(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عارف وزیر د تلین

[04.May.2022 - 10:21]

پښتون ژغورنې غورځنګ د عارف وزیر په قبر د افغانستان ملي بیرغ خپور کړ

د شهید عارف وزیر د تلین په یاد

 

تاندد پښتون ژغورنې غورځنک د غورځنګ د یوه مخکښ غړي شهید عارف وزیر د لومړي تلین په مناسبت د هغه په قبر د افغانستان ملي بیرغ خپور کړ.

 

په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه او معلومات ښيي چې د ازادۍ د ننګیالي عارف وزیر په قبر د منظور پښتین تر څنګ یو شمېر پښتانه مشران او د ارواښاد وزیر مینه وال لیدل کیږي.

 

منظور احمد پښتين ته منسوبه فیسبوک پاڼه باندې په یوه وروستي پوسټ کې راغلي، «د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د ملی شهيد سردار عارف وزير د تلين په مناسبت د هغه پر قبر په واڼه کې له ملګرو سره حاضري وکړه. شمعې یې بلي کړې. د وطن ستر شهید ته یې د عقیدت سره ګلونه وړاندي کړل

 

د جرمني په کولن ښار کې د پښتنو یوه مبارز نصیر ستوري یوسفزي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ارواښاد وزیر په قبر د نیم افغانستان بیرغ منظور پښتین هوار کړ.

 

یوسفزي لیکلي، «د لوی افغانستان ارمانجن شهید عارف وزیر په قبر شمعی بلې او قامي سرلښکر منظور پشتین یې په قبر د نیم افغانستان بیرغ خپور کړ

 

عارف وزیر تېر کال دې ورځو کې له کابل څخه له ستنېدلو لږ وخت وروسته د وسله والو په یوه برید کې وویشتل شو چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه، او د پښتون ژغورنې غورځنګ یې په حق کې دا غږ پورته کړ چې وه جو نامعلوم هی  وه همین معلوم هی.

-
بېرته شاته