(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خرما

[25.Apr.2022 - 14:31]

خرما ( کجورې ) : Date

لیک: لطیف یاد

خرما چې ځینې پښتانه ورته کجورې هم وایي ، په انګریزي ژبه یې (Date ) ، په عربي ژبه یې تمر او په هندي او اردو ژبو کې یې هم کهجور بولي او علمي نوم یې ( Phoenix dactylifera) یو ډول خوږه میوه ده چې مسلمانان زیاتره دتبرک لپاره پرې روژه ماتوي .

دخرما  ونې( Date palm )زیاتره په مصر ، سعودي عربستان ، عراق ، عمان ، لیبیا ، الجزایر ، سوډان ، عربي متحده اماراتو ،فلسطین ، اسرائیلو ،  تونس ، یمن ، ترکیې ،قطر، کویټ ،ایران او پاکستان کې  ډیرې دي او دمصر هیواد دخرماوو په تولیداتو کې ترټولو نورو هیوادونو مخکې دی. 

خرما دګلوکوز، انرژۍ، پروټینو ، اوسپنې ،کلشیم ، پوتاشیم ،فاسفورس،  کاربو هایډریډ ، فایبرونو او معدني  موادو نه ډکه مېوه ده.. همداراز په خرما کې د A،B،C او E وایټا مینونه هم   شته .

دخرماووطبی ګټې : 

۱-دزړه دناروغیو لپاره ډیر  ګټوردی.

۲- دقبضیت علاج پرې کیدلی شي . 

۳- هغه کسان چې لږه وینه ولري نو دخرماووخوړل ورته ګټوردي.

۴- دبلغمو دله منځه وړلو لپاره ګټور دی. 

۵- که چیرې دسهار تر چایو دمخه یو ساعت وړاندې وخوړل شي نو دخیټي چینچیان وژني . 

۶- جنسی ځواک پیاوړی کوي . 

خو په یاد ولرئ هغه کسان چې دشکرې په ناروغۍ اخته دي نو باید ډیره خرما ونه خوري . 

 خرماډیر ډولونه لري چې په عربي هېوادونو  کې ددغوبېلابېلو ډولونو نومونه په لاندې ډول دي : 

أفندي ،جبيلي، مكتومي، سويدا،عجوة،کعيكه،منيفي،شهل عنبرة،خلاص  ،مسكاني، شلابي،بيض،خضري،مشوكة،شقري،برني، خصاب،ربيعة،صفري،برحي،لونة،رشوديه،سكري،غر،لبانة،صفاوي، صقعي، حلوة،مبروم،شيشي،ونانة،حلية،ساريةاو ذاوي.

دخرماوو ځینې ونې ډیرې لوړې اوځینې هم ډیرې لوړې نه وي او  ډېرو اوبوته هم اړتیا نلري  . 

له خرماوونه ډول ډول مربا ګانې هم جوړیږي او یو ه ګټوره او خوندوره مېوه ده.دخرما دونو لّه پاڼو ببوزي او ډول ډول ټوکرۍ  ګا نې هم جوړیږي.، له نېکه مرغه دخرما دونو کرل  اوس دافغانستان د هیلمند او ننګرهار په ولایتونو کې هم رواج موندلی دی.

..........     

 

 

 

خمزوره( خمازوره)= خپیا نګه  (Withania Somnifara)

لیک: ډاکتر لطیف یاد

خمزورو ته ځينې پښتانه خما زوره، خامه زوره ، ماخا زوره، خپیانګه ، پایشانګې او شاپیانګې  هم وایي .په  عربي ژبه کې ورته (سم الفأر یا سم الفراخ) وايي، فارسي کې ورته پنیرباد، په انګریزۍ کې ورته Withania Somnifera او هنديان ورته (اشواګندا) وايي، دافغانستان  د ختیزو سیمو  پښتانه ورته خمزوره وايي،

د خمزوري دانې او يا د دې بوټي مېوه زموږپه هېواد کې له پخوا راهیسې د پوڅي په جوړولو کې کارول کېږي، خو د دې بوټي ريښې او پاڼي له پخوا زمانې څخه په هند او نوره نړۍ کې د ډېرو رنځونو د درملنې او تداوي لپاره کارول کېږي،

دا بوټی په منځني ختېځ او په ختیز  هندوستان او د نړۍ په ډېرو سيمو لکه پاکستان او افغانستان کې را زرغونېږي،

په لاندې ناروغيو کې يی ريښې يا ولئ د درملنې لپاره کارول کېږي.

۱- د هر ډول التهاب لپاره

۲- د پړسوبونو لپاره

۳- یاداښت ځواکمن کوي او ذهن پياوړئ کوي

۴- د جسم دفاعي ځواک پیاوړی کوي

۵- پرېشاني او ذهني نارامي ختموي

۶- دماغي نسیجونو ته ګټه رسوي

۷- په وينه کې خواږه تنظيموي

۸- ملاریا ضد ځانګړتیاوې لري

۹- د نارينه او ښځينه جنسي ځواک پیاوړی کوي

۱۰- کمزوري او کم خوني له منځه وړي

۱۱- د پښتورګو / بډوډو دندې فعالوي

۱۲- دخوراک اشتهاء برابروي

۱۳- اعصابو ته تسکین ورکوي

۱۴- سر خوږی ختموي

۱۵- خوب زیاتوي

۱۶ - په بدن کې د وينې دوران فعالوي

۱۷- جسم ته طاقت ورکوي

۱۸-هغه ماشومان چې دشپې لخوا دخوبپه ځای  کې  متیازې  کوي که دانې یې سهار د شیدو سره ورکړل شي بیا به یې نه کوي.

 

طبي څېړنو جوته کړې چې دا بوټی یو له هغو بوټو  دی چي ډېر ژر انسان روغوي او ډېر ژر خپله اغېزه ښيي، دا ځکه چې ګڼ شمېر کیمياوي مرکبات لري، سربېره بر دې، د دې بوټي خوړل په انساني روغتیا  هيڅ ډول منفي اغېزه او جانبي عوارض نلري.

د خوراک طريقه:

له ريښو څخه يي پوډر جوړ کړئ او یا يې تيار د پوډرو په شکل کې واخلئ هر سهار نیمه د چای کا چغه ( قا شوغه ) په شيدو کې وخورئ او د بېري په شاتو شيدې خوږې کړئ وروسته په تدريجي بڼه د خوراک اندازه زیاته کړئ او يوه د چايو قاچوغه يې کړئ تر يوې مياشتي يي استعمال کړئ.

یادونه:

حامله یا بارداره مېرمني دې نه خوري

یادونهد ا مطلب د(دوا او درملنې) دفیسبوکپاڼې نه کاپي شوی دی، خو ما پکې خپلې زیاتونې هم کړي دي .

-
بېرته شاته