(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بلوچستان او

[02.May.2022 - 12:56]

د بلوچستان او پاکستان شخړه 

 

پښتنو د رياست سره همېش د خپلو بې اتفاقې او کمزورو له کبله ډېره ګوزاره کړې خو بلوچ پدې اړه خپل تاريخ بدل لري بلوچان د خپلې قامي مقدمې په اړه ډېر کلئېر دي په پوهنتونو کښې د ټولو زيات په فکري بنړه بالغ او د خپل قامي کاز نه خبر او ورسره ولاړ بلوچ سټوډنټان دي .

دپښتنو ځوانان په شلو ګودرو ګډېږي چې څنګه ئې سياسي اجتماع منتشره او  ګډوډه ده داسې اجتماعي حافظه هم منتشره ده .

 د ړومبې ورځې نه د رياست او د بلوچو ترمېنځ اړيکې ترينګلې پاتي شوي چې کله په ۱۹۴۷  کښې د نواب آف قلات رور عبد الکريم په مشرۍ کښې پاڅون کړې وو په ۱۹۵۸ کښې د بلوچو مشر نواب نوروز خان زرکزې په جرګه او قرآن  د غرونو نه ايوب خان  راکوز کړو او بيا ئې ورسره خیانت اوکړو او د خپلې کورنۍ د اووه غړو سره ئې په حېدر آباد ،زندان ،کښې تېزندې کړو اوس   د بلوچانو پينځم نسل د خپلو حقونو لپاره وسلواله جګړه کوي دا عام شاړي خلک اوس نه دي بلکې د پوهنتونو نه فارغ لوستي ځوانان دي.

 د بلوچو او پاکستان ستونزه د ړومبې ورځې نه وه خو درې ځل د پوځيزورواکې ېو ځل د ذوالفقار علي بهټو ډکټېټر شپ په نتيجه کښې جوړه کړې شوې دغه شخړه سياست مدارو د خبرو د لارې وخت په وخت سړه کړې وه پاکستان همېش د بلوچو سیاسي نمایندګۍ ته هم سپک او هم د شک په سترګه کتلي وخت په وخت ئې زندانونه ته اچولي وژلي دي بار نړۍ تې شړلي دا پينځم ځل جنبش هم د پوځي ډکټېټر جنرل مشرف د زورواکی بدماشې په نتيجه کښې په حرکت شو چې کله د ېو زغروال مېجر لپاره  په سوئي کښې په ۲۰۰۵ کښې د ډاکټر شازيه خالد سره د شوي ناوړي عمل نه پس د ټولو بلوچو سپکاوې اوشو دېو مېجر د بچ کولو لپاره ټول بلوچستان په اور کښې اودرول شو څربېره د سياسي مخ اکبر بګتي په ۲۰۰۶ کښې وژنې دغه ټول غورځنګ ته نوې آکسيجن ورکړو  چې سیاسي مخ وژل شي نو نتيجه بيا دغه شان پاڅونونه وي.

د تېر شل کاله نه د هر بلوچ کور ته د ځوانانو ړانده مړي اوغورځول شو په زرګونو لادرکه دي د ،ريکوډیک ،پشان د سرو په غونډو او ګېس سره د بلها قذرتي شتمنو نه بلوچان بې روزګاره او مرګوني فقر سره مخ دي د ،ګوادر ،او سي پېک ،پشان‌پروژې‌، صوبه ګرېز مرکز تې په ولقه کښې اغيستي تر دې چې په سمندر کښې د زمانو زمانو نه د کبانو د ښکار حق تې هم تروړل شوې د بلوچو د لوړو زده کړو ځوانانو ته د شک په نظر کتل کېږي د ايزده کړو نه پس کمې نوکرې ورته نه ورکول کېږي نتيجه ئې داده چې اوسنې وسلوال پاڅون تر تېر څلور ځل ډېر اوګد او د کراچۍ د ځان وژونکې باسواده تورسرې نه پس ېو بوګنوونکي لور ته روان دې بلوچ لبریشن آرمی، بلوچ ری پبلیکن آرمی، بلوچ لبریشن فرنټ او،لشکر بلوچستان ، اوس ستر حقيقتونه دي د کم رياست سره چې د خپلو قامونو د چلولو دهغوئې د ستونزو د حل لپاره د سياست آئين او د حقوقو ورکولو په ځائې همېش د کوتک لار وي نو د هغه عمل غبرګون همېش لپاره رورو هم پدې ډول په قامي پاڅون بدلېږي.

پاکستان ېو ګڼ قاميز فيډرېشن دې فيډرېشن د خپلو اصولو پرته چرې هم نه چلېږي اصول هم هغه پينځه اويا کاله په مارچ ۱۹۴۸ کښې باچا خان په کراچۍ کښې وائلې ورته چې د درې شبکو نه پرته ټول اختيارات صوبو ته ورکړې فيډرېشن به هم چلېږي او لاندې به قامونه هم خوشال وي د بلوچو قامي مقدمه هم د حقوقو ده که نن ورته څوک حقوق ورکولو ته تیار شي نو هم روغه ممکن ده خو چې حقوق چاته نه ورکول شي نو بيا قامونه د خپلواکۍ په خبرو هم د نړۍ وال اصولو ترمخه د اودرېدو حق لري د پاکستان واکمن همېش د وړو قامونو په هډونو روګدي شوي چې د بنګال پشان بېخوندو ته خبرې اونه رسوي نو دهغې نه وړاندې چرې هم په سړيتوب د قامونو غوښتنو او د حقوقو خبرو ته غوږ نه ګډي بلکې خاندي پسې  .

چين بلوچان پخپله خاوره د سرماېې د لارې اشغال ګر ګنړي اودا وائي چې زمونږ په ځبېښاک کښې د پاکستان سره چين هم مرستيال دې چې په نتيجه کښې د بلوچو جګړه بیا د نړۍ وال سامراجي طاقتونو ترمېنځ د تربګنې نيابتي جګړه هم جوړېږي دې هرڅه ته اوس نړۍ واله مرسته هم ترلاسه ده ځکه چې پاکستان هم چاته په مخ پوزه نه ده پريښې .

 

مولانا خانزېب Maulana Khanzeb 

-
بېرته شاته