(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه څوک ېم

[25.Apr.2022 - 14:41]

  زه څوک يم 

لیک: شمس بونیری

دا دکال 1985 خبره ده چې زه فوځي عدالت څوارلس کاله قېد او پنځويشت کوړې سزا کړم د صوابۍ شاد محمد خان د پېښور جېل سپريټنډنټ وو ډېر شريف سړې وو زه چې د مارشلا يي عدالت نه جېل ته راغلم نو په فېصله کې دسزا نه علاوه پينځويشت کوړې هم وې ارواښا شاد محمد خان زرزر په رو رو پينځويشت کوړې اووخلم او پهانسي ګاټ کې يې بندی کړم فوځيانو فېصله کې لېکلي وو چې دا سړې دشهت ګرد بدنام او دروسيانو ملګرې دې سخته څارنه به يې جېل کې کوﺉ ډپټي سپرېټنډنټ ملک انعام سخت  او جابر سړې او مسلم لېګې هم وو فېصله اوکتله پهانسي ګاټ ته راغې چکر جمعدار اورنګ زيب ورسره وو حکم يې اوکړه دده پښو ته بېړۍ واچوﺉ اورنګ زيب مې پښو ته بېړۍ واچولې ګل خان دبډه بېرې چې به يې ورته ګلو به وې هغه دسنتري په توګه زما په چکۍ اولګولو زه په درې څلور کېسونه جوړ وو او يه څوارلسمه ورځ به يې  سپېشل کورټ عدالت ته بوتلم څوارلس ورځې خو بېړو کې بندي وم شاد محمد خان ملک انعام ته اووې چې دا خو تعليم يافته هلک دې او د لاء کالج دسټوډنت په هېڅ نېولې شوې که دا هلک په بېړو کې هلاکانو اوليده نو لوی جلوس به دلته په جېل حمله کوي ساتل بوتلل راوستل خو د پوليسو ذمه واري ده که تختي نو ذمه وار به يې ما او تا نه يو پوليس به وي دا بېړۍ يې لرې کړې او زه نيم ازاد شوم 

     څو ورځې پس چې ګورم نو درې کسان پهانسي ګاټ ته راوستې شو خړ پړ په بده نړۍ وو چې اومې کتلو نو يو افتخار باچاوو بل صدرالدين مروت وو دريم حسېن شاه وو دا د پښتون سټوډنټس ليډران وو پاسېدم دعا سلام او شو ما ورته اووې ستاسو دقد کپړې راسره نيشته ملګرو ته سوال جوب اوکړﺉ نو کپړې به راوړي توليه ګانې او صابونونه مې  راو خيستلو باچا جي ته مې اووې يوه غسلخانه او يوه ټټۍ ده يو يو اولامبﺉ  زه به درله پخپله چايې پخې کړم يو کاک راسره دې پدې به درې واړه ګوزاره اوکړﺉ دوی فارغ شو ما ورته اووې پهانسي ګاټ کې و نه والي بال شت نه بېډ مينټن شته خو باچا ته خو به صبا دپارټۍ ليډر يې داکتاب ماضي کے مزار دې دا چې اولولې ښه تقرير به کوې دليلونه به ورکوﺉ پارټۍ کې به دجديد تراميمو سره بلد شې 

     بيا مې خسېن شاه ته اووې زه بونېرې او ته دروجې يې مزاجونه مو يو شان دي دا داشرف مفتونۍکتاب  وږمې واخله اوګوره ته خوهسې هم د سټېج ليډر يې دې کې ښه شاعري اولکه دغني خان دملا دشمن دې غني خان خو به ورته بمبلي وې ولې اشرف پدې کتاب وږمې کې خو ورته ابليس وايي دير کې دا بې لاې جماتيان ډير دي په لاربه يې کړې 

    بيا مې مروت صېب ارواښاد ته اووې ته خو دغرنو سړې يې دکتاب په ځای په جنګ کې مړنې يې دا د چې ګوېره کتاب جنګ کول د ازدۍ لار ده

   ګلو سره زما خپله يارانه جوړه کړې وه هغه ته مې اووې سحر چې راځې تو دوه باليي چهولې او پينځه ډوډۍ غلېب کې راوړه شل ستا شوې او پدې نورو دا ناشته راوړه ګلو کاکا سحر دبوجۍ پيسکه اوچته کړه ناشته يې کېخوده او سنتري توب ته ودرېده ما دوی ته اووې پاسﺉ مخ لاس اوکړﺉ چايي تياردې دوی تيارشو شريک کېنا ستو ناشته مې کېخوده او بالايي مې هم ددوی مخې ته کېخوده ستړي دړديدلي وو ښه په شوق ناشته اوشوه خسين شاه ماته اووې دا سپين شې څه وو ما ورته  حسېن شاه صېب تا ته پته نه ده چې زه کميو نسټ يم او دا کار چې وس زه يهانسي ګاټ کې پروت يم دا کار خو هغوﺉ په ما کړې دې کله نا کله په خفيه طريقه ماته څه څيزونه راولېګي زه يې خپله هم نه پېژنم دا درې څلور ورځې مخکې چا راوړي که ستا خوښ وي زه به په خفيه طريقه څه بندو بست اوکړم په ګلو به ما دا کار کولو اوحسېن شاه به په مينه ناشته کې خوړه 

دوه مياشتې پس دوی رهاشو دوی خوشحاله او زه خفه وم ما خو وې درې مرعۍ مې نېولي چوري ورته اچوم په ماکسي فلسفه به يې پوهه کړم خو درې واړو مرغو پروکړه والوتې 

    زه چې 1988 کې جېل نه رااوتم نو حسين ساه راته اووې ته خو ډېر ګلدار يې مونږ دې شک کې اچولي وو زه داباسين کور ته تلې وم دا شې نلشته کې وو ما ترې تپوس اوکړه دا څه شې دې هغه اووې بالايي ده قيصه خوانۍ کې پرته وي زه وس هم چې بلايي خو رم ته راياد شې اوخاندم بيا بالايي اوخورم

شمس بونیری

15.04.2022

.........

 

ارواښاد مېردل خان هوتي چې ټولو خلقو به ورته بازدا وې دا دارواښاد اعظم خان ماما او دسرير خان پلاروې دده دکور ذاتي نوکر بوړهې کاکاوو جايداد کې دزميدارو سره حیساب کتاب ټرېکټر چلول و دکور سود سودا به يې پخپله کول بازدا ډېر ټوقي او اوښيار خان وو 

  زه به يا اعظم خان کور کې وم يا دبازدا کور کې ميشته وم ماسره به يې ډېره مينه کوله جامې څپلۍ به يې راته اهيستې او بوړهې کاکابه دپټو يا د دوکانونو کرايه ورکړه نو ما ته به يې هم لږې ډېرې پېسې راکړې 

د 1971 الېکشن کې د مانسهرې يو ميمبر زرين خان د صوبايي اسمبلۍ سيټ ګټلې وو د هغې وحت حکومت هر ميمبر له د يويو موټر پرمټ ورکړې وو نو ارواد زرين د بازدا هجرې ته راغې باز دا ته يې اووې حکومت د موټر پرمټ راکړې دا واخله مونږ دغرونو خلق يو جيپانو کې ګرځو بازدا ورته اووې پهڅو پېسو به دا پرمټ راکړې هغه ورته اووې بازدا پرمټ نه خرڅوم و تاله يې درکوم ځان له پرې موټر واخله بازدا څو ورځې پس موټر واخيستو يوه ورځ چوک ياد ګار کې ارواښاد ولي خان ډېر جزباتي تقرير اوکړه او اعلان يې اوکړه دباچا خان عدم تشدد پرېدم فېرنګې که غاصب وو خو څه اصول خاطر پکې وو اوسنې حکمران بټهو خو د سړي ځوې نه دې اعلان کوم او ورته وايم چې غلې شه بسکړه کنه ټرک هندوانو له يو چاقو بس وي ځلمي اوکله چې زمونږ حکومت او حېدرخان د خېبر پښتون خوا وزير اعلی وو نو په دغه وخت کې اختر علي شاه د صوبې  ډپټي انسپکټر جرنل وو نو دهغه ځوې او حېدر خان دا ځوې دواړه هم عمر وو خېدر خان په دغه ورځ مردان ته هلي کاپټر کې راغلې او اختر علي شاه صېب مردان کې وو دارواښاد اعظم خان کور کې شريک ناسته وه چې حېدر خان پېښور ته هلي کاپټر کې واپس تله نو اعظم خان حيدر خان ته اووې دا دواړه ځان سره شريک هلي کاپټر کې بوځه او اختر علي شاه به خپل ګارډ سره لاړ شې دوه کاله مخکې د لوی اختر مبارکۍ له د مبارکۍ د پاره تلې وم ما حیدر خان ته اوې بچې دې ليدل غواړم چې د اعظم خان مينه پرې ماته کړم حېدرخان دکوره را اوغوښتو ما سره يې کېنولو او هغه ته اوې بچې دا ستا کاکا شمس بونېرې دې دا ستا دبابا ډېر نزدې ملګرې وو دا اوپېژنه ما ښکل کړه وختونه تېر شو خو يادونه نه هېريږي.

...............

محترم خادم خسين صېب  زمونږ غوندې د درميانې طبقې سره تعلق لري خو سوچ او فکر يې مترقي او قام پرست دې ابتدا نه واخله تر دې وحته د علم زدهکړې او د علم خوره ول کوشيشونه يې کړي  او په زيار  پي ايچ ډي ډګري اخستې ده وس په بچو تعليم کوي او د کلتور ساتنه  او او حفاظت يې په برخه دې اوس دا ليک يې ښه خونده ور ګټه ور دې پدې ليک  کې خادم صېب د خپل حکومت د کارګردګﺉ په تفصيل او حقايقو په سمون څرګنده ونه کړې ده چې مونږ پرې وياړ يو خو دا حکومت د چا په قربانو راغلې او جوړ شوې وو څو کسان شهيدان زخميان  مغزوره تېر شوي څو کسان په زندانونو کې په کلونو کلونو  پراته وو او څو مفروران  لا تروسه بې درکه او  کتل يې په کار دي څو کسان جېلونو  کې مړه او خخ شويدي د هغوﺉ تاريخ ليکل خوره ول زمونږ ستاسو او دګوند ذمه واري ده چې دا تاريخ چهاپ او خور شي  کابل کې پښتانه ځلمې د ګوند په حکم تلي مړه بې درکه او عدم پته دي 

او ّځنې کارکنان  چې بې وسه بې کاره خواران وو د پارټۍ حکومت د هغو مرسته او مدد نه دې کړې  وس بيا هم مونږ دنوو خطرو او قربانو سره به مېدان ته ځو پکار دا ده چې دوه وړې کميټﺉ جوړې شي يوه کميټي به د ځوانانو تربيه اوکړي او بله کمېټي دخدايي خدمتګارانو نه واخله تردې وخته ددوﺉ تاريخ قربانﺉ اوليکي او ګوند يې چهاپ او خور کړي خپل خدمت تاسو او ګوند ته سپارم.

............

دنويد پلار د جېل سپريډنډنټ وو مونږ به ورته اغاجي وې دده درې ځامن ساجد مشر رياض کشر او نويد کشر وو دده دوه لوڼه وې  زه سوات جېل کې وم کتابونه به مې کتل خو اغاجي نه به مې پټول يوه ورځ اغا جي سحر په دوره راغې  زه  يې اوليدم مانه يې تپوس اوکړو څو يم پورې دې سبق ويلې ما ورته په دروغه اويل شپاړلسم پورې ماته يې اووې زما ځوې اتم کې سبق وايي جېل خوا ته ريسټ هاوس دې په هغې کې نويد ته سبق وايه سحر به ريسټ هاوس ته لاړم مازيګر پورې به ورسره تعليمي کار کولو سجاد رياض به راسره وو ډوډۍ به دکورنه راتله لږ لږ سياسي سبق به مې ورته هم وې جېل نه لاړم خو تعلق مې ورسره ساتو نويدکامريډ شو او د ډي ايس ايف سکتر شو اغا جي ماته يوه ورځ اووې ستاسو د افغانستان سره ښه تعلق دې دا زما لور  د ډاکټرﺉد يپاره اولېګه ما هم داسې اوکړه مسرت ډاکټره شوه د ګوند کلکه ملګرې وه او د صوابۍ نه د اقليت په سيټ دصوبايي اسمبلﺉ ميمبره شوه نويد وکيل شو خو نن صباء نادرن ګېس کمپنﺉ کې افسر دې سجاد د بزنس کار کوي او رياض ما شارجې ته اولېګلو خو کال پس واپس راغې وس ريډيو پاګستان کې فسر دې ولې د خدای په فضل ټول کامرېډان او د پارټۍ ملګري دي ايبټ اباد کې لویه بنګله لري اوړي کې مونږ ټول هفتې لسو ورځو له ځو نويد زما تصوير ساتلې او ما ددوﺉ يادونه ساتلي دي.

.........

 

 

 

زه څوک يم 

 بهروزخان زه چې فوځيانو ماما ګانو اونيولم نو زما ماشوم ځوي رياض جان د طالبعلمانو ټول اسناد دهغې ځای نه د ظاهر شاه فلېټ ته ورسول او هم هغه سره ميشته شو که دا کاغزونه د ماما ګانو لاسونو ته ورغلې وې نو دين دنيا به دې ښه نه وو ولې بله خبره درته کوم چې زه کوم ځای کې اوسېدم دغه ځای خو تاته معلوم دې بهروز خانه ستا په قد خو درنګه تور به دغې ځای ته يو هلک راتلو ماته به يې وې ماسکو ته سبق له ځم  څو پېسې به رانه اخلې او په کومه لار به ځم په تعليم به مې څو روپۍ لګي او چې ماسکو کې واده کوم څه قېد شرط خو به نه وي ما ارواښاد کفايت ته قيصه اوکړه تپوس مې اوکړو دا هلک څوک دې هغه راته اووې کامريډ دا هلک د جميعت پوخ غونډه دې ځان ترې ساته ما ورته فکر مه کوه ماسره خو خوږه ژبه ده خبر به شې په لار به شي دا هلک بله ورځ مازيګر راغې ما ورته اووې سهيل پيسې دره نا اخلم کاغزونه راکه دا به زه اولېږم څو ورځې پس راشه منظوري به شوي وي د مهمندو په لار به لاړ شې چې جلال اباد ته ورسې نو دسرخداتو د وزارت دفتر ته به لاړ شې هغوی ته به ستا اطاع رسېدلي وي هغوﺉ به تا دکابل نه ماسکو ته اولېږي په کومه پاکولته کې چې وي تا به داخل کړې واده چې کوې جينۍ به خوښه کړې مياشت دوه به شريک هوټلونو پارکونو کې او ګرځﺉ که ستاسو يوبل خوښ شو نو هلته دواده ځای ته لکه د ګرجې يو تېاېف وايي دواړه به کېنﺉ هغه مشر به ددواړو نه تپوس اوکړي درضا مندۍ نه پس به ستاسو لاسونه يوکړې چې تاسو د مزهب پابندي نه ازاد شوﺉ د يو بل دحقونو پابندﺉ به کوﺉ سهېل لاړ بيا رانغې زه ګرفتار او د جېل پهانسي ګاټ کې وم يو کال پس په څلورمه احاطه کې مازيګر ګر ځېدم ناڅاپه راباندې يو هلک دشاه نه لاس کېخوده ما چې اوکتل سهيل وو ماځان سره خپلې چکۍ ته راوستو تپوس مې اوکړه هغه راته اووې  ديوې جرنالسټ جينۍ سره زما تعلق وو چا مړه کړه دعوی په ما اوشوه ماورته اوې تا دې خدای خلاص کړي واده به درته ماسکو کې کوم  ياد درته دي کتابونه موسی سے ماکرس تک دا زه پاکل وم ورکړه  را بطه جوړه شوه ماته يې اوې دې جميعت خو زه په شاړو سرکړې وم شپږ مياشت کې ما زاکر ته حواله کړه ما ورته اوې مزغو کې يې ما کار کړې لاسو پښو نه يې تاسو کار واخلﺉ مقدمه کې روغه اوشوه خو ما چې کومه مقدمه کې ګېر کړې وو د هغې نه دوتو نه وو مسلسل به جېل ته ملاقات له راتلو ما ته به يې وې په بلا او ګناه دې اړولې يم اوس په توبه هم دپاکېدو نه يم پينځه شپږ کاله مخکې وفات شوې دې خو بهروز خانه قبر يې راته معلوم نه کنه ورځم چې په قبر د پاسه ورته وايم سهېله ما بخلې يې او دالله نه بخنه پخپله اوغواړه سهېله خدای بخونکې او مهربانه دې ما ستا په ګناه نه نيسي او تا زما په ګناه نه نيسي

شمس بونیری

-
بېرته شاته