(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تیر وخت مجرم

[04.May.2022 - 12:37]

ددتېر وخت مجرم

لیک: سهیل نور

د پښتنو د بربادی لامل دا دی چې مونږ ته همیش دروغ ویل شوي دي، او مونږ هم همیشه په هغو عمل کړی دی، د مشرانو غلطیانې مو نظر انداز کړي دي، د خاورې سره د وفاداری نه زیات مو د مشرانو مریدي کړي ده

 

زه چې اکثر، تیر وخت ته ګورم نو د خپل ځان نه تپوس کوم چې هغه کوم عوامل وو چې پښتون ئې داسې ګیر کړو ؟

 

خبره به د نولسمې صدۍ څخه نه پیلوم بلکه د شلمې صدۍ څخه به ئې شروع کم ـ دا هغه وخت وو کله چې د انګریزانو ګرفت په هندوستان کمزورۍ کیدو، په دې وخت کې د پښتون افغان په خاوره دوه تحریکونه چلیدل، یو د حاجي میرزعلي خان تحریک او بل د خدائي خدمتګار باچاخان بابا تحریک، د حاجي صاحب تحریک یو مزاحمتي او د تشدد څخه ډک تحریک وو او د باچاخان بابا تحریک د عدم تشدد په فلسفه ولاړ تحریک وو

 

 انګریز سرکار د دواړو تحریکونو خلاف وو، د حاجی میرزعلي خان خلاف به ئې فوجي اپریشنونه کول او د باچاخان بابا چې د پښتون دپاره ئې د لیک لوست دپاره مکتبونه جوړول، انګریز به په دې کار په وار وار زنداني کولو، نه به باچاخان بابا ددي کار څخه په شا کیدلو او نه به انګریز دې کار ته پریښودلو، خو

 

په دې وخت کې د هندوستان د تقسیم خبرې هم شروع وې، او په دې خاوره دوه غټې سیاسي پارټیانې لکه ال انډیا مسلم لیګ او ال انډین کانګرس موجودې وې، ال انډین کانګرس چونکه د انګریز خلاف او ال انډیا مسلم لیګ د انګریز همنوا وو، مسلم لیګ ته ګرانه وه چې د باچاخان بابا په شانې د انګریزانو مخالف سړي ته په خپل چتر کې ځائ ورکړي، نو باچاخان بابا د پښتونستان یا د افغانستان د سیاست د شروع کولو په ځائ د انګریزانو مخالف ال انډین کانګرس ډلې سره یو ځائ شو، کوم چې انګریز ته یوه موقع په لاس ورغله، چې د باچاخان بابا خلاف ئې استعمال کړو، خو

 

که چیرې باچاخان بابا د کانګرس په ځائ د پښتونستان خبره کړي وائ نو انګریز سره به دده خلاف داسې وسله نه وائ چې دده خلاف ئې استعمال کړی وی، د باچاخان بابا د هغې یوي سهوې قیمت تر ننه مونږ ادا کوو

 

د یو عام سړي تېروتنه په ملتونو کوم فرق نه آچوي بلکه د یوه رهبر یوه غلطه پریکړه د ټول ملت په مخ باندې داسې داغ جوړ کړي چې اثر ئې تر پیړیو له مینځه نه ځي او  دا د خان بابا د تیروتنې پایله وه چې تر نن ورځې پورې د غښتلي دودونو یو ملت چې د مرکزي اسیا د واکمنۍ وړتیا ئې درلودله، سم ټول ملت ئې په دفاعي حالت مجبور دی او نن موږ د ژړا پرته بله چاره نه لرو

 

 د هندوستان له تقسیم نه مخکې، د انګلستان حکومت لپاره ترټولو د سر درد د پښتنو د ازادۍ جنګیالیو د سیمې د تقسیم لپاره په 1946م د بنو جرګه یا غونډه رابلل وه، او د انګلستان حکومت اړ شو چې په دې مجلس او همدغه جرګه کې کیني. هغه پریکړې د لر او بر د راتلونکي جغرافیوي سرحدونو او دلته د میشتو پښتنو راتلونکي لپاره روښانه او د کار وړ وو، موژ جنګ ګټلی وو، مګر د باچاخان بابا د عدم تشدد فلسفه په تیرو ریاستونو او موجوده ریاستونو کې یواځې مو د سرو جامو سره سرې وینې په نصیب شولې او تر ننه پورې زموژ نسل وژنه روانه ده او تر هغه به دوام ولري چې پښتون ملت متحد نه شي.

 

د مجبوری په حالت کې د رابلل شوي غونډې په هکله کله چې د باچا خان بابا سره رابطه وشوه، نو خان بابا د هغو ازادي غوښتونکو چې د خاورې لپاره یې جګړه کوله د پیژندلو څخه انکار وکړ او د هغه وخت اسټبلیمنټ لپاره یې لاره هواره کړه. دا هماغه پریکړه ده چې پښتانه پکې پدیده کیږي، باچاخان بابا د کانګرس څخه ډیر امیدونه درلودل، نو ځکه ئې د بنو د غونډې ګډونوالو ملاتړ وه نه کړ، خو کانګرس هم د خان بابا د ملګرتیا څخه په شا شو او هغه ئې په تش میدان پریښود

 

سیاسي چهرې چې درسره ملاتړي نه وي، یوازې د آزادۍ مبارزین هیڅ نشی کولی، بل مهم شی دا هم وو چې د افغانستان د هغه وخت شاهي دولت ته هم د ځمکني حالاتو معلومات نه وو، خو کله چې سردار محمد داؤد خان د افغانستان رییس جمهور جوړېده نو تر هغې پورې ډیر ناوخته شوی وو، او نن صبا خو نوره هم ګرانه شوي ده

 

 د پاکستان جوړیدل یو خندونکي معامله ده، پاکستان د انګلستان لخوا جوړ شوی، په ځانګړي توګه د ملکې الزبت د پلار جورج VI لخوا. پاکستان چې کله جوړیده نو ټول ټال 35 زره پوځیان ئې درلودل، مګر د خدائي خدمتګارانو شمیر په هغه وخت کې شپیته زره وو او مشري ئې د عدم تشدد خدائ باچاخان کوله، که چیرې دغه خدائي خدمتګارانو ته هم امر شوی وی نو نن به زموژ او ستاسو خپله جغرافیه وی، د پاکستان د جوړیدو لا یو کال نه وو تیر چې د بابړې پېښه رامنځته شوله، کوم کې چې تر 700 پورې خدائي خدمتګاران ووژل شول، په دې وخت کې هم که چیرې خان بابا د عدم تشدد له فلسفې وتلی وی تو کم از کم تر ننه پورې به داسې نه وژل کیدائ

 

د بابړې تر حادثې وروسته هم د ایسټ انډیا کمپنۍ پاتې شوني د خان بابا د تنګولو نه په قراره کېنناستل، آخر خان بابا مجبور شو چې افغانستان ته لاړ شي، په 1956م کې چې کله خان بابا کابل ته لاړ نو سکندر مرزا ته ئې د سخت ځواب د ورکولو دپاره په کابل کې د پښتونستان بیرغ پورته کړو (افغان مشران چې کله هم د انګریز یا د موجوده پاتې شونیو خلاف ئې کوم عمل کړی دی، افغانستان ته ئې زیان رسیدلی دی، هغه که د درانیانو په دور کې وي او که د بارکزیو په دور کې وي) باچاخان بابا په کابل کې د پښتونستان بیرغ پورته کړو، خو البته ددې دپاره کومه عملي منصوبه ورسره نه وه، زیاتره خلک وائي چې خان بابا صرف د پاکستاني مشرانو نه د خپل ځان دپاره عزت غوښتو، خو

 

کله چې سردار محمد داؤد خان د افغانستان رییس جمهور شو، او په ښکاره ئې خپلې سیمې د پاکستان څخه وغوښتې، نو دلته په پختونخوا کې داسې کوم غښتلی تحریک نه وو چې د داؤد خان ملاتړ ئې کړی وی، یا په بله معنٰي چې داؤد خان ته د ځمکني صورت حال غلط معلومات ورکړل شوي وو، او یا په بله اصتلاح د سردار داؤد او د افغانستان سره جفا شوي وه، د کومې چې سزا موژ لر او بر دواړه وروړه وینو

 

 نو اوس دا د قدرت مکافات عمل نه وو چې یو شخص چې په زرګونو پیروکاران ئې درلودل او 27 کاله ئې په جیل کې تیر کړل، خو ملت ئې د غلامۍ څخه خلاص نه کړائ شو، او چې کله څوک دده د قبر زیارت ته تګ غواړي نو ویزه به آخلي، او د ولي باغ د موجوده ریاستي بوټ پاکی څخه دا یره هم شته چې کیدائشي چي په مستقبل کې موژ د خان بابا زیارت ته هم پرینښودلي شو

 

پرون چې څه شوي دي، هغه د پرون خبره ده، سل کاله ورستو د منظور احمد پاشتین په نامه یو مشر په لاس راغلی دی، د قوم توقعات ډیر ړی ورنه، که دا ځلې هم موژ د غلامۍ څخه ونوتلو، نو څرنګه مو چې خان بابا د تیر وخت مجرم دی، هم داسې به مو منظور پاشتین د راتلونکي مجرم وي

 

بخښنه غواړم که سختې خبرې رانه لیکل شوي وي، په خپل قوم مئن یم، د کوم مشر بې قدري نه کوم، امید دی چې معاف به مې کړی

په قوم مئن Sohail Noor

-
بېرته شاته