(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر یاد

[25.Apr.2022 - 13:50]

تنولي یا تنولیان :Tanoli Tribe

تنولي یا تنولیا ن له آره غلجي بښتانه دي چې دغلجیو پښتنو دیوه ښاخ تنوخیلو اولاده ګڼل کیږي  او  ویل کیږي چې په دېرو پخوا زمانو کې یعنې په ۹۷۱ زیږدیز کال کې  له افغانستانه پښتونخوا ته لیږدیدلي دي او دپښتونخوا په سوات ، بونیر ، چمله ،مهابڼ ، صوابۍ ، مردان ،مانسهره، کوهاټ  اوپېښور کې مېشته شوي دي او ځینې یې بیا له هغه ځایه ایبټ اباد ،هریپور،  اټک ، راولپینډۍ ، کشمیر او کراچۍ ته  هم لېږدیدلي  دي

ویل کیږي چې تنو لیان یووخت په سوات کې هم اوسېدل  او  بیا وروسته دیو سفزیو پښتنو سره ددوی جګړې هم شوي دي او ددوی یو مشر خان امیر محمد خان هم پکې وژل شوی  دی او بیا دوی دسوات له سیمې نه مهابڼ ته تللي دي .

ویل کیږي چې ددغې قبیلې لږ شمېرخلک دافغانستان په غزني ، پکتیا اولوګر کې هم استوګنه لري او په خواره واره ډول اوسیږي .

په اوسني وخت کې دپښتونخوا تنولي پر دوولویو څانګو ویشل شوي دي چې یو پکې پلال خیل او بل یې هندوال خېل دي چې ددغو ښاخونونه بیا ډیرې  نورې وړې څانګې رامینځ ته شوي دي چې ددغو څانګو نومونه دادي : وال خیل ،متیال خیل ، چھریال خیل ،جمال خیل ،ستیال خیل،نواب خیل، مرسیال خیل، پکھرال خیل لابیال خیل،لدھیال خیل ،نوراللہ خانی،ابدوال خیل،اسوال خیل،لکھوال خیل ،مرجال خیل،ملوال خیل،بھوجال خیل / بھوج خیل، سفال خیل،،جودال خیل، حسن زي،رئیسنال خیل،حبیبال خیل / حبیب خیل،میرال خیل،خوشحال خیل،نیتال خیل،بدھرال خیل،خان خیل،کرگوال خیل،سریال خیل،دولت زئی،پجھال خیل،تنی خیل،سرگنال،لالال/لال خیل،حیدرال/حیدر خیل،جہانگیر خیل،ہستال خیل،شیرخانی،بيزال خیل،جلوال خیل،الوال خیل،میردادخیل،کلوال خیل،بوهال خیل،بگیال خیل /بیگال خیل،بینکریال خیل / بینکر خیل،چمیال خیل،ټھکرال خیل،ان سال خیل،صوبہ خانی،ډیرال خیل،بہادر خیل،سدهال/سدیال،جدهال/جدیال،شمس اللہ خانی،بھایی خیل /پایندہ خیل

باید زیاته کړو چې تنولی زیاتره په هندکو ژبه ګړیږي ، خو ځینې یې پښتوهم وایي

•   دتنولي قبیل پورې تړلي د یو شمیر مشهور کسانو نومونه دادي :

ګلشیرخان دتیمورشاه ابدالي معاصر،میرجهانداد خان  تنولی چې دتنولي قام مشر و. سیاسي شخصیت نوابزاده فرید  صلا ح الدین ، دهند دفلمي ایڼدسترۍ خینې مشهورې څیرې لکه : سنجی خان ، اکبر خان ، فیروزخان ، فردین خان او زاهدخان هم  دتنولي پښتنو په قبیلې بورې اړه لري

 

 تنولي او دامب نوابي :    

باید وویل شي چې تنو لیانو دا مب په سېمه کې چې په وروسته کې   ورته تناول هم ویل کېده   یو خودمختاره ریاست درلودچې مشري به یې دیوه تنولي  نواب په لاس کې وه .تنولیان په ۹۷۱ زیږدیز کال کې  دافغانستان دغزني او دهغه دشا اوخواسېمونه پښتونخوا  ته راغللل او ددوی سېمه تناول  دمهابن به نامه یادیږي چې په هزاره ډیویژن کې پرته ده او دهریپور ، ایبټ آباد او مانسهرې په ضلعو ویشلې شوې ده

دامب په تاریخي سیمه کې د تنولي قبیلې مشهور نوابان په لاندېډول  درپېژنم

 

 ۱-نواب محمد انورخان تنولي : د۱۷۱۰ زیږدیز کال نه تر ۱۷۳۰ پورې دامب نوا ب و .

 ۲-نواب بهادرخان تنولي د۱۷۳۰ زیږدیزکال نه تر ۱۷۵۵ کاله پورې دامب نواب و

 ۳-نواب سلطان زبردست خان تنولي  دابدالی احمد شاه بابا معاصر او په ۱۷۵۹ زیږدیز کال کې دهند په سوبو کېدده ملګری و او   احمد شاه بابا ورته دصوبه خان لقب او ټایټل ورکړی ود۱۷۵۵ زیږدیز کال نه تر ۱۷۸۳ زیږدیز کاله پورې دامب نواب و

 ۴-میر هیبت خان تنولي : د۱۷۸۳ زیږدیز کال نه تر ۱۷۹۸ زیږدیز کاله پورې دامب نواب و

 ۵- میرنواب خان تنولي د ۱۷۹۸ نه تر ۱۸۱۸ زیږدیز کال پورې دامب نواب و

 ۶- میر پاینده خان تنولي د د۱۸۱۸ زیږدیز کال نه تر ۱۸۲۲ کا ل پورې دامب نواب واو د مهاراجه رنجیت سینګ پر خلاف  جنګیدلی هم و.  

 ۷- میر جهانداد خان تنولي د۱۸۴۴ زیږدیز کال نه تر ۱۸۶۸ زیږدیز کال پورې .

 ۸- محمد اکرم خان تنولي د۱۸۶۸ زیږدیز کال نه تر ۱۹۰۷  کال پورې .

 ۹- خانزمان خان تنولي د۱۹۰۷ زیږدیز کال نه تر ۱۹۳۶ زیړیز کاله پورې

 ۱۰- محمد فرید خان تنولي د ۱۹۳۶ نه تر ۱۹۶۹ کاله پورې

 

--------------------------------------------------------------------------

 ما خذونه

1- History oF Pashtuns : byBarmAzid ,Tanoli Tribe  2017

2- Dr SB Panni 'Tareekh i Hazara' (Urdu:History of Hazara) pub Peshawar,

3-  Syed Murad Ali,"Tarikh-e-Tanawaliyan"(Urdu), Pub. Lahore, 1975, pp.84

4- https://en-academic.com/dic.nsf/enwiki/787317

ډاکټر لطیف یاد

---------------------

 

 

 

 

اردواوهندي ژبې

لیک: ډاکتر لطیف ېاد

اردودبرصغیر( دهند نیمې وچې هند او پاکستان) دخلکو ژبه ده. په پاکستان کې ورته قومي یا ملي ژبه هم وایی چې دانګریزۍ تر څنګ په دفتري چارو کې هم کاروله کیږي ، په داسې حال کې چې په هند کې دهند د۲۲ ژبو تر څنګ اردو دهنددځینو ایالتونو ژبه ده لکه داندهراپردیش، بیهار، اتهر پردیش . جمو او کشمیر ، جهارکنډ او لویدیزبینګال.

اردو دترکي ژبې دکلمې اردو ( پوځ یا لښکر ) نه اخیستل شوې ده او اردو ژبه په اصل کې دفارسي ا واردوژبې داختلاط او یوځای کیدونه جوړه شوې ده چې دفارسي بر سیره پکې عربي ، سنسکریت ، هندي او پنجابي کلمات هم شته.

اردوژبه په نستعلیق لیکدود لیکله کیږي او ددې ژبې لپاره په هند او پاکستان کې ډیر کارشوی دي . په هند کې داردو ژبې دپر مختګ لپاره دانجمن ترقي اردو په نامه یوه لویه ټولنه شته .همداراز ددې ژبې دپر مختګ لپاره هندي مسلمانان ډیر په شوق او ذوق سره کارکوي او هرکال په لسګونو زره کتابونه ، مجلې او ورځپانې پکې خپریږي . په پاکستان کې هم ددې ژبې دپر مختګ لپاره ډیر کا رشوی دي او کیږي . داردو او هندي ژبې ډیر ویي (لغتونه) مشترک دي، خو یوازینی تو پیر پکې دادی چې اردو په نستعلیق لیکدود له ښۍ خوانه کیڼې خواته لیکل کیږي ، حال داچې هندي ژبه چې ددیوناګري په رسم الخط یا لیکدود له کیڼې خواته ښۍ خواته لیکله کیږي.

په اوسني وخت کې په هند کې په اردو ژبې ۶۵ ملیونه خلک ګړیږي چې زیاتره یې مسلمانان دي .په پاکستان کې ددې ژ بې ویونکي ۹۴ ملیونه خلک دي.

هندي ژبه

--------

هندي ژبه یوه پخوانۍ او لرغونې ژبه ده چې په دیوناګري (Devanagari)لیکدودلیکله کیږي او داهغه لیکدود دی چې نورې ژبې لکه مرهټي ،پالي ، پراکریت ، اودي ، بو جپوري ، چتیس ګهړي ، هریانوي ، ناګپوري ،سنسکریت ،راجستهاني ، مرهټي ، سندي او نیپالي هم ترې ګټه اخلي .

هندي ژبه په اصل کې دبر هما یي(Brahamic) ژبو په کورنۍ پورې اړه لري چې دسنسکریت ژبې سره نږدې اړیکې لري.

لکه چې دمخه موو رته اشاره وکړه هندي یادیوناګري ژبه دکیڼې خوانه ښۍ خواته لیکله کیږي. اوس په هندکې پرهندي ژبې ۴۹۰ ملیونه وګړي خبرې کوي اوپردې ژبې هم ډیرکتابونه ، مجلي او ورځپاڼې چاپیږي او خپر یږي .

(یاد)

..............

 

سمرقند

لیك: ډاکتر لطیف یاد

سمر قند دمنځنۍ ایشیا یو لرغوني ښار دی چې دازبکستان په هیواد کې پروت دی. تقریبا پنځه نیم لکه وګړي لري اوددې ځای دخلکو ژبه تاجیکي فارسي ده خو یو شمیر ازبکان هم پکې اوسي .سمرقند  په ۲۰۰۱ زیږدیز/میلادي کال کې دملګرو ملتونو دنړیوالوفرهنګي میراثونو په ډله کې وشمیرل شو. تاریخپوهان په دې اند دي چې داښار دعیسی مسیح علیه السلام  له زیږیدو اووه یا اته پیړۍ دمخه ودان شوی دی او ددې لپاره چې سمرقند دوریښموپرلارې پروت و نو دډیررونق نه برخمن و

دهخامنشیانو دواکمنۍ په وخت کې داښاردلرغوني سغديا سغدیانې یوه برخه وه. دمیلادنه ۳۳۰ کلونه وړاندې سمرقنددیوناني سکندر( سکندراعظم ) تربریدونولاندې راغی  اوهغوی ونیوه. بیا په ۲۶۰ زیږدیز/ میلادي کال کې دساساني واکمنانو لاس ته ورغی او ترهغووروسته هفتلیانو یا هونانو پرسمرقند واکمني کوله

ترهغه وروسته  عربو فاتحینو پر دغې سیمې برید وکړاو تر نهمې زیږدیزې / میلادي پیړۍ پورې داموي او عباسي خلفاوو لخوا اداره کیده . ددوی په وخت کې سمر قند په اسلامي مرکز بدل شو اوډیر جوماتونه او  مدرسې پکې ودانې شولې او دلومړي ځل لپاره عربو دچین په تقلید دلته دکاغذجوړولو یوه کارخانه هم جوړه کړه چې وروسته اروپا ئیانو ( دیورپ خلکو) هم له دوی نه دکا غذدجوړولو چل زده کړ

سمرقند په نهمې اولسمې زیږدیزې / میلادي  پیړۍ کې دساماني واکمنانو لخوا اداره کیده  اوسامانیانو دسمر قندښارخپله پلازمیینه ( پایتخت ) وټاکله.  

ترسامانیانو وروسته خوارزمشاهیانو پرسمر قند واکمني کوله اودغه ښار دخوارزمشا هیانو پلازمېینه وه. په ۱۲۹۱ زیږدیز /میلادي کال سمرقند دچنګیز دتاړاکونوشاهد ه وه  .هغه ډیر شمیر بې ګناه خلک په سمرقند کې له تیغه تیر کړل

په۱۳۷۰ زیږدیز/میلادي کال ګوډتیمور سمرقند  دخپلې پلازمیینې به توګه وټاکله.ګوډ تیمورددغه ښار په ودانولو کې ډیرې هلې ځلې وکړې اوښه یې ودان کړ

په ۱۵۰۵ زیږدیز/ میلادي کال سمرقند دشیبانیانواو ورپسې داستراخان اودبخارا دخاناتو لخوااداره کیده.

په ۱۹۱۷زیږدیز/میلادی کال کې په روسیه کې بلشویکانوانقلاب وکړ اوبیاوروسته  دمنځنۍ ایشیا دنوروجمهوریتونو ترڅنګ یې پرسمرقندهم واکمني کوله . روسانو په ۱۹۲۴ زیږدیز کال  سمرقند اوبخارا له تاجیکستانه جلا کړل او په اوزبکستان  پوري یې وتړل

دسمرقند دلیدلو وړځایونه دادي :

دامیر تیمور مزار چې دهغه ځای خلک ورته ګور امیر وایی، دشاه زنده مقبره، دبي بي خانم جومات،   ریګستان ، دافراسیاب موزیم.  

داوزبیکستان دهیواددسمر قند دښاردافراسیاب

په میوزیم کې زما یوه خوږه اوترخه خاطره

-----------

له نن ورځې ډیر کلونه وړاندې دافغانستان دعلو مو اکيډیمۍ  لخوا مې ازبکستان هیواد ته یوعلمي سفر درلود..کله چې د اوزبیکستان د پلاز میینې تاشکند ( تاشکینت)ته ورسیدلم نو له هغه ځایه سمر قند ته لاړم نو هلته مې لومړی دګوډتیمور ( امیر تیمور ) دمزار نه لیدنه وکړه چې هغوی ورته په خپله ژبه کې ګور امیر وایی او بیا ددغه ځای نو رتاریخي جوماتونه او مقبرې لکه دریګستان جومات او دشاه زنده مقبره مې ولیدل .

په سمر قند کې یو تر ټولو دلیدلو وړ ځای یو میوزیم و چې دیوې لوړې غونډۍ پر سر پروت دی چې دافراسیاب میوزیم نو میږي . ما تقریبا په دغه میوزیم کې یوه اونۍتیره کړه او د دغه میوزیم تاریخي آثارو او کتابونو په اړوند مې څیړنه وکړه او هره ورځ به له سهاره تر مازیګره په دغه میوزیم کې وم ځکه په دغه میوزیم کې دتاریخي اثارو سر بیره ځیني تاریخي خطي نسخې هم وې .

د حیرانتیا وړ خبره خو داوه چې چا راته وویل چې په دې میوزیم کې یوه پښتنه میرمن هم کار کوي . وروسته مې ورسره ولیدل او ځان یې راوپیژاند او راته یې وویل چې زه اپریدۍ پښتنه یمه او زموږ کورنۍ یو سل او شل کلونه وړاندې دلته راغلی ده . که څه هم پښتو نه ورتله خو ځینې پښتو لغات ورته زده وو لکه ستړی مه شی ، دخدای پامان دا زما په لیدلو خوشاله شوه او زه هم ددې په لیدلو . زمادبیرته راتګ په وخت کې یې په ستر ګو کې او ښکې راټولې شوې او ویل یې که کله دې زما په پلرنې سیمې او وطن ګوزر وشو نو پر خلکو او غرونو یې زما له خوا سلامونه ووایه . زه هم خدای شته ژړغونی شومه او له ځانه سره مې وویل چې دا اپریدۍ پښتنه سره له دې چې نیکونه یې ډیر پخوا سمرقند ته راغلی دي بیا هم دخپل وطن  او دهغه ځای ددنګو دنګو غرونو سره مینه لري او لا هم پښتني احساس پکې ژوندی دی. داخاطره ماته له یوې خو ا ځکه خوږه وه چې ما په یوه پردي هیواد کې خپله یوه پښتنه خور  ولیدله او ترخه په دې وه چې هغې زما په بیرته تګ وژړل اوداسې یې فکر وکړ چې خپل یو پښتون ورور ورنه جداشو.

(یاد).

...........

اسواکا یا اسواکیان Aśvaka څو ک ول؟ 

لیك: ډاکتر لطیف یاد

اسواکا یا اسواکیان Aśvaka هغه جنګیالي او  میړني خلک وو چې پر آسونو ( آسانو) به سپریدل ، جګړه ایز مهارت یې درلود چې تاریخپوهانو دوی دافغانستان اوسیدونکي پښتانه ګڼلي دي . اسواکا دسنسکریت ژبې اشواکا او دپراکریت دژبې آس نه اخیستل شوی ویی ( لغت ) دی چې دآسونو روزونکي ته وايي . ویل کیږي چې دغو اسواکانودحضرت عیسی مسیح دمیلاد نه ۳۲۷ کلونه وړاندې په ديرې میړانې سره دمقدوني سکندر( سکندر اعظم ) دلښکرو په وړاندې مقابله کړې ده چې دوه زره آسان ، دیرش پیلان او دیرش زره پلي سرتیري یې درلودل . دغو جنګیالیو ته ځکه اسواکان ویل کیږي چې پراسونوبه سپاره وواو زغره والې جامې به یې پرتن وې او دخپلو تیرو توروسره به یې دسکندر پر لښکرو ډ له ایز یرغلونه کول .دغواسواکانو په کندهار غزني ،کابل او دافغانستان په ختیزو او جنوبي برخو او پښتونخوا کې دمقدوني سکندر دلښکروپه وړاندې په ډیرې پیاوړتیا سره جګړې کړي دي .

داسواکا نو په اړوند ما نورې ډیرې نظریې لوستلي دي . ځینې د اوسني افغانستان ټول هیواد داسواکا یا داسونو دټاټو بي په نامه یادوي ، ځینې هم دګندهارا خلک دکابل نه دسند تر وادي پورې سیمې خلک داسواکانو په نامه یادوي . دا البته دبیلابیلو تار یخپوهانو نظریات دي ، خو په هرډول  دغه اسواکان داسانو درلودونکی خلک وو چې جګړه ایز مهارت یې درلوده او لکه چې ما دمخه یادونه و کړه دمقدوني سکندر په وړاندې په خپلو آسونو سپاره جنګیدل او دمقدوني سکندر لښکروته یې ډیره مرګ ژوبله وراړولې وه.

.....

دمغولي استبداد او زورزیاتي پر خلاف دخوشال بابا د لومړني پاڅون اعلان ( دافغان په ننګ مې وتړله توره ) نومیږی چې دخوشال بابا یو ستراد بي شاهکار او داوچتې پایې نظم ګڼل کیږي .دادی دا نظم دآغلو او ښاغلو دوستانو سره شریکوم:

پرورده که دمغولو په نمک یم

داورنګ له لاسه هم دغریوه ډک یم

په ناحق یې په زندان کړم یو څو کاله

خدای خبر دی که په خپل ګناه زه شک یم

پښتنوسره زړه توردی دمغولو

خبرداریې په نیتونو یک په یک یم

که سره که ناسره راته معلوم دي

په داکار کې په معنا لکه محک یم

هغه زیست چې دعزت له مخې نه وي

چې يې کا په هغه زیست پورې هک پک یم

اوریې پورې په منصب په نوکرۍ شه

چې تر فهم او تر نظر دمغول کلک یم

په خپل نام او ننګ چې راشم لیونی شم

خبردار کله په سود وزیان دلک یم

هرپښتون چې دمغولو نو کري کا

که دې زده دهغو واړو بهترک یم

دخټکو بې ننګي چې راپه یاد کړم

زړه مې بد له خپله ځانه چې خټک یم

چې منصب مې دمغول خور یو ملک وم

چې منصب دمغول نشته اوس ملک یم

دفرمان دپروانې حکم یې نشته

شکر داچې په خپل حکم په خپل وک یم

نه مې کار په خاص و عام ته په دیوان شته

نه په وره ولاړ دهریوه مردک یم

آزادي ده په ساده سپینه جامه کې

خلاص دغمه دزربفت او دمیلک یم

دوښو جونګړې هسې راته ښې شوې

وای ناست په محلونو دآهک یم

که اوګره دبټو شته په شلو مبو سپینو

دمغولو پولاو پاتې ډیرپرې ډک یم

که مې عمر په شماره تر شپیتو تیر دی

لا په کار کې دسورلۍ لکه ازبک یم

دافغان په ننګ مې وتړله توره

ننګیالی دزمانې خوشال خټک یم

.......

-
بېرته شاته