(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خاص کونړ

[06.May.2022 - 16:32]

خاص کونړ

لیک: نصیر ستوری

د ۱۳۵۷کال دمخه  خاص کونړ درې ښوونځي لرل. اوسمهال اوه لېسې لري.

په خاص کونړ کښې  په ۱۳۱۵ ل کال کې لومړنی ښوونځی جوړ شو، په ۱۳۴۴کال کښې همدا ښوونځی په منځنی ښوونځی او په کال ۱۳۴۹ کښې لېسې ته لوړ شو، چې اوس دا لېسه  د ډاکتر کبیر ستوري په نوم نومول شویده

د خاص کونړ د پوهنې امر ښاغلي سید انور انوري د مالوماتو پر بنسټ، خاص کونړ  ۲۴ ښوونځي، دوه دیني مدرسې، یو دارالحفاظ، یو  د کرنې او مالدارۍ  مسلکي انسټېټوت او یو د ښوونې او روزنې حمایوي دارالمعلمین لري، چې ټول ۲۹ ښوونځي دي. ۵ منځني ښوونځي، ۱۲ لومړني ښوونځي ، څلور د هلکانو او درې د جنکولېسې لري

دخاص کونړ ولسوالۍ د کونړ ولایت غټه ولسوالۍ ده او د اټکل له مخې اوسمهال د پینځه دېرش څخه تر څویښت زرو شاوخوا وګړي یې  هستوګن دي.

د ځینو کلیو نومونه یې په دې ډول دي.

تنر

لوټانو کلی

میاګانو کلی

رین

چارکلا

کرموټا

کولالان

زرګرانو بانډه

سید بانډه

طلایي بانډه

چارکۍ

منګوال

بیلام

کوټکی

چیماری

زوړ کونړ / خاص کونړ

کاوېړ

کنډرو غاړه

بانډه

ډاک کلی 

ولۍ

یوسف کورونه

بار اباد

ملکانو بانډه

بره شالۍ

کوزه شالۍ 

ېخه چېنه

ماڼوګی

شجاع کلی

ولۍ

کلاول

توتکی

اوبو تنګی

ننګوسې

میرګل تنګی

کربه ډاګ

سپینکی

بر چڼچن

کوز چڼچڼ

کوز څپری

برڅپری

شنیلۍ

اناروکلی

کنډوالې کلی

کولی ګرام ډاګ کلی (حکېم اباد ډاګ کلی)

د کولی ګرام لاندې کلی( حکېم اباد لاندې کلی)

صاحبزادګان

اخون زادګان

کوز سرای

برسرای

شیخان

اهنګران

شامکار

یوسف کورونه

کوزه اراضۍ

بره اراضۍ

کوکۍ بانډه

کلاګۍ

لغماني

بانډۍ

06.05.2022

(نصیر ستوریNasir Stori)

-
بېرته شاته