(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون

[06.May.2022 - 09:23]

وروره په ککرۍ کې مو ډېر کار دی د وسایلو کیسه له ډېرو شیانو وروسته ده.

د هر کور مخته یو یو جمپ څه پېغام ورکوي؟

د پنځو کروړو بنګله چي د لس زرو نالۍ نه لري؟

ټول ږوب او مجموعي جنوبیان چي موټر سایکل تیز چلوي؟

په ټوله پښتونخوا کې چي عید د پټاخیو او پلاسټکي وسلو خرڅولو سیزن دی؟

نامي تبلیغوټي او ملاګوټي ته چي د پېغمبر د سفیر په نظر کتل کېږي؟

کلتور چي له مینځه روان دی؟

ژبه ته چي پر ورځني بنیاد ضربې ورځي؟

قامولي او ورور ولي چي له مینځه روانه ده؟

ښځه چي درته بې تعلیمه ده؟ قید ده او مستورات شوه؟

سیندونه مو څه شول د سیندونو په باب د بدها تعلیمات څه شول؟

ځنګلونه مو څه کړل؟ 

د بامیانو د بدها ورانولو، د ځنګلونو د نړولو، سوات د تهذیب ذره ذره کولو مټې، کولنګ، تبر د چا وو؟

پر زوی چي پیدا شي ټکونه کوې؟

په وادۀ کې چي ټکونه کوې؟

په مېله کې چي ټکونه کوې؟

کرکټ او پپجي چي د کور کوټې له درغلل؟

زوړ نسل ته چي تش د ایکسپایر مال په نظر کتل کېږي؟

کتاب چي نه لوستل کېږي؟

د رحمان بابا شعرونه چي له مجلسونو و وتل؟

د سړک تګ چي مو نه دی زده؟

د مخالفت او د بدۍ تمیز چي مو و بایللی؟

قامي غرور مو چي و بایللی؟

تنظیمي مورال چي مو و بایللی؟

بې کاري، ځانځاني او خود غرضي چي عام شوه؟

د شخصیت پر ځای چي حېثیت جوړونې ته ترجیح ده؟

د ورځې پر سر چي نوې مدرسه جوړېږي؟

د چندو کلچر چي دوام واخیست؟

د اسلحې کلچر چي دوام وخیست؟

د نشې کلچر چي دوام واخیست؟

تربګنۍ چي زور شوې؟

د خېلۍ او د زیۍ اتحادیې چي جوړې شوې؟

پرې او جنبې چي جوړې شوې؟

قامي تحریک چي مو لس ځایه اره شو؟

سیاست چي په قبایلیت بدل شو؟

د مرام پر ځای چي پر فیورټیز باندي ګروپ بندي وشوه؟

جامه چي مو ډیزاینونو و خوړه؟

تذلیل او توهین چي شروع دی؟

د خلګو شخصیت وژنه او کردار وژنه چي روانه ده؟

اپولیټیزم او غیر جانبداري چي مخ په وړاندې روانه ده؟

قام پالنه چي په نسل پرستي او انتشار بدله شوه؟

هره ورځ چي دېرش ځوانان ښخوو؟

لاقانونیت او بې دستوري چي عام کېږي؟

وغیره وغیره......

دا قام وسایل غواړي او اختیار یې هم غواړي! نور څه حال دی طبعیت مو برابر دی.

 

نوټ'' تاسو اول دا خپل لرلي شیان بچ و ساتی پر وسایلو به بیا وروسته ګورو.

دویم نوټ'' جذبې پر خپل ځای خو اولیت د آزادۍ اخیستل نه دی اولیت دا دی چي په خلګو کې د آزاد ژوند تېرولو جذبه او اندېښنه پیدا شي.

 

درېیم نوټ" دا څه چي لرو اول باید د دغو څوکیداري، ساتنه او پالنه وشي. په قام کې د ازاد ژوندتېرولو جذبه او اندېښنه را پیدا کړو.

 

حتمي نوټ'' وسایل کاڼي دي او کاڼي په کار وسایل کېږي او کار موږ کوو نه!

که موږ کار کولای موږ به په لګیا شوي وو چا چي مو لاس نیولای له هغه سره به مو بدي کړې وه!

کوم شیان چي جوړ او تیار دي د هغو د ساتنې او پالنې نه یو لس زره شواهد شته!

دونیا به را پوري و خاندي چي و ویني چي کوم قام چي له کاڼو تراشلی بدها مات کړی هغه په مځکه کې ښخ کاڼي خپل وسایل ګڼي؟

المیار( عالمېار)Alamyar

-
بېرته شاته