(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پل خشتي

[06.May.2022 - 15:51]

 

 

دکابل دپل خشتي جومات لنډه تاریخچه 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دکابل دپل خشتي جومات ددغه ښار دمشهوروجوماتونو نه شمیرل کیږي . که چیرې ددغه جومات دودانولو تاریخچه را وسپړو نو جوته به شي چې ددغه جومات دودانولو کار  په ۱۱۸۷ لیږدیز/هجري کال کې د تیمورشاه دراني دواکمنۍ به وخت کې پیل شوی و، خو ددې لپاره چې تیمورشاه درا ني په هغه وخت کې دایران نیشاپور ، سند اوبلوچستان ته سفرونه درلودل او له بلې خوادده دواکمنۍ  په وخت کې دوزیرانو تر مینځ مخالفتونو شتون درلود  نو ددغه جومات دودانولوکار کې ځنډ رامینځ ته شو

دتیمورشاه دراني تر مړینې وروسته شاه زمان په ۱۲۱۳ لیږدیز/هجري کال یا ۱۷۹۸ زیږدیز/ میلادي کال دغه جومات دودانولوکار بشپړ کړ.

ددې لپاره چې دتیمورشاه دواکمنۍ په وخت کې دغه جومات ته څیرمه دکابل پر سیند د کندهار دمعمارۍ اومهندسۍ پر بنسټ دخښتویو پل جوړشوی و نو دکابل دښار داوسیدونکواو ښاریانو له خوا ددغه پل په وجه  ددغه جومات نوم هم دپل خشتي په جومات سره مشهورشو.

دضیا ءا لملة والدین ا میر عبدالرحمان   خان دواکمنۍ په وخت کې دغه جومات کې بدلونونه راغلل .امیر عبدالرحمان خان په ۱۲۷۱ لیږدیز/هجري کال دغه جومات په یوه پوړیز ( یو منزله ) ډول چې درې دالانونه او یوویشت ګنبدې یې درلودل ودان کړ چې دهرې ګنبدې په منځنۍ برخه کې دخاورو دتیلوښایسته څراغونه پکې ځوړندیدل چې دغو ښا یسته څراغونودې جومات ته ځانګړې ښکلاورپه برخه کړې وه

ددغه جومات په بهرنۍ برخه کې داته اتیا متروپه اوږدوالي سره په کوفي او ثلث خط د سپیڅلي قرآن  آیاتونه لیکل شوي وو

امیرعبدالرحما ن خان دپل حشتي جومات دننۍ اوبهرنۍ برخه په ګچوسره ښکلې کړې وه او دجومات غولی یې که  څه هم په عادي ډبروفرش کړی و ،خو دغو ډبرو دمرمرو  دډبرو سره په  ښکلا کې  سیالي کوله اوددغه جومات معماري دهغه وخت  یوشهکار ګڼل کیده

په هغه وخت کې دغه جومات  درې دروازې او هم یې  دآذان کولو لپاره یوه لوړه مناره درلودله.

ترامیر عبد الرحمان خان   وروسته دده دزوی سراج الملة  والدین  امیر حبیب الله خان دواکمنۍ په وخت کې  په جومات او ددغه جومات په بهرني انګړ کې زیات پراخوالی رامینځ ته شواو ددې جومات دویم پوړهم ودان شواو پر سریې اوسپنه ياآهن څادر وپوښل شو

په ۱۳۰۳ لیږدیز/هجري کال داعلیحضرت غازي امان الله خان دځانګړي فرمان له مخې  دپل خشتي جومات دننه دوړو ماشومانولپاره یوه مدرسه هم جوړه شوه چې ددین لومړني اساست پکې زده کړي. داعلیحضرت غازي  محمد نا درشاه   دواکمنۍ په وخت کې دجومات درغونې ترڅنګ د لمونځ کوونکو داودسونو لپاره یو حوض یا ډنډه  هم پکې جوړه  شو

داعلیحضرت محمد ظاهرشاه دواکمنۍپه وخت کې دغه جو مات  له بنسټه په نوي او عصري ډول ورغول شوهغه داچې په ۱۳۳۴ لیږدیز/هجري کال ددغه جومات  بنسټ یوځل بیا کیښودل شو  او پوره یوولس کلونه وخت یې ونیوه چې بیاله سره جوړ شي او په ۱۳۴۵ لیږ دیز/ هجري کال کې دلمونځ کوونکو پر مخ بیاپرانیستل شو

ددغه جومات اوسنی مناریا څلی ۶۲ متره لوړوالی لري او په یوه وخت کې درې زره لمونځ کوونکي پکې لمونځ کولی شي

ددغه جومات ټول رواقونه ، زینې او دهلیزونه له مرمرو نه جوړشوي دي . ددغه جومات په منځنۍ برخه کې یو قندیل ځوړنددی چې ۱۶۰۰ کیلو ګرامه وزن لري چې ګرد او دایروي بڼه لري او پکې دننه درې سوه څراغونه روښانه کیږي.

دغه جومات په ژمي کې دمرکز ګرمۍ سیسټم لري چې دلمونځ کوونکو ساړه پکې ونه شي.همدارازداوداسه ځایونه او تشنابونه هم لري. دغه جومات یو کتابتون  او دجوما ت دامام او موءذن لپاره خونې هم لري اوبهرني دیوالونه یې د قرآن مجیدپه آیتونواو کاشي ډبرو سره ښکلی کړل شوي دي.

(یاد)

--------

دحدودالعالم من المشرق الی المغرب کتاب  پښتوژباړه 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دا کتاب په څلورمې لېږدیزې/ هجري پیړۍ کې یعنې په ۳۷۲ هجري یا ۹۸۲ زیږدیز/میلادي کال لیکل شوی دي خو لا تراوسه یې لیکوال معلوم نه دی..داسې اټکل کیږي چې ښایي لېکوال به یې  په اصل کې دافغانستان دجوزجان ولایت وي .داکتاب دجوزجان یا ګوزګان دسیمې یو امیر ته چې ابوحارث محمد ابن فریغونی نومیږي اهداشوی دی.ددې کتاب اصلي مسوده   نامتو ختيز پوه او روسي ليکوال الیګزنډر تومانسکي په کال ۱۸۸۲م کې د (بخارا) په میوزیم کې پيدا کړې او دا کتاب په کال ۱۹۱۲م کښې روسي ژبې ته ژباړل شوی او هلته چاپ شوی دی.دا کتاب وروسته روسي   ختیز پیژندونکي ولادیمیر مینورسکي  په ۱۹۳۷ زیږدیز کال کې په انګریزي  ژبه ژباړلی و.

همداراز دکابل پوهنتون دتاریخ دڅانګې استاد ارواښاد پوهاند میر حسین شاه هم دغه اثر په دري ژبه ژباړلی و  او پرحدودالعالم یې  حواشي او تعلیقات لیکلي وو چې دغه اثر  په کابل کې چاپ شوی و.

په حدودالعالم کې دنړۍ دهېوادونو ، ددوی دژبو، مذاهبو، ،خوړو، صنعت ، کلچر ، باچاهانو، ښارونو ، کلیو او لویو لارو یادونه شوې ده .

له نېکه مرغه دغه کتاب دجنوبي پښتونخوا دژوب ادبي او کلتوري ټولنې لخوا ښاغلي میرحسن خان اتل پښتو ته ژباړلی دی چې دکوټي پښتو اکاډمي به یې چاپ کړي .

(یاد)

https://www.facebook.com/SaddamHussainShabab/videos/208270144757947

--------------

 

دتورغونډۍبندر ( بارډر)  : ‌ Torghundai Border  

لیک: ډاکتر لطیف یاد

تور غونډۍ دافغانستان دهرات ولایت دکشک ولسوالۍ یوه سېمه اوبندر( بارډر) دی  چې  افغانستان دترکمنستان له هېواده سره   دوچې لارې نښلويتور غونډۍ دهرات ښار شمال  ته پروت دی اودهرات له ښاره داسفالټ اوپوخ سړک له لارې (۱۰۰ ) کیلومټره واټن لري

دترکمنستان نه ترتورغونډۍ بندره  پورې داوسپنې دپټلۍ لاره شته .پردې لارې دافغانستان او ترکمنستان تر منځ دسوداګرۍ چارې ترسره کیږي اوهرکال دترکمنستان نه افغانستان  ته داړتیا وړ تیل او ګاز ( ګیس) افغانستان ته دهمدې بندر له لارې راوړل کیږي

باید زیاته کړو چې په تورغونډۍ کې دنورو میشته قبیلوترمنځ ځینې پښتني قبیلي هم اوسیږي چې په دوی کې هوتک .نورزي ، علیزي ، کاکړ، اسحاقزي،اڅکزي  او مشواڼي هم شته

باید زیاته کړم چې د ترکمنستان هېواد  له افغانستان سره ۷۴۴ کیلو مټره ګډه پوله لري .

ټاکل شوې ده چې په راتلونکې کې به د( ټاپي ) لویه پروژه( پر اجیکټ) دترکمنستان له هېواده ، پاکستان او هند ته دګازولیږدیدل پیل کړي او په دې سره به هرکال افغانستان ته دوه سوه ملیونه ډالره ګټه ورسیږي . 06.05.2022

-
بېرته شاته