(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر شېنوارې پوښتنو ته

[03.May.2022 - 12:41]

 د ډاکترابراهېم  شینواري   څو پوښتنو ته  په لڼډو جملوکښې ،  چې زما په فکر رسېږي ځوابونه لیکم

هیله ده نور ملګري هم په دې آنقیټ کې برخه واخلي او په راتلونکې کې که خدای غوښتل وطن کې ېې پلي کړو.

 

I- په ۷ شمیره کې ؟ د ملي ګټو په ساتلو په تیرو سل کلونو کښې کوم دولت قادر شوی؟ په جواب: زما په نظر د غازي اما ن الله خان،بیا م.ظاهر شاه خان؛ سردار م.داوود خان شهید؛ د خلقیانو اول وختونه؛ د ډاکتر نجیب اله د ڼنګرهار فتحه؛ او د کرزی اول جمهوریت ریاست اول کالونه !، تر ډیره د ملي ګټو په ساتلو کې بریالي ول؛مګر وروسته د داخلي او خارجي جاسوسانو د لاسوهنو له کبله سلنه کمه شوه.

 

II-په لمړۍ شمیره کې ؟ په ترتیب ځوابونه زما په فکر:::

۱-د انساني اړتیاووله ډلې ،د موقف،شهرت، قوت،جایدادونه، او افراطي جنسي اړیکو هوس د حرص،ظلم او نارواوو کړنو باعث ګرزي.

۲-اساسي او امنیتی یا د خوندیتوبونو اړتیاوې ،دواړه مهمې او یو د بل متممې دي.

۳-سړیتوبونه (شخصیتونه) او دولتونه دواړه تر خپلو وسو پورې د انسانانو په مهمو اړتیاووو په رفع کولو کې مسولیتونه لري البته رولونه ېې له ورایه ښکاري.

په ټوله پښتني/افغاني مینه او مڼنه

ډاکتر ساپی زړور حمیدالله// ژیټ برکسل

۳/مې ۲۰۲۲م. =۲ورکوټي اختر (شوال المکرم )۱۴۴۳ه.ق.= ۱۳غوایي (ثور) ، ۱۴۰۱ش.ه

-
بېرته شاته