاقي کړنې ډېره تمه ترې نه شي کېدای
(نصیر ستوری)

-
بېرته شاته