(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روغاني

[25.Apr.2022 - 13:52]

د پښتو ژبې د لیکوال اوشاعر ارواښاد عبدالرحیم روغانی بابا  

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دارواښاد  عبدالرحیم روغاني بابا دشعرونو او لیکنوسره زموږ دادب ډیرمینه وال آشنا دي. ارواښاد روغاني صیب دپښتونخوا  دسوات په مټه کې له نن نه نهه شپیته کلونه دمخه دې نړۍ ته سترګې پر انیستلي دي اوپه قام  روغانی دی ،ښاغلي روغاني بابا په پښتوادبیاتوکې خپله ( ایم .ای ) کړې ده  اوپه ۱۹۶۲ کال کې دښوونکي دنده پیل کړه.

ارواښاد  روغانی نه یوازې دپښتوژبې شاعر دی او غزل ، نظمونه  او قطعات (قطعې ) لیکلي  دي، بلکې دپښتو  په نثر کې هم دلوی لاس خاوند دی اوڅو نثري کتابونه یې هم لیکلي دي

ارواښادروغانی صیب خپلې زیاتره غزلې  په ترنم کې هم ویلي دي. دده ډیرې  غز لې دپښتونخوا ډیرو هنرمندانو زمزمه کړي هم دي چې په هغو کې دهارون باچا ،کرن خان  اوشکیلا ناز نومونه یادولی شو .  

ارواښاد روغاني بابا په اشعارو کې نه یوازې عشق او مینې ته ځای ورکړل شوی دی ، بلکې دده په غزلونو او قطعاتوکې د پندا و حکمت خبرې هم شته او سیاسي او  ټولنیزو  نیوکوته هم پکې  ځای ورکړل شوی دی. باید زیاته کړم چې ارواښاد روغانی بابا دپنځو کلونو راهیسې زمادفیسبوک ملګری دی . زه دده د فیسبوک پر ملګرتیا ویاړم او ده ته دلا زیاتو بریاوو او خوشالیو هیله کوم

ارواښاد روغانی صیب ځینې شعري او نثري ټولګې او کتابونه هم لیکلي دي چې دده د ځینو چاپ شوو کتابونو او شعری او نثري ټولګو نومونه دادي

۱- نوې نغمې 

۲- خوریدلی احساسات 

۳- سندریز احساس

۴- خود غرض ( نثر)

۵- درڼا څا څکي ( نثر)

۶- کوربانه خیالونه (نثر)

۷- Selfish

۸- سندرې او خبرې ( نثر او نظم)

داهم دروغاني بابا دشعرونو یو څوبېلګې

-------------------------------------

معاش له هرڅوك اوزار ساتي

((پاڼو)) چې ځان ساتي، نو مار ساتي

بادشاه د خپلې بادشاهۍ لپاره

وسله، نوكر، عسكر تيار ساتي

نواب له خپل غم نه بېغمه ندى

غله او رهزن ساتي، لوټمار ساتي

خدايي مزاج لري دا بعضې غټان

چې څوك يې يار وي هغه خوار ساتي

مغرور سړي سره ياري ښه نده

څوك ځانله څله دويم پلار ساتي

راشه زموږ د قام مقام وګوره!

هرڅوك د بل په كار كې كار ساتي

د ولس دوسته شاه زلمو په تمه

روغانى ناست دى لويه لار ساتي

***********

 چې ژوند نه و، بدرنګ نه و، خوش رنګ نه و

بورا، ګل او چراغ نه و، پتنګ نه و

دا نقشه د زورور كمزوري نه وه

دا جهان د خداى ډېر ارت و، تنګ نه و

بادشاهان نه وو، وزير نه و، دربار نه و

ګدا نه و، ملنګ نه و، قلنګ نه و

محل نه و، او زړې جونګړې نه وې

تصور  جانګڼ كټ او پالنګ نه و

زمكه، ستوري، لمر، سپوږمۍ وو روغانيه!

څه ښه وخت و چې هر څه وو، خو جنګ نه و

*******************

فضا د نن مې روماني وليده

ايله مې ژوند كې اساني وليده

ځان يې سينګار كړو د جونګړې خواته

په غريبۍ كې مې خاني وليده

چې پېښورى شال يې را وخوېدو

ما يې د مخ ((كيسه خواني)) وليده

هم مسخرې كوي هم خوله راكوي

په بوډاتوب كې مې ځواني وليده

ځان به هزار ځله قربان كړې ترېنه

كه دې ساقي دې قرباني وليده

د هار دانو نه يې تسبېح جوړې كړې

د شېخ مې دا بې ايماني وليده

كافران شكر به په كفر وكړي

كه يې د نن مسلماني وليده

لا په درياب يې لاهو كړي نه يو

د خداى مې دا مهرباني وليده

****************

دا زړه مې ډېر خپه خپه دى، چې په څه خپه دى

خورمه قسم چې لږ خپه ندى، نن ښه خپه دى

پخپل حساس اوعمجن زړه باندې مې زړه وسوځي

چې پده نه كوي خپګان، دى په هغه خپه دى

د روغاني خپه كول څه دومره ګران خو ندي

ځان پرې خپه كړه، روغانى غريب خپه خپه دى

****************************

كه هرڅومره بې نوا خاورې په سر يم

پدې خپله بدبختۍ كې بختور يم

كه زه مړ شم، مانه هيڅ نه پاتې كېږي

زه له ډېرې كمزورۍ نه زورور يم

همېش ډوب يمه په قرض حسنه كې

له دې هسې ښكلي نومه در په در يم

څه چل وشو كه چك پك او ړك په ړك يم

آخر بياهم د زړې جونګړې ور يم

حق وينا رانه ډېر خلك مرور كړل

پدې خپل عادت له ځانه مرور يم

*********************

راكه يو جام، راكه، راكه، راكه

څښم چې لېونى شم، داسې خوند پكې پيدا كه

يا مې د وصال په جام سېراب كه چې تازه شم

يا لكه حسين مې سر قلم په كربلا كه

راشه اى ناصحه! ستا خو ډېر چلونه زده دي

نن په ما مجرم دا ناروا خو لږ روا كه

څه چې د ارام دي، د ملا په نزد حرام دي

ماته ټول حلال كه، نور حرام يې په ملا كه

********************************

كه نه راځې، نو مه راځه، خوو ايه چې درځم

دروغ، دروغ وعدې كوه، فرمايه چې درځم

پخپله مخه ځه، چې چرته ځې نو هلته درومه

خو هسې اشارې كوه، له ورايه چې درځم

يقين ستا د راتلو مې ه زړګي كې پاتې ندى

خو بيا هم تاريخونه راته ښايه چې درځم

زما له درزېدلي زړه نه ته كله خبرېږې

دعا دې د ليدو كوم له خدايه چې درځم

-
بېرته شاته