(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د چاپلین د ژوند ښکلې

[06.May.2022 - 15:49]

د چارلي چاپلين له انده د ژوند ښکلې شېبې:

١. چي مين شې

٢. دومره وخاندې چي بډوګي دي درد وکړي

٣. چي له سفره راستون شې او زرګونه ليکونه درته راغلي/مسينجرو ته دي يو خروار مينوړي مسيجونه راغلي وي.

٤. له ستړيا روسته ښکلي ځاى ته سفر وکړې

٥. له راډيو/ټې وي/يوټيوبه د خپلي خوښي سندره واورې

٦. د شپې مهال د خوب پر تخت پروت يې او د باران غږ ته غوږ يې

٧. له حمامه راووزې، فکر وکړې چي کوټه دي توده ده

٨. روستۍ ازموينه په برياليتوب تر سره کړې

٩. ګران کس چي ليدنګ ته يې تږى يې، درته زنګ ووهي

١٠. هغه جامې چي تېر کال دي اغوستې وي، د بيا اغوستلو پرمهال يې په جېب کي پيسې ومومې

١١. په هينداره کي پوز وکړې او ورته وخاندې

١٢. د شپې تر ناوخته له خپل مين سره پر ټليفون وګړېږې او په خبرو کي ويده شې

١٣. بې دليله بې درېغه وخاندې

١٤. ناڅاپه پر هغه چا پېښه ور وکړې چي په ستاينه دي بوخت دى

١٥. له خوبه را وغورځې، وګورې چي څو ساعته نور هم خوب کړاى شې

١٦. هغه سندره واورې چي څوک در ياد کړي

١٧. په تول تللى نوى ملګرى پيدا کړې

١٨. کله چي هغه ووينې او زړه دي په درزا شي

١٩. د شپې تر ناوخته د خوښي له ملګرو سره وخاندې، وخاندې او وخاندې

٢٠. هغه څوک چي درته ګران دى، خوشاله ووينې

٢١. پخوانى ملګرى ووينې او وګورې چي په چلند کي يې هيڅ بدلون نه دى راغلى

٢٢. داسي څوک ولرې چي له زړه پرې ګران يې

٢٣. د خپلو بې عقلو ملګرو بې عقلۍ در په ياد کړې او له خندا ورته شين شې.

دا د ژوند غوره شېبې دي، قدر يې وکړئ، خوند ترې واخلئ او وهڅئ چي په ژوند کي مو ډېري راشي

هو، که ژوند د ژړا سل دليله درته وړاندي کړي ته پرې د خندا زر دليله را نازل کړه.

ستاسې یې کومه خبره ډېره خوښه شوه!راټولونکې: هيله واک

-
بېرته شاته