(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مور بي بي وفات شوه

[25.Apr.2022 - 14:30]

مور بي بي هم وفات شوه 

لیک اقبال حسین افکار

د يو قامي مشر باچاخان  انږور، د بل قامي مشر  امير محمد خان هوتي {خان لالالور ، دغه رنګ د يو بل قامي مشر خان عبدالولي خان کورودانې او د نومياله سياست پوهه محمد اعظم خان هوتي خور ،  د پښتنو قامي مشره بيګم نسيم ولي خان چې په خپل وخت کښې به پښتنو ځوانانو د "مور بي بيپه درنه خواږه نامه يادوله نن يې د وفات د خبره انګازې د مي د مياشتې کال 2021 د اتوار په ورځ خورې شوې اناللّه وانااليه راجعون . او هم نن مازيګر په شپږ بجې به په ولي باغ چارسده کښې خاورو ته سپارلې شي په ګور يې نور وره اروا يې ښاده جنتونه يې نصيب شه

 

يوه ورځ به دې غږ وشي علي خانه 

چې هغه هم لکه ګرد و غبار تير شو

 

دنيا فاني ده ددې نه به هر ذي روح په خپل مقرره وخت  کوچ کوي د هر چا په مادي بيلتون بنده خفه کيږي دا انساني فطرت دے په ځنو ډير زيات په ځنو ډير د چا د وفات غم تر خپل کور، محلت خپلو خپلوانو پورې محمدود وي او د چا د وفات زمانه وژړوي د انسانانو يو لوے شمير خلق غمژن کړي هغه چا څه ښه وئيلي دي.

 

چې ته پيدا شوے تا ژړل خلقو خندل 

داسې مړ شه چې ته خاندې خلق ژاړي 

 

يا بل شاعر وائي :

 

داسې ياد شے چې يادونه دې يادګار شي 

په هر لار  په هر  سنګر ستا انتظار شي 

 

قدرمنه مور بي بي بيګم نسيم ولي خان چې د مردان سره تعلق لرونکي ستر قامي مشر خدائي خدمتګار آمير محمد خان هوتي څوک چې د باچاخان د نېزدې ملګرو نه وو کله چې بنو کښې د پښتونستان قرارداد په يو جلسه کښې پاس کيدو دغه وخت آمير محمد خان هوتي چې په خان لالا په درنه خواږه نامه به پيژندې، خوښولې  يادولې شو  کره 1933 کښې  زيږيدلې وه  بي بي د دوه خوېندو او يو ورور مشره خور وه ، کله چې د پښتنو د قامي مشر  خان عبدالولي خان ړومبې کور ودانې وفات شوه نو په کم عمرۍ کښې د بي بي واده د خان عبدالولي خان سره وشو . په دې بابله قدرمنې بيګم نسيم ولي خان په خپله يو ټيلي ويژن مرکه وئيل چې " زما د واده په موقع باچاخان د اټک په  ريسټ هاوس کښې نظر بند وو نو زما ډولۍ ړومبې اټک ريسټ هاوس ته يوړلې شوه هلته باچاخان پخپله زمونږ نکاح وتړه او بيا شاهي باغ چارسدې  ته زما ډولۍ راوړلې شوه" دغه وخت ما دپاره ډير  مشکل وو خولے چې زه له جينۍ وم او دا دوه  ماشومان {اسفنديار خان او خور يې} ډير واړه وو خو اللّه ماله همت مړانه راکړه او دغه ګرانه راته آسانه شوه  د ولي خان په دغه بچو کښې د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر او قامي مشر اسفنديار ولي خان او د هغه خور څوک چې فضل کالج کښې پروفيسره وه او د پخواني وفاقي وزير مواصلات او د پښتنو ياد سياستمدار  محمد اعظم خان هوتي کور ودانه او د عوامي نيشنل ګوند د سينئر نائب صدر او د خيبر پښتونخوا د پخواني وزير اعلي آمير حيدر خان هوتي او د باچاخان ټرسټ پخواني ډاريکټر آمير غزن خان هوتي مور بي بي ده . د بيګم نسيم ولي خان يو ځوے سنګين ولي خان چې ذهين فطين شخصيت وو خو ونه پائيد د په ځوانۍ کښې  وفات شو او بله لور  ډاکټر ګلالۍ ولي خان ده څوک چې په پښتنو کښې  ړومبې ميرمن سرجن جنرل ډاکټره وه غالباً د بنو سره تعلق لرونکي ډاکټر جهانزيب خان باندې واده ده

بيګم نسيم ولي خان له خداې پاک ډيره پوهه دانش ورکړې وو يقينناً چې د هغې په شخصيت به د دواړو سياسي خاندانانو اثر وو خو په دومره لويو شخصيتونو په موجودګې کښې خپل ځانګړ توب جوړول ګران کار دے خو بيګم نسيم ولي خان له خداې دغه صلاحيت ښه ډير ورکړې وو. کله چې د ذوالفقار علي بهټو په دور حکومت کښې د لياقت باغ سازش کيس نه روستو په 1975 کښې نيشنل عوامي پارټي {نيپ} بنديز ولږولې خان عبدالولي خان سره د نيپ سره تعلق لرونکي د  پښتنو او بلوچو تقريباً پنځوس قامي مشران د غدارۍ په تور جيلونو ته کړل او ددوي ددغې مقدمې دپاره يې حيدر آباد ټريبونل جوړ کړو چې کلونو ورکښې دغه مقدمه چليده  اجمل خټک او ځنې نور ليډران  افغانستان ته جلاوطن شول . دغه وخت باچاخان هم په افغانستان کښې وو او حيات محمد خان شيرپاؤ په قتل کښې اسفنديار ولي خان هم جيل کښې وو نو هم دغه وخت بيګم نسيم ولي خان لکه د پښتنې ننګيالې له کوره راوته او د اين ، ډي، پي نشنل ډيموکريټ پارټۍ  په نوم يې يو ملک ګير   پارټي جوړه کړه او پښتنو ته به بې په ډير په جذباتي انداز په سياسي جلسو کښې د وينا په وخت وئيل چې بهټو زما د سر نه څادر راښکلې دے زه له تاسو څادر غواړم د هغې دغې ويناګانو په  ولس ډيرې اغيزې وکړې  په حرکت کښې يې راوستل  بي بي د پاکستان په کچ سياست کښې د خپلې پوهې دانش تدبر په حيث خپله پيژندګلو پيدا کړه او کله چې د ذوالفقار علي بهټو پرضد د پاکستان د سياسي ګوندونو يو اتحاديه د قومي اتحاد په نوم جوړه شوه نو په دغه تحريک کښې بيګم نسيم ولي خان يو کوټلې کردار ادا کړو په پاکستان په کچ بيګم نسيم ولي خان ړومبې ميرمن  ده چې  1977 په ټول ټاکنو کښې نيغ په نيغه انتخاباتو کښې برخې  واخستو اعزاز تر لاسه کړو . په انتخاباتو کښې د ټګۍ په تور قومي اتحاد د بهټو حکومت پرضد يو اوږد تحريک وچلول هم ددغې تحريک په وجه ذوالفقار علي بهټو د اپوزيشن سره خبرو ته کيناست په دې بابله خبرې کاميابې هم شوے ولے  د شپې جنرل ضياء الحق کودتا وکړه او د بهټو صاحب حکومت يې ړنګ کړو هغه يې جيل ته واچول روستو يې د نواب احمد خان قصوري په قتل کيس کښې پهانسي کړو . ضياء الحق د پښتنو بلوچو قامي مشرانو سياسي ورکرانو دپاره د عام معافۍ اعلان کړه او غدارۍ په تور ککړ د خان عبدالولي خان او د نيپ  مشران يې د جيلونو راويستل. په دې اوږد سياسي مبارزه کښې د بيګم نسيم ولي خان ډير مهم تاريخي کردار وو. خان عبدالولي خان په خپله يو مرکه کښې وئيل " زه چې جيل ته تلم نو هغه وخت زمونږ کور نه وو د پلار په کور کښې به وسيدو دا نن چې زمونږ کوم کور دے دا بيګم نسيم ولي خان جوړ کړې دےولي خان په دغه مرکه کښې د بيګم نسيم ولي خان قابليت ، ذهانت او سياسي بصيرت وستايو او وئيل يې دا هم د بيګم نسيم ولي خان دانش او تدبر وو چې مونږ يې د مرګ د کومي راويستلو . د هغې روستو په افغانستان کښې انقلاب راغې د سردار داؤد خان حکومت ړنګ کړې شو هغه سره د خپلې کورنۍ وژولې شو  په 1979 کښې افغانستان ته روسي فوځونه راغلل په لکونو افغانان پاکستان ، ايران او د نړۍ نورو ملکونو ته رامهاجر شول د روس د مخ نيوي دپاره  غرب او عرب چين، جاپان ، اسرائيل رامخې ته شو په نړۍ کښې د دوه غټو طاقتونو ترمينځ  سوړ جنګ د پښتنو په خاوره په تود جنګ کښې بدل شو دغه وخت د پاکستان قام پرست او مترقي خلق د خان عبدالولي خان په مشرئ کښې د عوامي نيشنل پارټۍ په نوم سياسي ګوند کښې راغونډ شول او د پښتنو په خاوره د آمن سولې دپاره  او په پاکستان کښې د فوځي حکومت پرضد مبارزه پيل کړه له دې سره د کالا باغ ډيم پر ضد هم د اې اين پي هڅې د ستائيلو وړ دي د عوامي نيشنل ګوند په دغه مبارزه کښې هم د بيګم نسيم ولي خان يو کوټلې کردار دے ماته ياد شي چې د 1980په لسيزه کښې په مردان کالج کښې د اسلامي جمعيت طلبه سره په انښته کښې د پختون سټوډنټ فيډريشن يو څوان سعادت خان شهيد شوې وو په دغه لړ کښې د مردان کالج مخې ته يو احتجاجي جلسې ته زه د نومياله قامي مترقي  شاعر اديب نورالبشر نويد سره ورغلي وم. په دغه موقع سټوډنټانو به نعره لږوله " مونږ په تا قربان شه اې بي بي "کله چې بيګم نسيم ولي خان وينا ته را ولاړه شوه نو هغې ووئيل بچو مور په بچو قربانيږي بچي په مور نه قربانيږي . تاسو زما بچي يې زه به په تاسو قربانيږم خداې پاک دې ماته ستاسو غم  نه راښائي .

قدرمنه بي‌ بي څو وارې د خيبر پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ غړے د ولس په ووټ غوره شوې ده او هم ددغې اسمبلۍ د اپوزيشن ليډرې په حيث يې کوټلې او سپيځلې کردار  هم د تاريخ مهمه او نه هيرونکې برخه دے . قدرمنه بي بي د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدره پاتې ده دغه تنظيم ډير په منظمه توګه چلولې دے . ځنې خلقو به وئيل چې بي بي ډکټيئر ده زما په خيال چې د ډکټيټر شپ پر ضد مبارزه کوي هغه به څنګ ډکټيټر شي خو دا ده چې تنظيم چلولو دپاره که يو قائد سخت زورې نه وي نو تنظيم به يې ډوه دول وي نو  قدرمنې بي بي په خپل وخت د پارټۍ تنظيم ډير راښکلې ساتلې وو 

بي بي يو باصلاحيته ميرمن وه د هغې قابليت او ذهانت اعتراف به د هغې سياسي مخاليفينو هم کول . بيګم زري سرفراز څوک چې د مير افضل خان خور وه او د پښتو کلاسک شاعر شاد محمد نمسۍ وه او تحريک پاکستان کارکونکې د خير ښيګړې او د پښتنو ښځو د ژوند معيار وچتولو مبارزه وه هغې په يو ناسته کښې وئيل چې په موجوده وخت کښې په پاکستان کښې  لويه مبارزه پښتنه ميرمن بيګم نسيم ولي خان ده . دغه رنګ زه د ارواښاد جعفرخان اڅکزي سره د هغه وخت د سينټ آف پاکستان ډپټي چيرمن نور جهان پانيزۍ له ورغلې وو هغه ورته د پښتو عالمي کانفرنس کښې د مشر ميلمه په حيث بلنه ورکوله قدرمنې نور جهان پانيزۍ وئيل زه به ضرور درځم خو د مشرې ميلمنې حق د بيګم نيسم ولي خان دے هغه يو ستره پښتنه مبارزه ميرمن ده بايد چې مونږ  هغه ونازؤ دا دواړې ميرمنې په نظرياتي حواله د مسلم ليګ ګوند سره تعلق لرو. خو ولے بيا يې د ننګيالې پښتنې ميرمن په حيث د بيګم نسيم ولي خان کردار ستائينه کوله . د يو قامي ليډر دپاده مرد شناسي ډيره ضروري وي نو زما مشاهده د بي بي بابله دا ده چې هغه ډيره ځيرکه او مرد شناسه مشره  وه يو ځل په راولپنډۍ ويسټرج کښې د ښاغلي زاهد خان په کور کښې د عوامي نيشنل ګوند د مرکزي مجلس عاملې غونډه وه مونږ هم ورغلي وو د اجلاس نه روستو د خان عبدالولي خان نورو مشرانو له سلام له ورغلو کله چې مونږ بی بی له ورغلو نو ارواښاد حاکم علي زرداري چې دغه وخت د ګوند سينئر نائب صدر وو څوک چې د پخواني صدر پاکستان آصف علي زرداري پلار دے د سلام کلام نه روستو بي بي ماته وئيل  بچے ته دلته څه کوے او تاله حکومت  څه درکوي راځه هلته شهباز کښې به ناست يې ښه خوشحاله به يې دغه وخت له باچاخان مرکز نه وو جوړ ددې مرکز جوړيدو سهره  هم د بيګم نسيم ولي خان په سر  دے دا هم د بي بي يو تاريخي کارنامه او د باچاخان آرمان وو چې د هغې په لاس پوره شو . بهر حال ما ورته وئيل بي بي زه دلته ښه يم مور بي بي وئيل ستا خوښه ده . دا د مور بي بي مرد شناسي وه چې ما کښې پټ صلاحيتونه په نظر راتلل او دغه يې د قومي تحريک له کارول غوښتل . دغه شان د اسلام آباد هوټل په يو دستوره  کښې بي بي مشره ميلمانه وه مونږ په لاونج کښې هرکلي ته ولاړ وو يو لوے سړے چې لوے سرکاري آفسر وو خو د بدغنوانئ په تور د نوکرئ ويستې شوې وو . او چې سرکاري آفسر وو وئيل به يې دا تاسو څه هر وخت باچاخان، باچاخان  کوئ باچاخان خو شاعر اديب نه وو خو چې راګير شو نو بيا يې د باچاخان د پيروکارئ دغوې کولې.

د هرکلي کونکو په دغه کتار کې هغه  زما نه وړاندې ولاړ  وو. چې بي بي راغله که هر څو هغه ښه پيژندو خو د هغه سلام يې په نا خوالۍ واخست او ماته ښپه نيولې شوه يې وئيل او افکاره بچے څنګه يې جوړ يې کور کښې خير دے . دغه سړي چې دا وليدل نو په دغه تقريب کښې  ماپسې شو چې بي بي سره وينو روستو د هغه دغه پيغام{ چې په اې اين پي شاميليږمد پارټۍ مرکزي صدر محترم اجمل خټک صاحب ته يوړو نو هغه راته وئيل بچيه که څوريدې شے پرې  نو څوريږه په ځان يې مه سوره وه . دغه شان چې  اجمل خټک  صاحب او بي بي د پارټۍ نه يو خواته شو نو دغه سړے پارټۍ ته راغې او بيا لاړو

دغه وخت په 2014 کښې بي بي چې د عوامي نيشنل ګوند د قدرمنې بي بي د ښاغلي فريد توپان سره د لسو کالو دپاره د پارټۍ غړي توب ختم کړو نو قدرمنې د عوامي نيشنل ګوند ولي ګروپ په نوم ډله جوړه کړه څو کاله له مخه يې دغه ډله واپس په اې اين پي کښې ضم کړه

نو خبره مو د بي بي د ذهانت، قابليت، دانش تدبر او مرد شناسئ کوله زمونږ پښتنو دا ستونزه ده چې مونږ په ژوندني  د چا د صلاحيت او قابليت  اعتراف نه کوو . کوشش مو داوي چې دداسې خلقو تضحيک وکړو که څه وس دس مو کيږي نو چې لويه  کنده ورته وکنو . پکار دي چې مونږ خپل دغه روش بدل کړو خپل دغه رنګ خلق په ژوندوني ونازه وو وياړ پرې وکړو

قدرمنه بيګم نسيم ولي خان يو عبادت ګوذاره تهجد ګوذاره بي بي وه حج يې هم کړې وو . يقينناً چې قهرجنه وه خو کوم  خلق چې تراخه وي او نو هغه خوږلت هم لري او په زړه کښې رحم هم وي. زما د معلوماتو مطابق بي بي دغه ښائستونه هم لرل . نن د اتيا کالو په عمر کښې يې ددې فاني دنيا نه د ټول عمري دپاره سترګې پټې کړې ابدي ژوند ته يې کوچ وکړو اللّه دغه ژوند د خوشحالو کړي. بيګم نسيم ولي خان د نورو ډيرو غمونو سره د خپل لوے پلار آمير محمد خان  ،  باچاخان، د خپلې مور ، خان غبدالولي خان، د خپل ورور اعظم خان هوتي غمونه په ژوند کښې ليدلي او زغملي ديړخو په ټولو کښې غټ غم د ځوي غم  وي قدرمنې بيګم خپل  نيازبين ځوي سنګين ولي خان غم ليدلې  ډيره زورلي ځپلې  وه . ماته د سنګين ولي خان په وفات د بيګم نسيم ولي خان د مردان کالج مخې ته د سعادت شهيد د شهادت جلسې ته وينا په وخت د ځوانانو د نعرو په جواب کښې دا خبره راياده شوه چې مور په بچو قربانيږي ماته دې بچو خداې پاک ستاسو غم  نه راښائي نن هغه پتمنه ، عزتمنه، غيرتمنه ميرمن خاورو ته سپارلې شي خو د قوم او ملت ، انسانيت او جهوريت  دپاره به د هغې ښه کارونه تل پاتې وي اللّه پاک دې جنتونه نصيب کړي آمين

په درناوي: اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته