(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عربي نه غیر

[06.May.2022 - 09:27]

د عربې نه غېر نومونه په بچو کېښودل .

لیک: مولانا خانزېب

 ډاکټر خادم حسېن په اوس وخت کښې په پښتنو کښې هغه سړې دې چې دومره په دليل په تول پوره قامي خبره کوی چی مخالف هم ورڅخه انګار نشی کولې ډاکټر صېب د ځنې پوهانو پشان درون خوېه نه دې په سماجي رسنۍ او په عملي مېدان کښې حرکت هره ورځ وي هر وخت قامي شعور د پرمختګ لپاره په هر لور زغلي  که ډاکټر صېب لکه د ډېرو ډاکټرانو پشان د قامي سياست سره نه وې ولاړ نو علمي رتبه ئې دومره لوړه ده چې شائد د امريکا په کم پوهنتون کښې به  استاذ شوې وې خو دغه هرڅه ئې شاته کړي او د پښتنو په خاوره د دوئې په کلو کوڅو کښې د تنظيمي سائنسي حرکت لاندې چمتو وي د قامي سياست لپاره د اکسيجن په مثال دې د داسې پوهانو په نظر سياسي تګ لاره جوړېږي د خپلې ټولنې په هر اړخ ئې بيخي سر خلاص دې ځکه چې کتابي نه د باچا خان بابا د فکر په شعور سمبال عملي انقلابي دې ټولنې داسې خلک رغوي .

ډېر ډاکټران  د خلکو د وجود درملنه کوي خو د خادم حسېن صېب پشان ډاکټران پوهان د اولس د اروا طبیبان وي د ځان لپاره نهبلکې د اولس لپاره داسې ډکټران دې بلها ډېر شي.

د قام پرست معنا چرې هم نسل پرست  نه ده قام پرستي د نوم ئې بشر سره مينه او د خپل اولس نه زارېدل دي  د خپل محکوم مظلوم قام سره اودرېدل او په هر ډګر په هر بادار په دليل منطق سره غږ کول دي .

کم خلک چې ګنړي چې قام پرستي نسل پرستي / ژبه پرستي ېا / تهذيبي نرګسیت دې نو د ډاکټر صېب د دوه ګلالو ځامنو دا نومونه ئې جواب دې چې دوانړه نومونه د پښتو ژبې نه دي .

دخپل بچو د نوم په اړه د رسول الله لار ښوونه داده چې خوږ او ښائسته معنا والا نوم دې وي اوس چرې هم دا ضروري نۀ ده چې پخپل بچي دې څوک خامخا د عربې نوم کېدي او ېا ګنې د عربې په نوم کښې کم ثواب دې او د بلې ژبې په نوم کښې ګناه د عربې نه د بلې ژبې نوم د عربې نه کمه کرکه نه ده بلکې د خپلې ېا بلې ژبې او د خدائې د ېو اېت سره بشپړ مينه کول دي  .

شرعا چې نوم ښائسته وي او معنا ئې سمه وي مالومه وي دغه د هرې ژبې نوم سم دې په قرآن کښې د ذکر شوو شپږ ويشت پېغمبرانو کښی د زياتره پېغمبرانو نومونه عربي نه بلکې غېر عربي دي چې عبراني سرېاني او د آرامک ژبو دي ډېر اصحاب چې د عجمو نه راغلل ايمان به ئې راوړو پېغمبر ع ئې د خپلې ژبې نوم نه دې بدل کړې .

اوس که څوک د عربې نوم ګدي ېا د کم پېغمبر صحابي بزرګ ېا بل اتل نو هم ئې خوښه ده ټيک ده خو که څوک غېر معروف نوم ګدي معنا ئې سمه وي ېا د خپلې ژبې د ، غر ، ځنګل ،اتل ، بوټي ، سيند ، سيمې په  نوم باندې  ګدي نو هم بالکل سم دې شرعا هيڅ باک نه لري ځکه چې ژبې ټول د خدائې آيات دي که عربي ده هم د خدائې آېت دې او که پښتو او پارسي ده د کمې ژبې سره کرکه لساني تعصب دې چې د قام پرستې سره ئې هيڅ اړيکه نشته .

د پښتنو په خاوره په جومات چې څنګه د کم پېغمبر ص ېا صحابي نوم کېښودل سم دي نو داسې د خپلې سيمې کم ،بزرګ ،اتل ، نوموړي ، نوم هم کېښودل سم دي په جومات که څوک د ،فقير اېپې ، ترنکزو باباجي ، خوشال خان خټک ،باچاخان ، ملتان خان ، عجب خان ،مولانا فضل محمود مخفی ، د شېخ الهند ،مولانا عزېر ګل ، مولانا اسرائيل ،نوم  ېا د کم غر ،پريغال ، کېمور ، شنګس ، ايلم ، سپين غر ،نوم کېدي نو هم بیخي سم دي

زمونږ د سيمې د مسلم ليګ ېو مشر شهاب الدين خان راته ېو ورځ وائل په ېو ځوئي مې وائل ، پامير ،نوم ايښې په صوابۍ کښې رانه  ېو ورځ ېو پښتون پوښتنه اوکړه چې پامير څه ته وائي وائل ما ورته اووئل چې ته د صوابۍ پشان پښتنه سيمه کښې د ،پامير ،په معنا  لا تراوسه ځان نه دې پوهه کړې نو نورو پښتنو ته بیخي ګناه نشته. پښتانه فطرتا آسان نومونه خوښوي ډېر ګران نوم زياتره ورانوي.

 

د ډاکټر صېب د ځامنو معنا ، ضرغام ، عربي ،وۍ ، دې زمري ته وائل شي عربي د اصولو په لحاظ د فصاحت ژبه ده په نثر کښې په نړۍ کښې د ټولو نه زيات کار په عربې ژبه کښې شوې د زمري لپاره څه درې سوه نومونه پکښې کېښودل شوي د ضرغام مجازي معنا ده ،نر سړې ، جلمد ،هم عربي ،وۍ ،دې ،درون تېز غږ ،ته وائي دغه راز پېدل ډېر ګرځېدونکی تکړه سړي ته هم وائي خان په پښتنو کښې د پښتو وۍ په توګه اوس د لاحقې په توګه کارول شي.

 ،پژواک ، پارسي ،وۍ ،دې پژواک په پښتنو کښې هغه غږ ته وائي چې په غر کښې د غږ په وخت سړي ته خپل غږ راوګرځي پښتانه دغه غږ ته ،انګازه ،وائي  محاوره وائل شي چې کله سړې ډېر مشهور شي وائي د پلاني په ټوله نړۍ انګازې خورې دي .

د ډاکټر صېب ګلان ځامن دې د ډاکټر صېب پشان د قام پکار راشي د منزري پشان دې نران وي او د پژواک پشان دې انګازې خورې شي.

که د چاسره ډاکټر صېب په سماجي رسنۍ کښې نه وي ملګرې نو ورپسې شې.

مولانا خانزېب.

-
بېرته شاته