(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان

[04.May.2022 - 11:33]

دهند په پلاز میینې( پایتخت) ډیلي کې دباچاخان په نامه

یو  مارکیټ چې ( غفار مارکیټ ) یې بولي

لیک: ډاکتر لطیف یاد

 

هندیان دهغه درناوي له کبله چې دپښتنوستر مشر خان عبدالفغار خان بابا ته یې لري نو یومارکیټ یې چې  ( غفار مارکیټ ) بولي دده په نامه نو مولی دی.

دغه مارکیټ چې په (۱۹۵۲ ) زیږدیز کال کې ودان شوی دی دزاړه ډيلي په یوه مشهوره سیمه کرول باغ ( قرول باغ ) کې مو قعیت لري .

غفار مارکیټ (۵۰۰۰) هټۍ ( دوکانونه ) لري چې پکې زیاتره الکټرونیک سامانونه لکه مو بایلونه . کمپيو ټرونه ، ټلویزیونونه ، کیمري ،ایر کنډیشنونه اونور ډول ډول الکټرونیک سا مانونه پلورل کیږي .

 دغه مارکیټ ته هره ورځ په زرګونو کسان ور ځي او خپل الکټرونیک سامانونه له همدې مارکیټ نه اخلي .

دغه مارکیټ په اونۍ کې شپږ ورځې پرانیستلی وي ، خو د دوشنبې په ورځ بیا بند او تړلی وي .

-
بېرته شاته