(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کاکټس/کاکټوس

[04.May.2022 - 12:34]

کا کټس : Cactus

لیک: ډاکتر لطیف یاد

کاکټس ته په افغانستان کې دزقوم بوټي هم وایي او یواغزن غوښن  بې پاڼوبوټی دی چې دپښتنو په بېلابېلو سېمو کې ورته زقوم، خټ مېوه ،خوټ مېوه ،تیوران ،توران ، زمری ،دبلا څپېړه او کورغندلي وایي .

 . په انګریزي کې ورته Cactus، په عربي کې ورته صبار یا (تین شوکی) یا( اغزن انځر) وایي ، ایرانیان یې  کاکتوس بولي  

ا وډیرډولونه  لري چې دډولونوشمیریې تر (۱۸۰۰ ) پورې رسیږي.ځیني کاکټس  دونوپه شان لوړیږي او ځينې یې واړه او ګرد وي .کاکټس په ځمکه کې پياوړې ریښې ځغلوي ، لږو اوبو ته  اړتیا لري او دتندې په وړاندې ډیر مقاومت لري .

دکاکټس   ځینې میوه لرونکي  بوټي  هم شته چې میوه یې سور رنګ لري او  ډیره خوندوره ده اودمراکش هیواد هر کال دکاکټس ډیره میوه نوروهیوادونو ته صادروي ، خو دکاکټس  هر بوټی میوه نه نیسي ،بلکې ځینې یې میوه لرونکي  وي

دابوټی تقریبا په ډیروهیوادونوکې پیداکیږي. خلک یې په ګلدانیو ( ګملو)کې کري  او دتزئیني بوټی په توګه ورنه ګټه اخلي .په افغانستان کې د( یو تلویزیون - تلویزیون یک ) دکاکتوس په نامه یو پروګرام هم لري چې دځينو سیاستوالو سره پکې مرکې کوي .

ما تقریبا له نن نه اتلس کلونه دمخه دخپل کورپه انګړ  کې دکا کټس یو بوټي کرلی  و چې نن یوه لویه ونه ترې جوړه شوې ده او میوه هم نیسي.

(یاد)

........

اساطیر:

اسا طیر چې مفرد  یې اسطوره ده دیونا  ني ژبې  هیستوریا (historia) نه اخیستل شوې او  هغو پخوانیو  کیسو او افسانو ته ویل کیږي چې دارباب  الانواعو او افسانوي اتلانو په اړوند ویل شوي دي .په انګریزۍ کې ورته Myth ویل کیږي .په  اردو ژبه ورته (دیومالائی کہانی)او په هندي کې ورته (कल्पित कथा/मिथ) (کلپیت کټا میت  )  وایي. اساطیرمعمولا خیالي روایات دي، پر واقعیتونو ولاړ نه دي  ، خو  دټولنو ددودونو او دخلکود مذهبی عقایدو سره نه شلیدونکي اړیکې لري .

ډاکتر لطیف یاد Dr. Latif Yad

 

 

 

 

 

-
بېرته شاته