(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون ولې وړاندې

[02.May.2022 - 12:29]

پښتون ولې وړاندې نه ځي٠٠٠ ؟!

لیک: زیب منتظر مسید

د نورې نړۍ، نورو ولسونو او زياتره ګاونډيانو په پرتله، پښتانه وروسته پاتې او د ښه ژوند له اسانتياو او وسايلو بې برخې دي٠ سره لدې چې، د فزيکې اړخه تر نورو که غښتلي او زيارکښ نه وي، نو کم هم ندي٠ کوم کار ته چې، اړم شي، نو تر پايه يې رسوي او په ډيرو مواردو کې يې تر بل ښه او ژر تر سره کوي٠

خو ورځ يې نه سميږي، يا خو هم په شا روان وي يا هم ځاى پر ځاى پښې ډبوي٠٠٠

زما په نظر، زموږ د وروسته پاتې والي او ګډ وډ ژوند لوى او اصلي لامل دا دى چې، موږ پر دې اعتراف ته تيار نه يو چې، موږ تر بل هر چا، په ځانګړې توګه تر هغه چا چې، د ځان سيال يې ګڼو، وروسته پاتې يو، ژوند مو تر بل هر چا خراپ دى او٠٠٠ په يوويشتمه پيړۍ کې هم، چې، نور ولسونه نورو سيارو ته د کډه کولو لپاره هلې ځلې کوي، خو موږ لا همغسې، پر خپله خټينه کوډله وياړو او د پلار نيکه د ژوند او ژواک طرز او طريقو ته ترجيح ورکوو٠٠٠ د ټکنالوژۍ په ژبه، د خپلو سافټ وېٸرو اپډيټ کولو ته تيار نه يو٠٠٠ فور جي انټرنيټ په پينټيم ون کمپيوټر چلول غواړو او ٠٠٠ !

داسې وړاندې نشو تلى او نه خو به په راتلونکې کې، وړاندې لاړ شو٠ موږ ته په کار ده چې، تر هرڅه د مخه، پر دې اعتراف وکړو چې، وروسته پاتې يو، د پرمختګ بهير يوې خواته او موږ بلې خواته روان يو، بار مو کوږ تړلى دى او که سم يې نکړو، نو همداسې به په هر دوپم ګام کې رانه غورځي او لويږي٠٠٠

بيا وايم چې، راځٸ له بې ځايه، بې ګټې او جعلي وياړنو تير شو، ځان تر نورو لوړ نه، بلکې د نورو يوه برخه او هغوى ته ورته وګڼو، ډير له نورو زده او لږ نورو ته د ورزده کولو هڅه وکړو ٠٠٠!

 د يو او بل د زغملو وړتيا پيدا کړو، په سوله کې د يو بل او نورو سره د ژوند کولو وړتيا پيدا کړو،که دا کار مو وکړ، شايد پر مخ لاړ شو، ٠٠٠ !

د ښکلي ژوند په هيله

 Zeb Muntazer Maseed زیب منتظر مسید

-
بېرته شاته