(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټېپر او

[02.May.2022 - 12:38]

ښوون : زیتون: Olive

لیک: ډاکتر لطیف یاد

ښوون چې په عربی ، فارسي ،اواردو ژبو کې ورته زیتون وایي او علمي نوم یې (Olea europaea ) دی یوه ګټوره میوه ده چې لږ تر لږه  ۳۵ ډولونه لري او ونې یې په جنوب ختیزې  اروپا ،‌ لویدېزې ایشیا  ،‌ او شمالي  افریکې د الجزایر، لیبیا ، تونس ، مصر ، مراکش په هېوادونو  ، دامریکې په متحده ایالتونو ، دمدیترانې په سواحلو ، لبنان ، فلسطین ،سوریه ، اسرائیلو ، چین ،هسپا نیه ، پرتګال ، ایټالېې ، یونان ، ،  استرالیا ، ایران ، ترکیې  ، عراق ،‌ اردن ، دجنوبي امریکې دپیرو او ارجنټینا په هیوادونو او د کسپین د سمندر ګي  په جنوبی برخو کې  هم پیدا کیږی.‌

دښوون(زیتون) دونې په اړوند ډیرې څیړنې شوي دي او ویل کیږي چې دغه ونه دحضرت عیسی مسیح(ع) تر زېږېدو ۳۰۰۰ کلونه وړاندې هم وه او خلکو دزیتونو نه ګټه اخېستله او دلرغونې یونان په مشهورو ادبی کتابونو کې هم ترې یادونه شوې ده .

په قرآن شریف کې دالتین په سوره کې هم د(ښوونو)زیتونو داسې  یادونه شوې ده

وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ وَطُورِ سِينِينَ وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ.

ښوون(زیتون) ډیر ډولونه لري لکه شنه ،زیړ،  تور ، سره ، او بنفش زیتون.

دزیتونو غذایي ارزښت :

ښوون(زیتونپروتين،کلسيم، اوسپنه او ويتامين A ، B1، B2 لري او نور ډير ضروري غذایي  مواد او کالوري چې انسان ورته اړتيا لري پکې شته دي .

 په غوړیو کې تر ټولو ښه غوړي دښوونو(زیتونو )غوړي دي ځکه غیر مشبوع دي او زړه او دبدن رګونو ته زیان نه رسوي. دزیتونو غوړي دزړه ، اعصابو دبدن دپوستکي ، ددردونو دتسکین او دحافظې لپاره هم ګټوړ دي .همداراز که چیرې ښوون ( زیتون) په پرله پسې توګه وخوړل شي نودبدن  وزن هم کموي .دبدن او هډوکو ددردونو لپاره که  دښوونو( زیتونو )غوړي دبدن  پر هغو ځایو نوچې درد پکې دی  ومښو نو دردونه کموي او ان لیرې کوي یې .

دښوونو( زیتونو) نه ډیر خوندور اچار هم جوړیږي چې سرکه ، هوږه ،  مرچک، مالګه ، ویلنی او شنه دڼیا (ګشنیزّ )هم ورسره ګډوي .  

لنډه داچې زیتون خوندوره مېوه ده اودخوړو په وخت کې دانسان  اشتها  را پاروي . دښونو ( زیتونو) ّ نه په صابونو نو او دمخ په کریمونوکې هم ګټه  اخیستل کیږي .

له نېکه مرغه په افغانستان کې د ننګرهار ولایت دهډې او غازي آباد په فارمونو کې دښوونو( زیتونو) ډیر ې ونې  شته او دجلال آباد په ښارکې دښوونو ( زیتونو) داچارو دجوړولوفابریکه هم شته چې هرکال دښوونو (زیتونو ) نه ډیر اچار تولیدوي.

ما له نن شل کلونه وړاندې په پردیسۍ کې  د خپل کور په انګړ کې دښوونو  څو نیالګي کښینول چې اوس په غټوونو بدل شوي دي خو رنګ یې تور دی او هرکال یې  دجون په میاشت کې حا صلات ټولوم او ترې اچار جوړوم .

باید زیاته کړم چې په نړۍ کې دښوونو(زیتونو )دونې ښاخ دسولې سمبول هم ګڼل شوی دی اودملګرو ملتونو (United Nations) د بیرغ په نښان  کې هم دزیتونو ښاخونه دسولې دسمبول په توګه  کښل شوي دي .

.............

 

ټېپر یا شلغم  دشلو ناروغیواو غمونو  درمل 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

ټېپر چې په پښتو کې ورته شلغم او منګړیتې هم وایي    یوه ګټوره او غریبانه او ارزانه  ترکاري یا سبزي ده چې که له ګټو یې خبر شئ نو هره ورځ به یې په خپلو خوړو کې وراضافه کوئ او په اومه او پاخه ډول به یې خورئ .

ټېپر(شلغم ) ویټا مینونه  ، مینرالونه ، کلشیم ،مګنیشیم ،  فاسفورس ، سوډیم او زینک اودنورډیر ګټور ویټامینونو لري.ددې ترڅنګ چې یوه ګټوره ترکاري یا سبزي ده دانټي بایو ټیک خاصیت یې هم یوه غوره ځانګړتیا ده.   

دټېپرو (شلغمو)نورې  ګټې دادي

۱-دانسان دبدن  دهډوکو او مفاصلو په پیاوړتیاکې مرسته کوي  .

۲-دستوني ددردونو مخنیوی پرې کیدای شي

۳-دشکرې(شوګر) دناروغۍ لپاره ګټور دی.

۴-دپښتورګي ( ګردو ) او مثانې ډبرې  له منځه وړي

۵- دټوخي،بلغمو  او زکام لپاره هم ګټور دی.

۶- هغه کسان چې په دوینو په کمو الي اخته دي ټېپر دې وخوري 

زموږ خلک دټېپروله پاڼو  سابه  یا ساګ پخوي چې ډیر خوندوراو ګټورسابه یا   ساګ دي.

همدااراز دټېپرو (شلغمو) تخم  که په اوبوکې وایشول شي او وڅښل شي انتي بایو ټیک خا صیت لري

اوس چې په افغانستان، پښتونخوا ، جنوبي پښتونخوا  او نورو ډیر وهیوادونو کې ژمی دی او ټېپر (شلغم )هم ارزانه سبزي ده ورنه ګټه واخلئ او ویې خورئ څو بدن ته مو ګټه ورسوي او دنوروناروغیو مخنیوی پرې وشي.

.......

-
بېرته شاته