(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پ ټ اېم ټاکنو ډلګۍ

[04.May.2022 - 11:39]

 

اروپا کې د پې ټې اېم د ټاکنېزه ډلګۍ ( الیکشن کمیشنغړو د لومړني غونډې د پرېکړو راپور

 

د ټاکنو کمېسیون غړو غونډه د زووم له لیارې ترسره شوه.

 

نېټه: 27.03.2022

د مرکزي اروپا په وخت: 20:00

 

د غونډې ګډونوال : ښاغلی رحمان الله مهمند، ښاغلی فضل رحمان اپریدی، ښاغلي بریالي وزېري، ښاغلی نصیر ستوری، ښاغلی ذاکرشاه سادات، ښاغلي ظفر افغان، ښاغلی امید ځدراڼ، ښاغلی قدوس اپریدی، ښاغلی عدالت خان، ښاغلی مصطفی امن او سراج الحق ببرک زی.

 

د غونډې چلولو چارې د ببرک زی لخوا او د غونډې تخنیکې اسانتیاوې برابرول د وزیري صیب لخوا ترسره شوې دي.

د مرکزي پې ټې اېم لخوا دا لاندي 13 ملګري په اروپا کې د ټاکنو کمېسیون لپاره ټاکل شوي دي.:

1۔ ښاغلی رحمان اللہ مومند  بلجیم 

2۔ ښاغلی فضل رحمان اپرېدی فرانسه

3۔ ښاغلی بریالی وزیر هالینډ

4۔ ښاغلی سراج الحق ببرک زی جرمني 

5۔ ښاغلی مصطفی احمد زی فرانسه 

6۔ ښاغلی نصیر ستوری جرمني 

7۔ ښاغلی  مصطفٰی امن  ناروې

8۔ ښاغلی ذاکر شاه سادات انگلستان 

9۔ ښاغلی ظفر افغان انگلستان

10۔ ښاغلی ولی خان بړیڅ سویډن 

11۔ ښاغلی امید خان ځدراڼ سویډن 

12۔ ښاغلی قدوس اپریدی اوتریش 

13ـ ښاغلی عدالت خان اپریدی اوتریش

 

* د ټاکنېزې ډلګۍ (الیکشن کمېشن) د غونډې اجنډا د ټاکل شوي سکالو (موضوع) له مخې  پیل شوه.

په پیل کې د غونډې چلونکي د ټاکنو کمېسیون د ټولو غړو څخه په عمومي ډول پوښتنه وکړه. هر ملګری کولي شي، چې په اروپا کې د پې ټې اېم د غړیتوب (ممبرشیپ) او د ټاکنو د بهیر په اړه خپل اندونه، تجربې، رغنده نیوکې او وړانډېرونه وړاندې کړي، څو په اروپا کې د هر غړي هیواد د ځانګړو شرایطو پر بنسټ یوه هر اړخېزه پلې کېدونکي (عملي) تګلارې یا یو میکانېزم جوړ شي

د ممبر شیپ او ټاکنو په اړه حاضرو ملګرو د خپلي تجریې له مخې خپل نظریات، مشاهدات، شونتیاوې او د غړیتوب او ټاکنو د ستونزو په اړه په هر اړخېز ډول خپل نظرونه څرګند کړل..

 

په دې انلاین غونډه کې د ټاکنو کمېسیون حاضرو غړو دا لاندې پرېکرې وکړې.

په اروپا کې د پې ټې اېم غړیتوب ( ممبر شېپ ) او د ټاکنو تګلاره لومړی د نوم لیکنې یا راجسټریشن مرحلې سره پیل کیږي، کله چې د نوم لیکنې فورمې د ملګرو لخوا ډکې شوې، بیا دا غوښتنلیکونه د ټاکنو کمیسیون ته سپارل کیږي. له هغې ورسته د ټاکنو  (انتخاباتوبهیر( مرحلهپیل کیږي

په اروپا کې د پې ټې اېم  د دویمې مرحلې جوړښت په غوڅ (مطلق) ډول د مرکزي پې ټې اېم د بنسټېزې (منشور/آئین ) تر چتر لاندې جوړيږي او ټول ملګری به د پې ټې اېم آئین اصولو ته ژمن پاتې کیږي

 

د ټاکنو کمیسیون دنده په اروپا کې د ممبرشیپ او د بریالیو ټاکنو ترسره کیدو ورسته  پای ته رسیږي او ټاکل شوي نوي مشران به په خپلو هیوادونو کې د پې ټې اېم چارې په منظمه او فعاله توګه پرمخ بیایې.

په هر غړي هیواد کې د ټاکنو کمیسیون د غړو لخوا د دریو څخه تر پېنځه د پې ټې اېم فعال پیژندل شوي کسان ټاکل کیږي، څو دوی په خپلو هیوادونو او ښارونو کې د غړیتوب (ممبرشیپ) د نوملیکنې مرحله پیل کړي. هر څوک چې د هر توکم او هرې ژبې پورې تړلي وي هغه کولي شي، چې  په کوم هیواد کې مېشت دی د پې ټې اېم غړیتوب د غوښتنلیک له لارې ترلاسه کړي. همداراز د هر هیواد نوی مشرتابه په خپل هیواد کې د خپلو غړو د ونډې (حق العضویتد څرنګوالي په اړه خپله پرېکړه پخپله  کوي.

 

نصیر ستوری صیب ته دنده وسپارل شوه، څو د پې ټې اېم د غړیتوب لپاره یو غوښتنلیک چمتو کړي. نوموړي د غړیتوب غوښتنلیک بېلا بېلې بېلګې (نمونې) چمتو کړې، د ټاکنو کمیسېون د غړو تر اصلاح، مشورو او تائید ورسته د ټولو ملګرو لخوا د اروپایې پې ټې اېم د غړیتوب غوښتنلیک د مسلسل نمبر درلودلو سره تائید او ومنل شو.  

غونډه د شپې په  ۲۳:۳۰پایې ته رسېده.

 

په اروپایې هیوادونو کې د پې ټې اېم د ټاکنو د بهیر په اړه د ټاکنو کمیسېون غړي په بله غونده کې پرېکړي کوي او هغه به هم د تاسو درانه حضور ته اعلان شي

 

په خورا لوړ درنښت 

اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټاکنو کمېسیون

سراج الحق ببرکزی ځدران

-
بېرته شاته