(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مولانا امان الله

[25.Apr.2022 - 14:15]

مولانا امان الله فقير خيل چکيسري

لیک: میا وکیل شاه فقېر خېل

 د خوشحال با با د سکه ورور لوی عالم صوفي ولي الله او شاعر فقير جميل بيک چې په جميل خان ,جمال خان ,خواجه جمال الدين او فقير بابا نومونو سره ياديږي د خانۍ او سردارۍ ژوند ته يې شا کړه او د  سلوک و عرفان لار يې خپله کړه د د خټکو د لوی ولي الله حضرت کستير ګل خټک المعروف په کاکا صاحب رح مريد او خليفه شو اولاد ته يې فقيرخانخېل وايي خو په فقير خېل نوم يې زيات شهرت موندلی دفقير جميل بابا په اولاد کښې ډير ستر شاعران او عالمان تير شوي چې په شاعرانو کښې پکښې کلاسيکي شاعر صديق, ابراهيم ,ميا حمد الله ,ميا تجمل شاه, ميا معرفت شاه ميا منتظم شاه او په علماو کښې پکېې مولانا محمد يوسف شاه فاضل ديوبند,مولانا رسول شاه, ميا باز محمد شاه, مولانا غلام الله مولانا عبدالقادر مولانا عبدالجميل , مولانا امان الله چکيسري ,ملا خداے يار موري لشت چترال مولانا فضل قوي او دغه شان نور ډير شاعران او عالمان تېر شوي دي په دې کښې مولانا امان الله خان چکيسري چې د الشيخ مولانا غلام الله چکيسري  کره په ۱۸۴۲ع کښې په چکيسر شانګله سوات کښې پيدا شوی وو مولانا غلام الله د برصغير په لويو علماو کښې شمار وو او  د مولانا عبيد الله سندهي په تلامذه کښې وو  مولانا امان الله فقير خېل چکيسري د خپل وخت په اکابرو علماو کښې يو ډير لوي جيد عالم وو  او د فنون امام ګڼلې شو د خپل لوی علم په اساس ورته  په منطق,علم کلام او په امور عامه باندې  لوی عبور حاصل وو او په دغه علومو کښې يې ډير لوی شهرت لرلو او دغه وجه ده چې د علم کلام حواشي يې ډيرې مشهوري دي د   (الحاشيةالامانيه لحل ما فی الامور العامة) يې په لويو لويو مدرسو کښې لوستې شي دا کتاب په دهلي هندوستان کېې په ۱۳۴۴ ھجري کښې په مطبع المحبوب کېې چاپ شوی او دغه شان يې  (حاشيه مطول) هم مشهور تصنيف دی او نور يې هم په فارسۍ ,عربۍ ژبو کښې ډير کتابونه ليکلي  دي د وخت د بدو حالاتو په سبب يې ډيره لويه کتب خانه چې پکښې ډير علمي کتابونه تفاسير او قلمي نسخې خوندي وې ضائع شوي دي مولانا امان الله چکيسري په هغه وخت کښې حج بيت الله ته تلی وو کله چې د شاه سعوډ حکومت وو  ددوي په خاندان کښې دده وراره د نورالله زوی  مولانا عبدالقادر فقير خېل چکيسري او د تره يار حسين بابا زوی مولانا  عبدالجليل فقير خېل لوی عالمان د ذکر وړ دي د مولانا امان الله چکيسري په شاګردانو کښې  سوات اوډيګرام يو مشهور عالم مولانا عبدالحليم هم شاګرد پاتې شوی وو د مولانا امان الله چکيسري زوی وو مولانا عبدالله چې په صاحب حق مشهور وو دده د مولانا عبد الله زوی فضل الله چې د خپل کلي په سکول کښې مدرس دی د فضل الله څلور زامن دي چې نامې يې دا رنګه دي

زيب الله خان  ,محمد اعظم خان  ,محمد عارف او محمد زيب  ددوي نور رشته دار چې په تانګور پورن شانګله کښې وسيږي  محمد امين چې د سزن خان زوی دی د محمد امين زوی نورالامين دی مولانا امان الله چکيسري په ۱۹۳۶ ع کښې وفات شوی او هم په چکيسر شانګله سوات کښې مدفون دی الله پاک دې ورته په جنت الفردوس کښې ورته اعلی مقام نصيب کړي امين

 

 ميا وکيل شاه فقير خېل ساول ډهير مردان

-
بېرته شاته