(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګورګورې

[04.May.2022 - 10:23]

ګورګورې

لیک : ډاکتر لطیف یاد

ګورګوري یوه غرنۍخوږه مېوه ده چې ي  زیاتره په ځنګلونو اوغرونوکې پیدا کیږي . ددې میوې ونه اغزنه او  تر څلورو مترو پورې لوړیږي، پاڼې یې نرۍ  اومیوه یې په وچه او تازه ډول پیدا کیږي او ګردې دانې لري .

ګورګورې دنړۍ په ډېرو هېوادونو  او هم دافغانستان په خوست ، ننګرهار ،لغمان ، پکتیکا او کونړاو دپښتونخوا په ډېرو سېمولکه بنو او دېره اسما عیل خان   کې هم دګورګورو ونې شته .ګورګورې په عمومي دول دتودواوګرموسېمو مېوه ده .

ګورګوري یوه ډېره ګټوره مېوه ده او انرجي ،قندونه ، کاربو هیډریډ ،  پروټینونه ، فایبرونه، اوسپنه ،کلشیم ، پوتاشیم او ډیر وایټا مینونه هم لري چې په دغو وایټامینو نو کې  ویتامین B1 ،ویتامین B2،ویتامین B3  , (ویتامینB5،ویتامین B6،ویتامین C،ویتامین E او ویتامین K.

د ګورګورو خوړل لاندینۍ  طبي ګټې لري

۱- هغه څوک چې دشکرې ناروغي ولري ورسره ډېره مرسته کولی شي

۲- دوینو دفشار لپاره هم ګټوره مېوه ده .

۳- هغه څوک چې دبې خوبۍ په ناروغۍ اخته وي که یې څو ورځې په پرله پسې ډول ګورګورې وخوړلې نو بېخوبی یې ورکیږي اوښه خوب کولی شي

۴- داسهال په ناروغیو کې ګټوره ده.

۵- دهغو کسانو دزړه ټکانونه چې زیات وي دګورګوروخوړل دې نه هېروي.

۶- دسرخوږې لپاره هم ګتور دي.

۸- انتي اکسیدانټ Antioxidant د ي .

زه چې په کوم هېواد کې ژوند کوم نو هلته ګورګورې ډیرې ګرانې دي او خلک یې ډیر خوښوي

په پښتوادبیاتو په تېره بیا په پښتولنډیو ( ټپو ) کې هم دګورګورو ډېره یادونه شوې ده او پښتو سندرغاړو په خپلو سندرو کې هم ستا یلې دي

خدايه ګورګورې تورې مکړې

جنکۍ سرې شونډې ورځي تورې راځينه

راځّه راځه دېدن مې وکړه 

لکه ګورګوره په ګړنګ ولاړه یمه 

زړه مې پر يوه ولي ولاړ دی

لکه ګورګوره په ګړنګ ولاړه وينه

ګورګورې تورې شوې رانغلې

ما دې د تورو شونډو وکړل ارمانونه

ګورګورې ته خوره، ګور ګور خوره

مماڼې ما له رالېږه رنځوره يمه

همداراز دګورګورو په اړوند ډيرې سندرې هم شته:

۱- غره ته  راغلې یم لالی پخلا کومه 

ګورګورې ټولومه زه ګورګورې ټولومه 

  ۲-ماچه ګورګوری ټولولې 

زرې زرې می شوې اغزو کې سرې منګولې

۳-پاڼه پاڼه د ګورګرو

نری کمیس یې د فانوس رڼا کوینه-پاڼه

۴- دسیند نه پورې هورې 

ګورګورې تورې تورې 

دنجونوسرې خولګۍ یې  کړلې تکې  تورې تورې

(یاد)

https://youtu.be/2iPXQMDuxTY

-
بېرته شاته