(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانانو په وینو

[25.Apr.2022 - 10:18]

د افغانانو په وینو سیاسی تجارت !

لیک: نظیف الله نهضت 

دادی څلور لسیزی کیږی چی داسلامی دولت دنامه لاندی د بد نامو جنګی جنایت کارانوانو لخوا  دافغانانو په وینو سیاسی تجارت روان دی . کله چی په کال 2001دجرمنی دبن په ښار کی دطلبانو دسقوط وروسته  دافغانستان لپاره موقت حکومت جوړ شو.داسی رسمی سیاست اعلان شو چی نوی حکومت به خلکوته سوله ټولنیز عدالت دموکرسی راوړی .جنګ سالاران اوجنګی جنایت کاران به محاکمه کوی دقانون حاکمیت ته به کار کوی  .او هیواد ته به دترقی په لور حرکت ور کوی .اما څرنګه چی په تیرو17 کلونو کی ولیدل شول .دبن په کنفرانس کی اصلی واک دشمالی تلوالی هغه جنګی جنایت کارانو ته ورکړ شو چی د پښتنو په نژادی تصفیی لوټ مار پاکستان ته  د افغانستان ددفاع وزارت دټانکونو راکتونو 600 جنکی الو توک اودفاعی وسا یلو دسپارلواو دهیواد داقتصاد دتباه کولو په ملی خیانت کی لاس درلود .په هر هیواد کی کچیری څوک د خپل هیواد په تباه کولو کی دغه کرکجن اعمال تر سره کوی هغه ته ملی خاین ویل کیږی .خونوی اسلامی دولت  په هغوی د مجاهد ینو نوم کیخود .لکه چی ولیدل شو .ددغه اسلامی حکومت په سر کی اکثر هغه جنګ سالاران قدرت ته راوستل شو چی دخلکو په وژلو او هیواد په ورانولو کی لوی لاس درلود او دخارجی هیوادونو دجاسوسی شبکو غړی وه. هغوی ته  دومره لوی واک ورکړ شو .چی مجا هد ینو  هغه قانون اساسی  ته چی دوی تصویب کړی وه .( کتا بچه یی بی ارزش ) نوم ورکړ .ځکه چی دوی ځان دقانون تابع نه ګا ڼه دوی دزور واکانو مافیا جوړه کړه چی تر اوسه اصلی واک ددوی سره دی .دوی عملا د ځنګل قانون په افغانستان کی حاکم کړیدی .دبن اجلاس  نه راوتلی حکومت اصلی هدف لکه چی ولیدل شول  په هیواد کی  دخونړیو قومی جګړو دوام .اودیوه قوم نژادی تصفیه او دهیواد تجزیه کول. دشر او فساد نظام جوړل . او دایمی بی ثباطی را وستل   وه .خارجی هیوادونوپه عمل کی داسلامی نظام دنامه لاندی  د جنګ سالارانو دایمی حاکمیت او د ژوند تر پایه پوری دهغوی  سیاسی قدرت تضمین کړ .قوانین یی ددوی په ګته جوړ کړل .او هغوی یی دافغانانو په اوږو بار کړل .جنګ سالارنو افغانستان په خارجی هیوادونو خر څ کړ .خارجی هیوادونو لخوا په عمل کی . جنګ سالارانو ته دا حق ور کړ شو چی دخلکو سرمایه؛زمکی اوشخصی ملکیت غصب کړی.قوانین د پخو لاندی کړی .په اساسی قانون ملندی ووهی او هغی ته د بی ارزشه کتابچی نوم ورکړی او دقضایی تعقیب نه خلاص شی.اوس جنګ سالاران دوطن فروشی داثباط لپاره ځان ته افغان هم  نه وای.هغوی دجاری قوانینو نه ځان لوړ ګنی او په خلکویی د ځنګل قانون حاکم کړیدی .ددوی دقدرت دوام په هیواد کی دملی تراژدی دوام دی .چی پای یی نه لیدلکیږی .دا یو ملی ناورین دی .

دوی په بی حیایی سره  ځان ته حقیقی مسلمانان او خپل مخالف ته کافر وایی اوځان دوطن خدمت ګاران بولی.دغه سیاسی مداریان او عوام فریبان ددر واغو داستانونو په جوړولو .او دمدیا په وسیله په خلکو دهغی په منلو ؛ ځان ته حق ورکوی .چی په ملیونهاو افغانان ووژنی .لکه دپسونو یی حلال کړی بی لاسه بی پښو ړانده او شل شوت کړی .هره ورځ تر زرو تنو پو ری دافغانانو د وژل کیدو لپاره زمینه جوړه کړی .او نور کرکجن ضد بشری جنایات سر ته ورسوی.او بیا ځان ته د حقیقی مسلمان مجاهد نوم ورکړی . پداسی کرکجنو حالاتو کی هیڅوک عملا  د اعتراض حق نلری .دبشردوستانو غږ نشته .بشری وجدان مړ دی .نړی دافغانانو قتل عام ته په بی تفاوتی ګوری  ..

 ددی حالت اصلی مسولین  د خارجی هیوادونو جاسوسی شبکی دی .هغوی ددغواجرتی قاتلانو  جعلی مجاهدینو سره نظامی استخباراتی ؛سیاسی او مالی مرسته کوی او هغوی په واک کی ساتی .دادی 40 کاله جعلی مجاهدین چی نه افغان او نه مسلمان دی افغان ملی هویت نه منی دافغانانو داسلامی جهاد په نامه باج اخلی .ما فیایی ډلی یی جوړیکړی .ټول اقتصادی  دولتی امنیتی  قضایی نظام دهغوی په واک کی دی .نن هغوی دی چی حکومت کوی او اصلی واک داران دی .غیر مسول او واجب الاحترام دی .دخارجی شبکو لخوا دوی ته قضایی مصو نیت ورکړشوی .اوس هغوی د افغانستان دتباه کولو لپاره دخارجی جاسوسی شبکو په مرسته  په ملیونرانو بدل شول .یو ددغو جنګ سالارانو نه چی دهرات د 17 فرقی دعادی افسر نه په لوی جنګ سالاردقاتلانو دمافیا سرباند او ملیونر بدل شو .

دهرات اوسیدونکی تورن اسماعیل دی . ما دمخه دهرات په 17 فرقه کی دایران دجاسوس تورن اسماعیل په اړه کتابونه او مقالی لیکلی دی .ما فکر کاوه چی دا کار به دتورن اسماعیل او دهغه دملی خیانت دجرم دشریکانو دوجدان دراویښولو لپاره کافی وی .داسی معلومیږی چی دهغوی ویده وجدا ن د ویښیدو ندی او نورو تو ضیحاتو ته ضرورت دی .حقا یق پدی ډول دی.

دهرات په 17 فرقه کی دایران او شوروی مشترک جاسوس تورن اسماعیل بلوا !

 د 1357 کال دحوت دمیاشتی 24 د تورن اسماعیل او نورو ملی خاینانو لخوا دایرا ن  په ګټه دهرات په 17 فرقه کی نظامی کودتا دهرات دښاربلوا  دشوروی او ایران مشترکه دسیسه وه .دهرات ښار باندی داشرارو او وطنفروشانو بلوا په ایران کی دحاکم روحانیت لخوا پلا ن شوی وه.لیکل شوی فتوا صادره شوی دغه فتواهرات  ته راوړل شوی  .خودایرانی جواسیسو  یرغل دمجاهدینو په نقاب کی دحکومتی قواو او دافغان اتل وطنپالونکو لخوا په شا وتنبول شواو مات شو.

صرف په 17 فرقه کی دشوروی مشاور جنرال کاتو چف په مرسته نظامی کودتا کامیابه او تورن اسماعیل ته فرقه وسپارل شوه.

تورن اسماعیل چی  د1357 کال دحوت په میاشت کی هیواد ته د ایران په ګټه  خپل نظامی سو ګند مات او وطن ته خیانت و کړ اسماعیل بیا دماتی نه وروسته ایران ته خپل بادار ته وتښتید . د ایران حکومت دتورن اسماعیل سره دافغانستان دتباه کولو لپاره نظامی او مالی مرستی وکړی .هغه یی دافغانانود قتل عام او دهیواد تباه کولو لپاره وروزه او بیرته یی افغانستان ته ولیږه .هغه بیا په لسها وزره افغانان ووژل .کورونه او زمکی یی غصب کړی . خارجی جاسوسی شبکو هغه ته دامیر لقب ورکړ

هغه لوی درواغ  چی په مدیا کی دهغی په تبلیغ سره تورن اسماعیل په لوی جنګ سالار بدل کړ. اودادی 40 کاله هغه تبلغ کوی  . دوه لوی درواغ وه. 1- یو دادی چی هغه په داخل کی  دکمونستانو پرضد جهاد کړیدی 2 – دوهم دا چی هغه دشوروی پر ضد جهاد کړیدی .دغه دواړه لوی درواغ دی .دهغی ثبوط داسی دی ..1..یو داچی تورن اسماعیل په خپله د (ماوو) اید یا لوژی پیرو وه په مدیا کی او س دهغه په اړه ډیر اسناد خپاره شوی .(ماوو) کمونستی ایدیا لو ژی درلوده .نو په کوم اساس هغه دکمو نیزم پرضد جهاد کړیدی حال دا چی یووخت اسماعیل په خپله کمونست وه  .دبلی خوا دافغانستان ---هغه دولت چی تورن اسماعیل هغه ته کمونستی وایی  صرف 9 میاشتی وروسته  دهرات دحاد ثی نه.27/12/1979 د شوروی کمونست ګوند دمشر برژنف په امر دشوروی اردو تجاوز سره سقوط وکړ.د تاج بیک په قصر باندی دشوروی کوماندو دحملی په وخت  جمهور رییس حفیظ الله امین دخپلو دوه زامنو سره ووژل شول .شورویانو د اشغال نه وروسته ،دګوند اودولت مشران زندانی اومحاکمه اواعدام شول . چی ما هم 10 کاله دشوروی ګو ډاکیانو زندان تیر کر .او بیا کله چی شورویان حاکم شول تورن اسماعیل دشوروی کی جی بی سره پټ روابط جوړ کړل او دهغوی جاسوس شو ...... اوس معلومه شوه چی تورن اسماعیل شوروی پلوه کمونست  دایران جاسوس او دافغانستان دشمن دی . اوس دا روښانه شوه چی اسماعیل مستقل افغان هویت نلریچی دخارجی بادارانو  په مرسته ملیونر شوی اود خارجیانو جیره خوری .هغه ضد افغانی عنصر دی . . په مقابل کی خلقی  افغان ملی دولت مستقل هویت لری .چی دشوروی تجاوز قربانی شو  اوشوروی کمونستانو په وینو کی ډوب کړ . دا قضاوت خلکو او  تاریخ کړی .........

2 – تورن اسماعیل  دشورو یانو پر ضد جهاد ندی کړی هغه شورویانو ته جاسوسی کړیده.تورن اسماعیل دشوروی تجاوز وروسته کله پټ او کله ښکاره دشوروی سره روابط در لودل هغه دجمعیت اسلامی مهم غړیدی .جمعیت اسلامی په حقیقت دشوروی کی جی بی داداری لاندی او دهغوی په مرسته جوړ شو .شورویانو په جمعیت اسلامی کی داسی ډیر جواسیس درلودل .چی تاریخی اسناد یی په مدیا کی خپاره شویدی .کچیری نور اسلامی ګوندونه غربیانو جوړ کړی وی. جمعیت اسلامی شورویانو جوړ کړیدی .اسناد موجوددی .د پښتونو پر ضد مبارزه ستمی جمعیتانو پیل کړه.ستمیان په شمال کی دنفوذ لپاره شوروی کی جی بی لخواجوړ کړل شول .هغوی غوښتل چی شمال د پښتنو توکم نه تصفیه شی .او شمال  دشوروی د نفوذ په میدان بدلشی .

شورویانو او ستمیانوویل ...چی دافغانستان مستبدو شاهانو پښتانه دجنوب نه شمال ته راوستل.هغوی دخلکو زمکی په زور اخیستی دی.دوی باید دشمال نه وشړل شی .شمالی تلوالی دا جنایت وکړ .تر اوسه هغه 40000 کورنی چی جبرا دشمال نه پدی جرم چی پښتانه دی شړل شوی .تراوسه هغوی ته حق نه ورکول کیږی چی بیرته خپلو کورونو ته لاړشی .کچیری تاریخ ته وکتل شی حقایق بل ډول دی .هغه داچی پخوا په شمال کی  زمکی زیاتی او خلک کم وه .دشتی او ځنګلونه ډیر وه . زمکی شاړی پرتی وی حکومت مجبور وه چی دغه شاړی ځمکی ابادی کړی .نو ځکه حکومت دجنوب پښتانه شمال ته ولیږل چی دغه دشتی ابادی کړی .دکندز ولایت ستر خدمتونه دنایب الحکومه شیر محمد خان لخوا وشول هغه دکندز ښار چی پخوا ځنګل وه په اباد ښار بدل کړ هغه دشیر خان بندر ورغاوه اودغه بندر دده په نوم شو په کندز کی یی دسپین زر فابریکه جوړه کړه  .دکندر موزیم دکندز سینما .دکندز ښونخی اوداسی نور . فرهاد دریا مشهور هنرمند دهمدی کورنی نه دی. دکندز دشت ارچی پښتنو اباد کړ هغوی په ساده وسایلو دامو دریاب نه دشهروان نهر جوړ او دشته یی خړوبه کړه  .  پښتنو دشمال شاړی ځمکی ابادی کړی داوبو سیستمونه جوړ کړل .او دکند ز دشتی او ځنګلونه یی په اباد ښار بدل کړ .پخوا ویل کیدل چی مرګ میخواهی کندز برو اوس ویل کیږی زندګی میخواهی کندز برو دغه ژوند پښتنو کندز ته او دشمال سیمو ته ورکړ  . دشورویا نو دحاکمیت په وخت کله چی دپښتو نژادی تصفیه پیل شوه . ستمیانو ویل چی پښتانه دڅادر او څپلی سره شمال ته  راغلی وه او باید دڅادر او څپلی سره بیرته لاړ شی .ستمیان په همدی منطق دهغوی کورونه او ځمکی دشوروی اشغال په وخت او نورو خارجیانو په زور غصب او هغوی یی لو څ دخپلو کورونو نه مهاجرت ته اړ کړل عمدتا داجنا یات دتخار په ولایت کی زیات وشول  .حقیقت دادی چی  افغانستان دټولو قومونو مشترک کور دی هغوی حق لری دهیواد په شمال جنوب شرق اوغرب کی واوسیږی. همدااوس  غیر پښتون قومونه په جنوب او شرق کی دپښتنو سره په سوله کی ژوند کوی .. دیادونی وړ ده چی  بهرالین باحث اونورپښتون دشمن سازمانونو  اول ستمیان وو او بیا جمعیتان شول او نور نومونه یی پیده کړل .هغوی نور نومونه درلودل خو خلکو د پښتنو سره د کرکی او دشمنی په خاطر په هغوی دستمیانو نوم کیخود. ځکه هغوی تل د پښتنو لخوا په نورو باندی دملی ستم ذکر کاوه او دهیوا دتجزیی لپاره یی خارجی پلانونه عملی کول ..په افغانستان کی  د پخوا نه دشورویانو پلان داسی وه .چی دافغانستان شمال د پښتنو د وجود نه تصفیه شی .ددی کار لپاره هغوی په غیر پښتون قومو نو باندی سرمایه ګذاری وکړه .په هغوی کی یی د پښتنو پر ضد کرکه پیدا کړه .هغوی یی په پیسو او وسلو سمبال کړل .شوروی جوا سیسو  پښتنو ته ظالم او فاشیست ویلی داشغال په وخت هغوی په شمال کی د پښتنو نژادی تصفیه عملی کړه .ستمیانو  داکتر نجیب ته هم فاشیست پښتون وویلی او دهغه په سقوط کی یی برخه واخسته .نو ځکه ټول ستمیان چی شورویانو د پخوا نه تنظیم کړیوه اسلامی نقاب واغوست اوشورویانو  دهغوی نه جمعیت اسلامی جو ړ کړ.دتاریخ په بله پانه کی شورویانو دجمعیت سره دافغانستان دخلکو پرضد پټ قرار دادونه وکړل .چی اسناد یی موجود دی .حتی ویل کیږی چی ربانی اول په ستمی حلقو کی تنظیم وه او بیا دجمعیت اسلامی مشر شو .

 دیادونی وړ ده چی هغوی اوس ځان ته افغان نه وایی او دافغانانو سره کینه لری.هغوی دافغانستان عقید تی دشمنان دی دا عقیده هغوی ته لمړی شورویانو ور کړیده .اوس نور هیوادونه هم دیته کار کوی .

د هرات په 17 فرقه کی دکودتا جریان: –  د1357  کال دحوت دمیاشتی په بلوا کی شوروی او ایران مشترک پلان درلود .د مثال په ډول دایران مشر خمینی شوروی پلوه ایران توده ګوند ته درسمی فعالیت اودفتر دجوړولو اجازه ورکړه .چی دشوروی سره نژدی  مناسبات ولری .حال دا چی نور ټول مترقی ګوندونو نه یی زندان ته واچول . په هرات کی دملی خاینانو دبلوا په وخت دایرانی روحانیت افغان جواسیس دهرات په ښار دهجوم وروسته دافغانی اردو ددفاع په نتیجه کی مات او په شا شول .هغوی بیا په 17 فرقه کی تورن اسماعیل ته منتظر وه .چی دکودتا دکامیابیدو  وروسته  فرقی ته به د ښار په لور حرکت ورکوی . او دایران نه راغلو جواسیسو سره به یو ځای کیږی خواسماعیل ناکام شو چی په ښارکی په حکو متی قواود حملی لپاره حرکت وکړی . دالازمه ده چی د تورن اسماعیل او شوروی جنرال کاتو چف مشترک پلان دکودتا لپاره څرنګه عملی شو .په 17فرقی کی .دشوروی جنرال کاتوچف او تورن اسماعیل پلان داسی پر مخ ولاړلمړی تورن اسماعیل چی  دتوپچی بطریی قوماندان وه .دفرقی په قرار ګاه باندی د توپ ډزی کوی .جنرال کا توچف د غه وخت دفرقی په قو ماندا نی کی موجود وی اود تورن اسماعیل په ګټه  دفرقی دسقوط لپاره اصلی پلان دده سره وی.فرقی قوماندان ته مشوره ورکوی چی عجله پکارنده باید فکر وشی .خودفرقی مسولین دوه ټانکونه اماده کوی چی حرکت وکړی او دتو پچی بطریه ونیسی دا کوم مشکل کار نه وه صرف دعمل سرعت ته ضرورت وه  .خو دا ځل بیا هم کاتو چف دیاغی توپجی افرادو دنیولو لپاره د ټانکونو دحرکت مخه نیسی .دا کار شکنی هغه وخت پوری دوام کوی  چی کودتا چیان منظم شی دغه وخت بیا دتو پ دزی کیږی. مشاور دفرقی ټوله رهبری تشویقوی چی نور دفرقی دکنترول امکان نشته او باید ټول دشندند په لور حرکت وکړی. اود هغه ځای نه دنورو قوتونو په مرسته فرقه د کنترول لاندی راولی .دا وخت دکاتو چف مشوره منل کیږی اودفرقی رهبری د فرقی نه وځی او شیندند ته ځی  او کاتوچف ددغه پلان په اساس فرقه تورن اسماعلی او نورووطنفروشانوته تسلیموی

د حادثی نه  څو ورځی وروسته د1357 دحوت په میاشت مرکزی دولت د17 فرقی دبیا کنترول لپاره (انځر ګل) دغربی زون دنظامی عملیتو لپاره دعمومی قوماندان په توږه ټاکی .هغه دشیندند په هوایی ډکر کی خپله قرار ګاه جوړوی .دهرات دښار د څارندوی په قوماندانی کی دکوماندو دقطعی تکړه او با تجربه افسر( شهنواز تنی ) دعملیاتو د پیل انتظار کوی .بلا خره دغه عملیات د1357 کال  دحوت په 29 پیل شول پدغه عملیاتو کی دمرکز په قومانده راغلی ټانکونواوکوماندو قطعات دشهنواز تنی دقوماندی لاندی برخه اخلی او 17 فرقه دکنترول لاندی راځی .او دهرات بلوا ختمیږی .تورن اسماعیل خپلو بادارانو ته تختی او ځان ایران ته رسوی .دیادونی وړ ده چی دهرات ملکی اداره دنظامی عملیاتو دقوماندی او بیا تصفیی مسولیت نه درلو دا کار مستقیم ددفاع وزارت نه اداره  کیده .

تورن اسماعیل د انسانی تلفاتو اړوند تل لوی درواغ وایی او عوام فریبی کوی ٔ!

 تورن اسماعیل هرکال د انسانی تلفاتو اړوند  د25 زرو تنو احصاییه خپروی اوپدغه درواغو اوعوام فریبی سیاسی تجارت کوی او دخلکونه باج اخلی.او لکه سادو هرکال مداری توب کوی لویی جلسی جوړوی  او خیرات ټولوی. .کچیری تلفات 25 زره وای نوباید زخمیان 60 زره وای نو دهرات ټول روغتونونه باید د زخمیانونه ډک وای .حال داچی په هیڅ ځای کی دداسی حالت په اړه چا څه ندی ویلی .خو حقایق بل ډول دی .دهرات په حا دثه کی ټول تلفات حتی 500تنوته هم نه رسیدل .دحادثی وروسته حکومت دتلفاتو اړوند رسمی احصاییه خپره کړه    ددغی احصایی مطابق ټول انسانی تلفات 320 تنه وه چی دهغی جملی نه 38 تنه دګوند غړی 120 تنه دملی اردو او پاتی مخالفین وه.

چی دا دهغو تلفاتو سره اصلا دمقایسی وړ ندی چی همدا نن هره ورځ دتورن اسماعیل او د هغه دملی خیانت دشریکانو لخوا ویل کیږی .تورن اسماعیل داوسنی خونړی نظام دجوړولو مسولیت لری .چی هره ورځ په هغی کی د1000 تنه افغانان وژل کیږی اود افغانانو وینه بهول کیږی .د ځنګل قانون حاکم دی او هیڅوک دده په شمول په هغی کی مصونیت نلری .دی په کوم وجدان دا حکومت د خلقی متمدن حکومت سره مقایسه کوی

هرات سقوط نه و کړی هرات ددولت په کنترول کی وه !

په هرات باندی دخارجی جواسیسو د تعرض او فتنو په جریان کی هرا ت په کامل ډول سقوط نه و کړی هرات ددولت په لاس کی وه 17 فرقه دتورن اسماعیل اوشوروی جنرال کاتو چف دمشترکی کودتا نه وروسته ددولت دکنترول نه وتلی وه .او دوه ولسوالیو(ادرسکن)او (اوبه ) دایرانی اشرارو په لاس سقوط کړیوه .هغوی ولسوالی لوټ کړی او ولسوالان یی شهیدان کړل .پاتی د هرات ټولی ولسوالی او دهرات ښار ددولت په کنترول کی وی .

دولت دهرات ښار ندی بمبارد کړی .

دهرات ښار ددولت په کنترول کی وه .دا به ډیره احمقانه وی چی وویل شی چی دولت په ښارکی خپل قوتونه بمبارد کړی .د فرقی نه تورن اسماعیل په ښار باندی د توپ مرمی پدی دلیل فیر کولی چی په ښار کی  دولتی قواوی او دڅارندوی قوماندانی او دولایت مدا فعین دضربی لاندی واقع کړی .هغه وخت دفرقی ټول عسکر د7 زرونه ډیر کم وه اوددشمن دکنترول لاندی وه  .په ښار باندی حمله کونکی 2یا3 سوونه کم وه.دا دولت نه وو چی په مخا لفینو هجوم وروړی .دا دولتی قواوی وی چی دافغان دشمن اشرارو لخوا د ضربی لاندی واقع شوی وه .د شیندند هوایی قواو پدی خاطر په فرقی بمبارد کاوه چی دهرات ښارته دهغوی دحرکت مخه و نیسی .او ځمکنی قواو ته د پر مختګ لاره خلاصه کړی .نو د25 زره تلفاتو  احصاییه په کوم اساس تبلیغ شوه .دایران او شوروی مزدورتورن اسماعیل د25 زرو تلفاتو په تکرارولواوهرکال پدی مناسبت دجلسو په کولو سره .په خپلو جنایاتو پرده اچوی .او خلقی حکومت پر ضد تبلیغ کوی .اوددغو درواغو اوعوام فریبی په کولو سره لو یی ګټی تر لاسه کړیدی اود ځان نه یی داسی ملیونر جوړ کړ چی اوس دلویی مافیا خاوند شوی. اودهغه نه  دافغانانو داسی قاتل جوړشوی دقضایی تعقیب نه خلاص دی.افغانستان نه منی او شخصی امارت یی دخارجیانو مرسته دوام لری .لازمه ده چی دتورن اسماعیل ډیرو کمو جنایاتو ته اشاره وشی

دتورن اسماعیل جنایات.!

1- د شیندند په ولسوالی په زیرکوه او نورو سیمو کی اود قوماندان امان الله سره په جګړو کی تورن اسماعیل په لسها و زره افغانان شهیدان کړل جګړو قومی شکل غوره کړ . دهغه نه ددغو جنا یاتو پوښتنه چا ونکړه .او دهغه رتبه نوره هم لوړه شوه.

2- په مدیا کی دخپرو شویو خبرونو مطا بق دهغه تروریستی ګرو پونه تر اوسه دخلکو ترور ته دوام ورکوی .

3- هغه اودهغه همفکرانوپه افغانستان کی دخلکو دشخصی ملکیت دغصب جنایت رواج کړ .هغوی تراوسه دخلکو شخصی ملکیت او عامه ملکیت غصب کولو ته دوام ور کوی .پدی اړوند مدیاکی ډیر مطالب خپاره شویدی 

4 – په مدیاکی دخپرو شویوپه اطلا عاتو په بنا کله چی هغه داوبو او بریښنا وزیر وه .دایران په ګټه یی ملی خیانت وکړ هغه د ایران په ګټه دهرات دسلما د بند دجوړیدلو مخه ونیوله .همدا رنګه هغه په جنوبی ولایاتو کی دقومی کرکی په اسا س داوبو دبندونو اودبریښنا دبندونو دجوړیدلو مخه ونیوله .په مدیا کی دخپرو شویو اطلاعاتو مطابق کله چی دهغه نه ددی ملی خیانت پوښتنه وشوه .هغه په جواب کی وویل .چی زمونږ نړیوال دوستان نه غواړی چی د پښتنو په سیمو کی انکشافی پروژی جوړی شی .ددی ټولو نه علاوه .هغه کلونه د کابل ښاریان په تیارو کی کینول .هغه ته دتیارواو اریکین  دوزیر لقب ورکړشو .

5- ددغو ټو لو جنایاتو وروسته هغه ته دخارجی جاسوسی شبکو لخوا دامیرلقب تاییدشو .اودعدلی او قضایی تعقیب نه لکه نورو جنګ سالارانو مصون شو.

افغان وطنپالونکوته لازمه ده چی دجعلی مجاهدینود جنا یا تو په اړه معلومات راټول او هغه په مدیا کی خپاره کړی.کیدای شی چی په راتلونکی سقا وی دوره ختمه .د ځنګل قانون ختم اوملی دولت جوړ شی. کچیری داکار ونشی هم . باید په مدیا کی دوطنپالونکو لخوا غیابی محکمه جوړه او تاریخ ته خپل حکم صادر کړی .خارجی هیوادونو تورن اسماعیل اودهغه دجرم شریکان او همفکران دقضایی تعقیب نه خلاص کړی .چی دی کار په افغانستان کی دداخلی جګړو او دافغانانو دقتل عام ددوام باعث شوی .اوس هغه وخت رارسیدلی چی دسولی دراتلو لپاره.اسماعیل او دده هم فکران دخلکو محکمی ته وړاندی شی .لازمه ده چی خلکو ته حقایق روښانه شی او خلکو ته  دجعلی انګریزی اسلام  جا هلانه اید یا لو ژی فکری زندان نه چی خارجیانو دافغانانو دقتل عام لپاره جوړ کړی نجات ورکړشی .

-
بېرته شاته