(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مچو اخستل

[25.Apr.2022 - 14:44]

مچو اخیستل یا غیږ ورکول... روژه نه ماتوی پدې شرط چې

کوروالی ونشي او د شپی له طرفه کوروالی منع نده

........

 د روژې نیت په خوله ویل ضرور ندي، چې په زړه کې د روژې نیولواراده لرې. همدا کفایت کوي

.....

وایي روژه نیسم خو لمونځ نکوم؟

روژه دې الله قبوله کړه خو لازم ده چې په لمونځ خپل اسلام مکمل کړې. وږی تږی شوی یې خو بیا هم د الله له رضا محروم یې!

.......

هیڅ ضرور نده چې باربار لاړې (لعابتف کړې ځکه د لاړو په تیرولو روژه نه ماتیږي

...

که په خوب کې څوک جُنب شي یا د شپې جُنب شوی و او سهار شو؛ پروا نلري غسل دې وکړي روزه یې صحیح ده

.....

روژه دار کله چې غسل کوي 

نو باید غرغړه او پزه ترخه نکړي، فقط لمدول کفایت کوي

..........

بارداره یا تی ورکونکې ښځه 

چې پخپله یا ماشوم یې متضرر کیږي روژه خوړلی شي

آینده به یې قضايي راوړي

..........

په هیره که څوک  خوراک څښاک وکړ، روژه یې نه ماتیږي

.........

روژه نیسم خو تراویح نکوم؟

روژه دې صحیح ده خو د تراویح له ثواب نه به محروم پاتې شې

........

بغیر له پیشلمي ، روژه صحیح کیږي، خو د پیشلمي خیر او برکت به مونږ ته حاصل نشي

.......

د خپل مال زکات وباسئ

ضرور نده چې غریب ته ووایئ: دا د زکات مال ده

......

نکــاح

له ښـځو سـره نـکاح وکـړئ! ځـکه دوی تـاســو لـره مـال راوړي یـعنې د ښـځو د راتـګ سـره به سـتاسـو پـر کـور د رزق او روزي دروازې خـلاصـې شـي.

[جمع الجوامع: ۱۷۷]

..........

د اېمان برخې 19

فرضي روژه نیول

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُــتِبَ عَـلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 

اى! هغو كـسانو چې ايـمان مو راوړى دى پر تاسو روژه فرض كړای شوې لكه څـنکه چې له تاسو نه په مخكنيو اُمتونو فرض شوې وه، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګار شئ.

[سورة البقرة: 183]

.......

Rahmatullah Nowroz رحمت الله نوروز

-
بېرته شاته